د جرمنی له شپیګل انلاین سره د طالبی واکمنۍ پخوانی مرید حامد کرزی له مرکې او درېیم بن کنفرانس په څېر څرګندونو، دا اټکل قوی کړی، چې ښایی د وضعیت د خرابېدو په صورت کې پخوانی په ملل متحد کی د داسلامی امارت لومړی استازی او مرید حامد کرزی یوځل بیا قدرت او سیاسی صحنې ته را وګرځی.
دا خبره نن د پخوانیو طالبانو روحانی پیشوا حضرت مولانا قلم الدین حفظه الله تعالی چی اوس دکابل ارګ ته څیرمه د خپلو مریدانو په یوه خانقاه کی پراذکارو بوخت دی دیوی فتوی په صادرولو سره وکړه .
د روسیې یو شمېر رسنیوهم د خپلو سرچینو په حواله لیکلی، چې یو زیات شمېر با نفوذه افغان سیاستوالو او قومی مشرانوچی تر ټولو زیات د پخوانیو طالبانو وروڼو د روحانی پیشوا او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د داعشی اداری گمنام سربازحضرت مولانا قلم الدین دیوی مرشدانه فتوی په متروکه له خپل پخوانی مرید حامد خان کرزی څخه ؤغوښتل چی یوځل بیا د غنیمت ډګر ته را ودانګی او ددغه خوار او جګړه ځپلی اولس سره چی څه هم پاته وی د زمری په څیر یی را وشکوی .
دغه سیاستوال حامد خان کرزی د یوې ملی څېرې په توګه پیژنی د خلکو ترمنځ د احترام وړ شخصیت دی او کولی شی افغانستان له اوسنی بحرانی وضعیت څخه وباسی.
د طالبانو د وخت یوبل چارواکی د بیت المال وزیر حضرت سید معتصم آغا چی ځان د طالبانو درژیم د مالیی وزیر ځان بولی او اوس هم له هغوی سره په کلکو اړیکو ویاړی د خپل ولی نعمت حضرت حامد خان کرزی په هکله یوه ګونګه او له نخرو ډک اظهارات ؤفرمائیل اوهغه یی یو حٌر ، او آزاد داسی بنیادم ؤباله
چی د امریکائی استعمارپه وړاندی په کلکه ولاړدی .خویوشمیر سیاسی څیړونکی او د ګیډی ماهران وایی چی قاضی له ګیدړه ؤپوښتل چی ستا ګواه او شاهد څوګ دی ویل چی لکۍ می .!!