گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » ناکـــــــــــامـــــــــــــــــــــــي
ناکـــــــــــامـــــــــــــــــــــــي

ناکـــــــــــامـــــــــــــــــــــــي

د خدای بښلی مولانا قیام الدین خادم لور او ځای ناستی ډاکتر ثریا خادم یادونه :  معززو دوستانو خویندو وروڼو سلام دعا می ومنی ، نن دا دی وروسته له یوې اوږدې مودی می د لوی استاد ( استاد خادم بابا) د نثري آثارو څخه دا لاندیپه زړه پوری یوه ښایسته لنډه لیکنه انتخاب او درسره شریکوم یی هیله په ادبی مینه یی مطالعه او ادبی خوند تری واخلی د لیکنی عنوان دی …………. ( نـــــا کـــــامي)                                                                                                                                                                             

                                             دژوندانه دناکامیو څخه مه مایوس کیږه ! هغه ژوند کامیاب ژوند نه دی چې یوازې کامرانې لري ، هغه خوشحالې سړي نه خوشحالوی چې د درد اوخوږ په قیمت نه وی اخیسته شوی، د ورځې رڼایی د شپې دتیرې څخه ده ، دلیدو خوند دبیلتانه په غم کې او دژوند فتحه د ژوند په شکستونو کې ده !هغه چې دخدای نه ابدي راحت غواړی ، هغه د یو داسی جنت آرزو لری چې هلته دلیدو لپاره سترګو پرانیتو ، دخوړلو لپاره خولې بیرته کولو او د آوریدو دپاره غوږ ایښودو ته حاجت نه وی ، ترڅو چی ژوند ژوند دی ، نو په دې کی برکت دحرکت څخه دی ، ځکه کامل سکون عین مرګ دی !هغه چې وایی چې په دې دنیا کې بدې ولی شته ، کمې ولی او بندشونه ولی ؟ نو دي په حقیقت کې د نیکی ، پریمانۍ او آزادۍ قدر نه پیژنی او ددی مرغلرو پوره قیمت آداء کول نه غواړی !هرڅومره چې یوه خوشحالې شانداره وی ، هماغومره هغه لارې هم سختې وی چی د هغې حصول لپاره لنډیږی !د ژوند د ناکامې په حقیقت کی داسی کسان غواړی چی دکامیابۍ وړوی !

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا