گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » له افغانستان سره بشری مرستی که دبیــرغونــو د نمائیــش ډرامـه !
له افغانستان سره بشری مرستی که دبیــرغونــو د نمائیــش ډرامـه !

له افغانستان سره بشری مرستی که دبیــرغونــو د نمائیــش ډرامـه !

د نواندیشی یادونه : محترم صدیق منصور انصاری د افغانستان له هغوپه  ګوتو شمیر شخصیتونو یو دی چی ددی سره سره چی ورته په لوړه کچه د اشرف غنی په مافیائی اداره کی د ګمارلو زمینه برابره وه خو هغه د اشرف غنی د اداری ماهیت ته په کتو دهغی په وړاندی نه وویل او ټولو مادی امتیازاتو ته لګده ورکړه او د هم هغه حکومت لوی منتقد پاته شو . اوس چی د اشرف غنی په مشرې مافیایی اداره له مینځه تللی د هغی او دطالبانو په لاس نیول شوی حکومت په هکله د اشرف غنی په مشرې پر حکومت دنیوکو دلائیل او ددی تر څنګ دطالبانو نوی کینول شوی اداری ته وړاندیزونه لری چی هغه یی د اریانا تلویزیونی شبکی سره چی له کابل څخه د خپرونی کوی  مطرح کړی دی . او دادی دهغه د مرکی ځینی غټ ټکی چی د نواندیشی د محترم سرپرست په نشانی تر موږه رارسیدلی دی له ښاغلی صدیق منصور انصاری صاحب څخه په مننه تر تاسو دررسوو هیله ده چی ستاسو به هم خوښ او دچارواکو د پند آخیستو جوګه به شی .اریانا تلویزیون : انصاری صاحب په کابل کی د افغانستان هوائی بین المللی ډګر فعاله شو اوبشری مرستی د یو شمیر هیوادونو لخوا کابل ته راورسیدی . تاسو په دی حساسو شرائیطو کی دا څنګه آرزوۍ ؟ په داسی حال کی چی له یوی خوا دملګروملتونو سازمان هم وائی چی دافغانستان خلک دبشری ناورین سره مخامخ دی او سختی ورځی دی په لیرو پرتو سیمو کی کډوالی شوی دی دخوراک د نه شتون له امله او نورو ستونځو له لامله ، دی ته اړتیا ده چی مرستی ورسیږی !تاسو ددغه هیوادونو مرستی څنګه آرزوی ؟

محترم صدیق منصور انصاری ددغه پوښتنی په ځواب کی په داسی حال کی چی د اشرف غنی په مشرې د رانسکورشوی مافیائی نظام ټولی ستونزی او دفساد عوامل یی یو پریوپرګوته کړل ویی ویل : ترکومه چی د افغانستان په اوسنی وضعیت پوری تړاؤ لری او دنړیوالو بشری مرستو مسأله ده موږ اوتاسو وینو چی د افغانستان خلک چی په تیره بی نظمې کی د افغانستان خلک د یوشمیر مافیاېی او غداری کړی حاکمی وی د افغانستان دخلکو سرمایه او بیت المال یی په کامل ډول لوټلو او هرڅه یی خپلو خیټو او کورونو او کورنیو ته وړل موږ اوتاسو په دی وروستیو کی واوریدل چی حتی اشرف غنی د تګ په وخت کی هم څه پری نه ښودل او په الوتکو کی یی له ځان سر یووړل . ….مو ږ فکر کوو چی که چیری نړیواله ټولنه له افغانانو سره زړه سوی ولری د خپلو ټکس ورکونکو سره زړه سوای ولری د خپلو حکومتونو او ادارو سره زړه سوای ولری هغه ټکسونه چی دوی له خپلو خلکو را آخیستل او دافغانستان دفقیر ملت په نوم یی رالیږل او دا چور شوی او غلاشوی دی او بیرته هلته تللی دی نو دا غداران باید چی ونیول شی سرماېی تر واخیستل شی او دافغانستان ملت ته یی راولیږی . دافغانستان خلک نور خیراتونه نه غواړی فقط همدغه سرمایه او دبیت المال کوم څه چی چور شوی دی که داهم بیرته افغانستان ته راولیږل شی او دلته سمه اداره موجوده وی او صحیح مدیریت شی …که چیری نړیواله ټولنه په اخلاقی مکارمو سنبال وی سیاسی او اجتماعی اخلاق ولری او دصله رحمی او بشر دوستې اخلاق ولری او په عمل کی داثابته کړی غنی څه چی د اشرف غنی له پلار سره هم باید چی د تیرو حساب وشی ……..که دوی واېی چی موږ د طالبانو له حکومت سره جنجالونه لرو دوی ته پیسی او امکانات نه ورکوی نو بیا دی مرستی د افغانستان خلکو ته راولیږی . د بشری ادارو له لاری ، د اجتماعی ادارو له لاری ،دعلمی او فرهنګی اوتحصیلی ادارو له لاری دوی دی د افغانستان د صنعتی انقلاب لپاره سرمایه ګذاری وکړی او دا سرماېی دی راولیږی . تر څو دلته دافغانستان د کونډو رنډو ، یتیمانو او بیوزلو لپاره وکولای شو کو چنی ، کوچنۍ فابریکی په کلیو او بانډو کی جوړی کړو .او په پښودریدلی افغانستان وګرځو. اودی سره وکړای شوترڅوهغو میرمنو ته په خپل کورد بیسکټو فابریکی ، دچاکلیټو کوچنۍ ، کوچنۍ فابریکی چی پنځه او لس زره ډالر پری لګښت راځی لکه دلاسی صنائعو ، خیاطیو او نورو چی په ډیرو کمو امکاناتوسره کیدای شی او دغه میرمنی چی اوس سرکونو ته راؤزی مظاهری کوی او خپل حقوق او کار غواړی …خو داهله کیدای شی چی نړیوال دافغانستان له خلکو سره صادق وی د افغانستان دملت سره هم د رښتینی بشر دوستې له مخی قدمونه پورته کړی . په دی یوه یا دوه طیارو چی کله یی کویټ رالیږی کله یی امارات او بحرین څو ټنه مواد راولیږی  او کله پاکستان خپل بیرغونه پری لګولی وی دا د خپلو بیرغونو د ښودلو لپاره رالیږی چی حتی دا ډول مرستی او کمکونه دیوه کلی لپاره هم بسنه نه کوی دا خو پریږده چی دیرش او پنځه دیرش میلیونه  خلک د فقر تر خط لاندی ژوند کوی

ښاغلی صدیق منصور انصاری د خبریالی ددی پوښتنی په ځواب  کی چی پداسی حال کی چی اکثریت ځوانان بیکاره دی په ځانګړی توګه هغه ځوانان چی په پولیسو او د اردو په لیکو کی ؤ او تاسو تری خبر یاست هغوی دوه میاشتی معاشونه هم حتی نه ؤ آخیستی یعنی څه یی چی لرل په دی یوه میاشت کی یی وخوړل ،سربیره پردی دولتی مامورینو هم معاشونه تراوسه نه دی آخیستی . ….داوس لپاره دوی د اقتصادی چرخی د حرکت ورکولو لپاره باید څه وکړی ؟  هغه وویل : دلته دوه مسألی دی یو که موږ اوتاسو دی ته ځیر شو چی تر لس میلیارده ډالرو ډیری پیسی د افغانستان چی د اشرف غنی حکومت نورو نړیوالو بانکونو ته په سود ورکړی وی او لیږلی یی وی ترڅو په هغی سود واخلی او ناروا او حرام کار ترسره کړی د افغانستان د بیت المال هغه کنګل شوی دی ددی ترڅنګ هغه سرمایه چی دافغانستان ددولت په نړیوالو بانکونو کی پراته وه او قرار وه چی افغانستان ته راشی او تجارتی بنسټونه او تجارتی راکړه ورکړه کی په کار واچول شی ددی ترڅنګ دافغانستان د ټولو سکتورونو ټوله سرمایه راکده پاتی ده هغه که په نړیوالو بانکونو کی ده او که دلته په کور دننه ده . بانکی راکړه ورکړه بنده ده د ویسټ یونیون او مونی ګرام او نورو شبکو له لاری د پیسو انتقال بند دی هغه کورنۍ چی له بهره یی خپلوانو تمویلولی سل دوه سوه پنځه سوه ډالر به یی ورته دمیاشتی رالیږل د هغی انتقالات بند شوی دی په بانکونو کی چی کومی پیسی پرتی وی تاسو وینۍ چی د دوه سوه ډالرو څخه په اونۍ کی زیاتی نه ورکول کیږی ، دخلکو دکورونو کراېې پاته دی . مالونه یی له بهر نه آخیستی دی په بهرنیو بندر ګاهو کی بند پاته دی …..موږ فکر کاوه چی طالبان باید په دی برخه کی جدی تصامیم ونیسی او عاجلی پریکړی وکړی . په دی نه کیږی چی هغوی په پنځه ویشتو ورځو کی خپله کابینه اعلان کړه هغه هم نیمګړی او له ستونزو ډکه ! اوداکابینه هم داسی اعلان شوه چی غږ یی د همه شموله کولو مګر ومو لیدل چی ټول یی دخپل ټیم اوګروپ خلک وه . داسمه ده چی تاسو په زور حکومت نیولی دا هم سمه ده چی دوی به وائی چی که په امریکا کی دموکراتان حکومت وګټی نو یو جمهوری خواه هم نه پریږدی اوکه دوی هم په هغی فلسفه روان وی نو دلته داده چی هغسی کدرونه باید ولری . …

خبره داده چی دلته همدا اوس موږ دلوړوږ زده کړو د ښاغلی وزیر هغه تر ټولو زیات په خپل څادر مصروف ؤ چی خپل مخ څنګه پټ کړی نو وا ځوانه الله دی انصاف درکړی ته خو شیخ الحدیث یی مشر سړی یی ! دا مخ خو دی موږ ته را وښایه چی ته څوګ یی ؟ او څومره ظرفیت لری ؟ دا سمه ده چی شیخ الحدیث یی او ددینی علومو مشر یی !او موږ په دی باور لرو چی جمیع العلم فی القرآن لکن تکثرأ …..پدی هم باوری یو لکن داده چی دنن ورځی نړی سره چی پښی غزوؤ نو په داسی نه کیږی ته باید مخ دی خلاص وی ، ته باید چٌست او چالاکه وی ته باید په حرکت راشی ، ته باید چی پروازونه وکړی په داسی یوه حالت کی چی ستا حکومت د مختلفو ستونزو او چلنجونو سره مخامخ دی . …زه فکر کوم چی دا څه امکانات چی دلته موږ لرو دغه د احتساب د کمیټی وړاندیز کوو چی دا باید تر کابینی هم مخکی اعلان شوی وای جوړه شوی وای ځکه دا اوس په طالبانو کی هم ځینی داسی غداره او خائین خلک ننوتی چی په ډیر منظم او حکاک شکل سره هغه چی مغرضین دی او مخلصین نه دی دوی دټیم مخلص ملګری نه وه اوس یی پګړې او ټوپک پیدا کړی دوی دخلکو له کورونو امکانات آخلی دشپی د ورځی ، ….

محترم صدیق منصور انصاری د آریانا تلویزیونی شبکی دخبریالی  ددی پوښتنی په ځواب کی چی ګنی طالبان باید څه وکړی چی ددنړیوالو له خوا په رسمیت ؤپیژندل شی او د نړیوالی ټولنی مرستی هم را جلب کړی او دنړیوالی ټولنی سره باید څه ډول دوی سیاست ولوبوی تر څو له دوی سره خپلی مرستی جاری وساتی .!سربیره پردی چی کابینه یی له ځانه د ستونزو سره مخامخ ده ؟ داسی وویل : ترکومه چی دنړیوالو سره ددیپلماسۍ مسأله ده دا هم پوره ځیرکتیا غواړی ، دیپلماسی د زرګرۍ تر فن هم ډیر حساس او ډیر نازک فن دی ، ډیره ځیرکتیا غواړی ډیره باریکی غواړی او ډیر حساسیت غواړی . زه دطالبانو د اسلامی تحریک مشرانو ته وړاندیز کوم بلکه توصیه ورته کوم چی د اسلام د ارشاداتو او الهی فرامینو پر اساس کار اهل کار ته وسپاری لایزال خدای ج فرمائی چی بسم الله الرحمن الرحیم إِنَّ اللَّهَ یَأْمُرُکُمْ أَنْ تُؤَدُّوا الأَمَانَاتِ إِلَى أَهْلِهَا بیشکه خدای تاسو ته امرکوی چی امانتونه یی خپل اهل ته وسپارۍ دوی که امیرالمؤمنین ټاکلی د شورای اهل حل وعقد له لاری باید وی، شورای اهل حل وعقد یا ګره ګشأ !یا غوټه خلاصوونکی شوری ته وایی یعنی هغه شوری چی د اهل خلکو نه جوړه شوی وی اوهغه اهل خلک غوټی خلاصی کړی یا غوټې پرانیزی .

ته دلوړو زده کړو غوټی باید په داسی چا پرانیزۍ چی هغه دلوړوزده کړو پرمعیارونو برابری وی . ته د امنیتی چارو غوټی باید پرهغه چا پرانیزې چی هغه په امنیتی مسائلو باندی پوهیږی . ته ددپلماسۍ غوټې پر هغه چا پرانیزی چی ددیپلماسی په رمزونو پوه وی ..که چیری داسی ونه شی نوپیغمبر علیه السلام فرمائی چی (إذا وسد الأمر إلى غیر أهله فانتظر الساعه یعنی کله چی دچارو واګی د هغی چارو نا اهل سړی ته وسپارل شی چی هغه یی اهلیت او ظرفیت ونلری نو تاسو بیا د قیامت انتظار اوباسی

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا