گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » ملا نصرالدین اود مرګ کلینیک !
ملا نصرالدین اود مرګ کلینیک !

ملا نصرالدین اود مرګ کلینیک !

وائی کله چی ملا نصرالدین ټولو کلیوالو په خوښه د کلی له امامته رخصت کړای شو اوملا د خپل کلی په لور روان شو نو کلیوالو ته یې مخ ور واړاوه او په قهرجنه لهجه یې وویل:که مې پرتاسو هم ټولی هدیری ډکی نکړې بیا به نو ملا نصرالدین نه یم!کلیوال ولاړل حکومت ته یې شکایت وکړ چې ملا نصرالدین ټولو کلیوالو ته دمرګ ګواښ کړیدی! پکار ده چی تری وپوښتل شی :ملانصرالدین  سپاهیانو  ونیوه او قاضی ته یې نیغ راؤست ،قاضی له ملا پوښتنه وکړهکلیوالو ته دی رښتیا دمرګ ګواښ کړی دی ؟ملا نصرالدین په نرمه لهجه او ژړاند حال وویل: هو قاضی صاب! قاضی تری بله پوښتنه وکړه ښه نو ملاووایه ته به څنګه دادومره کلیوال وژنې؟ملاوویل: په همدی کلی کې کلینیک خلاصوم!

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا