گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » نړول اسان خوجوړول ګران دی!
نړول اسان خوجوړول ګران دی!

نړول اسان خوجوړول ګران دی!

دا واقعیت دى چې نړول اسانه، ارزانه او لږ وخت ته اړتیا لری او جوړول او رغول همت، ظرفیت، وسائلو، بشری ځواک او امکاناتو ته اړتیا لری. په ځانګړې توګه د جنګ په حالت کې د نړولو لپاره ټول اړین امکانات شتون لری. یو انسان د شلو  پنځه ویشت کلونو اوږد وخت کې د مادی امکاناتو، ښو ښونکو، ښو ښونځیو او د ښه پوهنتون شتون ته اړتیا لری چې ټولنې ته د چوپړتیاو د وړاندې کولو وړ وګرزی، خو  په جګړه کې یوه یا دوه ثانیې هم بسنه کوی چې ونړیږی.هغه نظام او بنسټونه چې په تېرو دوو لسیزو کې د خورا لوړو ځانی تلفاتو او مالی لګښتونو په ورکولو جوړ شوى وو، که څه هم په بادى النظر داسې ښکاری چې د طالبانو لخوا د څو ورځو په اوږدو کې ونړول شو، خو شک نشته چې د نظام د نسکوریدو پړاوونه  درې کاله وړاندې د پخوانی ولسمشر اشرف غنی لخوا د ولس په رأیو باندی د دوهم ځل لپاره معامله کول، په ارګ کې د غلو د ځاى په ځاى کول، د ملت کور د فساد پربنسټ بدلول،  د فضلی او محب لخوا د وزیرانو ګواښل او بلیک میل کول، که کوم وزیر به سرغړونه کوله نو ورته دوسیه جوړول او د عائداتی برخه به یې له وزارت څخه جدا او په ارګ پورې تړل، په ارګ او امنیتی سکتور کې د فساد  پراخېدل د سقوط مختلف پړاوونه وو؛ تر څو د طالبانو یو تهاجمی برید د نظام تر بنسټونو لاندې لا دمخه ایښودل شویو باروتو ته د چاودون ورکولو له امله د نسکوریدو اخری مرحله بشپړه کړه.د فساد په برخه کې د پخوانیو جنګسالارانو او ارګ میشتو پیراشوټی فاسدو چارواکو ترمنځ  د فساد په موخه د اختیاراتو ستونځې رقابت او له یو بل څخه د وړاندې کیدو مقابله د نظام د نسکوریدو عمده لاملونه ګڼلاى شو. زه د هغو خلکو له شننو او انګېرنو سره سخت مخالف یم چې غنی ته د قومی اجندا حامل شخص خطاب کوی. نوموړی نه قوم پیژند، نه ملی ارزښتونو ورته اهمیت درلود او نه هم په دینی مقدساتو پسې ګرزیده.غنى یو ځان خوښى امتیاز غوښتونکى په واک مین شخص وو چې بل هرڅه یې د واک لپاره قربانول. نوموړی د واک له انتقال څخه د نظام نړول غوره وګڼل او له واک څخه د لاس په سر کیدو سره سم یې هېواد د تباهی د کندې په سر ودراوه. د نوموړی ترڅنګ راټول شویو ټولو اشخاصو (استثنا به پکې نه وی) د پیسو له ګټلو او له عیاشی کولو پرته هیڅ ډول د وطندوستی احساس، اجندا او موخه نه درلوده.د ارګ  لوړپوړی مامور وحید عمر د سکې یو اړخ راسپړی. د ولسمشر غنی د سیاسی او امنیتی وضعیت د څیړنې او ارزونې وړتیا کنایتاً سلبوی او د محب کریکتر ته د شک په سترګه ګوری خو په ډېرو نورو موضوعاتو باندی سترګې پټوی. سلیقه کاروی او یوازې ځان سپینوی. که نوموړى ریښتیا وایی نو یوې تلویزونی مناظرې ته دې تیارى وښئی. د ځینو خطرناکو مرموزو څیرو په مبهمو او پیچلو کړنو باندې سرسری تېرېږی.شاید نوموړى ولس ته داسې ذهنیت ورکول غواړی چې هر څه په دوه اویا ساعتونو کې له منځه لاړل، خو نه پوهیږی چې ملت ته د نظام د یقینی سقوط یا هم اسقاط (سقوط ورکول) څرکونه او شواهد د ولسمشر غنی د ځینو لوړ پوړو ګمارنو له هر چا سره د خشن چلن کولو له امله په څرګند ډول معلومېدل. د سقوط  اخری دوه ایا ساعتونه  د اجرائیوی پړاوونو اخری څپرکى نندارې ته وړاندې کوی.په کور دننه تیت او پاشلى حکومت، په لوړو نظامی او ملکی پوستونو باندی د نازدانه ګانو  ګمارل، د ولسمشر احساساتی پرېکړې، د واک انحصار فساد، د ارزښتونو حساسیتونو او نزاکتونو په مورد کې د حاکمې ډلې نابلدتیا د سقوط هغه نور لاملونه ګڼلاى شو.طالبانو د نظام په نسکورېدو د خوښی څرګندونه وکړه، خو شاید اوس پوه شوی وی چې نړول اسان او جوړول خورا ګران کار دى. که د اسلامی امارت لخوا د بیا رغونې پروسه په اوسنى کچه  دوام مومی نو کیداى شی موږ په څو لسیزو کې هم  له نړېدو مخکې حال ته د رسیدو وړتیا پیدا نکړاى شو. نپمګړتیا مو داده چې موږ مخکې نړول کوو بیا د جوړولو په برخه کې فکر کوو او امکانات ورته لټوو، خو دا هرڅه هر وخت نه موندل کېږی. کاش! موږ مخکې ژور فکر کولاى بیا لاس په کار کیداى.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا