گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » نــــــه تــــــــم کېـــــــــږي !
نــــــه تــــــــم کېـــــــــږي !

نــــــه تــــــــم کېـــــــــږي !

زړګی مې شو بېخوده، هیڅ سمون کې نه تم کېږي

روان دی ستا و لور ته، په بېلتون کې نه تم کېږي

کاذب دي تړاوونه ددې دهر ټول فاني دي

منفک له هر تړاوه، هیڅ تړون کې نه تم کېږي

زما د زړه په عمر دې مهال پکې تېر کړی

دا څوک وايي چې ښکلي، په یو ستون کې نه تم کېږي

زړګی مې ټکنی له تېرې شوې زمانې دی

راتلونکي ته لېوال دی، نن پرون کې نه تم کېږي

چارواکو سر اخېستی اوس تړل يې لازمي دي

ځنګل په څېر عمل کړي، هیڅ قانون کې نه تم کېږي

سیاست چې تجارت شي ګټه يې ډېره کاروبار شي

د ځوړ پر مخ روان شي ملک، هيڅ یون کې نه تم کېږي

«و امرهم شوری» چې «بينهم» یې ستر بنسټ دی

په زور چې واک حاصل شي، دې تړون کې نه تم کېږي

ولس ته نور رخصت دی ملایان چې واکمنان شي

 د ارګ په خوند چې پوه شو، بېا نمونځتون کې نه تم کېږي

«محسن» مجنون د مینې لا مجنون شو دې پړاو کې

روان مخ په سارا شو هيڅ روغتون کې نه تم کېږي

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا