گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » ګـــپ نه لګـــوم، جدي يــــم. !
ګـــپ نه لګـــوم، جدي يــــم. !

ګـــپ نه لګـــوم، جدي يــــم. !

زموږ اته مليونه وګړي د خپلو هېوادوالو د ظلم او تيري له امله په پرديو هېوادونو کې اوسيږي، مشران مو دلته د مزدوري لپاره راځي او د مزدوري له ختمېدو وروسته بيرته خپلو وطنونو ته ځي. کله مو  د ډيورنډ له کرښې څخه د اوښتو په مهال خپل او د نورو افغانانو عزت ته پام کړى دى او يا مو هم د هغوى د بيعزتي داستانونه اوريدلي دي؟

موږ په دموکراسي کې سوټکراسي نه چلوله او موږ دموکراسي و نه شرموله؟موږ نړئ ته د اسلامي نظام په نوم د اټوکراسي عجيب او غريب انځور او د واک افرطى انحصاري شکل وړاندې نه کړ؟موږ د واک مجنونان يو، ځکه خو کله قانون او نظام نه لرو، کله يې چې لرو بيا يې په خپله مشران نه مني او ځکه مو د خپل واک لپاره د شلو کلونو خواري ته لغته ورکړه.موږ د واک لپاره هېواد او ارزښتونه هم پلورو که اخيستونکي پيدا شي.پرون ديموکراتانو او جنګي جنايتکارانو دامريکا په زور په ګډه طالبان له هېواد څخه وشړل او نن ملايان صاحبان له خپل جنګي انډيوال پرته ټول ملت ته د يوه توت ارزښت نه ورکوي. ايا حکومتولي دا ډول وي؟ تر هغو چې له خپلو ناکاميو څخه د زده کړو دود خپل نه کړو، ړوند تقليد ته د پاى ټکى  کېنږدو او تر هغو چې د حق غوښتلو لپاره د توپک له کارولو پرته بله اغيزمنه لاره پیدا نکړو، نسل درنسل به د ذلت ژوند تيروو، غلامان به يو، پرديو خيراتونو ته به ناست يو او په ښکنځلو باندي به ځانونه سړوو

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا