گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » نړول مصیبت اوجوړول نعمت !
نړول مصیبت اوجوړول نعمت !

نړول مصیبت اوجوړول نعمت !

د هیواد بدبختی یې وګڼو، که خپل سپېره تندى مات کړو چې له تېرو څو لسیزو راهیسې مو خاوره د نظامونو لابراتوار، د شرق او غرب د وسلو ازموینتون، د سړې جګړې ډګر او د سترې لوبې مرکز جوړ شوى دى. پردی یرغلګر په یو او بل نوم له ټول وحشت او دهشت سره راځی, خلک مو وژنی هیواد مو ورانوی او بیرته تښتی.  د پردیو لوبو او نیابتی جګړو کورنی اړخونه څوک پردۍ تیوری را باندی تپی، څوک په خپل هېواد کې پردئ جګړې پرمخ وړی، څوک پردى هژمونیکی تسلط راباندې تحمیلوی او څوک هم په سپیڅلو نومونو ځانګړى مټکور ذهنیت  په تولنه باندی د سوټی په زور د منلو هڅه کوی.دلته ډیر وخت د اشغالګرو د راتګ له امله جګړه پیلیږی، بیا د واک د غریزې د اشباع لپاره دجګړو تګلاره دوام مومی، جګړه کورنی او بهرنی ابعاد پیدا کوی. زموږ د ستونځو پیچلتیا او ژورتیا  هغه مهال معلومیږی چې موږ ستونځو ته د حل لاره لټوو. که کورنى بُعد د توجه مرکز ګرزوو، نو بهرنى بُعد د سولې په وړاندې خنډ جوړوی، که بهرنی زاویه حل کوو، نو په کور دننه ستونځه پاتې کېږی. که دواړو بعدونو ته د حل لاره لټوو، نو د ګټو ټکر راڅخه سوله سبوتاژ کړی او نوې ډله د واک واګې په لاس کې اخلی.هر تازه راغلى حاکم پخوانی بنسټونه، اداری واحدونه، اساسی قانون بیرغ، تعلیمی نصاب او د حکومت نوعیت ختموی او پرځاى یې د خپل ذوق شوق او فکری لومړیتوب په چوکاټ برابر د نورو جوړولو هڅه کوی، خو د کلتوری پیچلتیاو عقیدوی ځانګړتیاو او مسلکی نیمګړتیاو د شتون له امله د نړول شویو بنسټونو د بدیل جوړولو هڅې ناکامی شی.

که ماضی تاریخ ته وسپارم او د حال په ستونځو تمرکز وکړم، نو اوسنیو چارواکو هم په خپلو وړتیاو باندی له غور کولو او د هیواد ستونځو ته له کتو پرته، هغه بنسټونه په یوه غیر موجه اقدام له امله منحل اعلان کړل چې په تیرو شلو کلونو کې په سترو لګښتونو جوړ شوی وو. پوښتنه داده چې موږ له څو ځله ناکامیو وروسته هم ولې د رفورم او سمون دود نشو خپلولای؟په چین کې د درنو ماشینونو جوړولو یوې شخصی فابریکې ته ننوتم. فابریکه دومره ستره وه چې د فابریکې په منځ کې څلور لاره کې ترافیکی چراغونه وه.  د مالک دفتر ته ننوتم او مخې  ته یې د کمونیزم (لور او څټک) بیرغ رپیده. مالک یې ځوان هلک وو. ورته مې وویل….! دا بیرغ د کمونیزم دى او کمونیزم اشتراکی نظام دى نو تاسو ددغې فابریکې مالک یاست. دا بیرغ درته عجیب او غریب نه ښکاری؟مسکى شو، واى؛  وحیده! زه یو لوبغاړى او کاروباری شخص یم. په سیاست کې دومره پوهیږم چې نظامونه د وخت په تیریدو او د تشو د ارزولو په نتیجه کې  سمون ته اړتیا لری. موږ پرون هم کمونستان وو، نن هم او سبا به هم کمونستان پاتې شو. البته اصلاحات رامنځته کیږی. دا شخصی ملکیت ته اجازه هم په کمونیزم کې د اصلاحاتو برخه ده.زه حیران وم چې دا کمال د مشرتابه دى چې زموږ غوندی هرڅه نه نړوی بلکې د اصلاحاتو ریفورمونو په نوم یې سموی. موږ متأسفانه ریفورم نه پیژنو او په سمون باندی باور نلرو. نړول کوو او ورانول کوو. بیا ورته حیران یو او له شړل شویو پردیو څخه مرسته غواړو خو هغوى مرستې ته نه راځی. هغوى لوبه کوی.اوس مو حال داده چې دولتی پوهنتونونه بند پراته دی، د  نجونو د زده کړو یو کال ضائع شو، اداری واحدونه جام دی، روغتیایې مرکزونه تش په نامه پرانستى دی، اقتصادی بنسټونه د سقوط په حال کې دی، ولس مو وږى دى، کاری فرصتونه نشته، کادرونه مو وتښتېدل او  لاهم له هیواد څخه د وتلو هڅه دوام لری. اوسنى امنیتی وضعیت هم ټکنى دى، ګواښونه او ننګونې شتون لری، خو مشرانو ته هیڅ ډول ستونځه په نظر کې نه راځی.د اسلامی امارت چارواکو په تازه اقدام کې د سولې او پارلمانی چارو وزارتونه، د ټاکنو او شکایتونو د اوریدو خپلواک کمیسیونونه منحل اعلان کړل. زه منم چې د سولې په نوم د تیر نظام لخوا جوړ شوی بنسټونه ننداره ایزه بڼه درلوده. د سولې په نوم مختلف ادارې جوړښتونه وو، مګر د سولې لپاره هیڅ ډول طرحه نه وه. د سولې لپاره که ددغو ټولو ادارې واحدونو شتون ته که اړتیا نه، وه نو اقلاً یو پیاوړى بنسټ باید شتون درلوداى چې د افغانانو ترمنځ د بې باوری خلیج راکم کړی. د ټاکنو په قانون کې د سمون او بدلون لپاره ډیر څه شتون درلود. د درغلیو د مخنیوی او د نوماندانو د اهلیت په برخه ستر بدلون ته اړتیا وه، خو انحلال یې په موجوده حکومت باندی د ولس او نړیوالو د باور کچه لا نوره هم زیانمنوی.  د زعامت ستونځه له ټاکنو پرته د حل لاره نلری. داسې ښکاری چې اسلامی امارت هم د نورو د حذف تګلاره پرمخ وړی چې متأسفانه دغه ډول تګلارو دغه هېواد او ولس ته یوازې ستونځې ایجاد کړی دی.ښه به واى چې د بنسټونو د انحلال مثبت او منفی اړخونه دقیق سنجول شوی واى. د بنسټونو د نړولو پرځاى په ریفورمونو باندی فکر شوى واى. په زغرده باید ووایو چې په هېواد کې روان سیاسی وضعیت او نړیوالو حساسیتونو ته په کتو د انحلال وروستى اقدام غیر موجه کړنه ده چې د هیواد  حالت د پیچلتیا خواته وړی او حساسیتونه را پاروی.په اوسنی ټکنى حالت کې چې موږ په شدت سره کورنۍ اجماع ته اړتیا لرو، د بنسټونو منحل کول د سولې او اجماع هوډ نفى کوی او د واک د انحصار په هکله د اوسنیو حکمرانانو نیت او اراده نندارې ته وړاندې کوی. واقعیت دادى چې موږ پرون هم سولې، تفاهم او په دغه شریک هیواد کې شریک کار او په شریکه هوسا او ارام ژوند تیرولو ته اړتیا درلوده او نن یې هم لرو. داسې نه ده چې د امارت له راتلو سره هرڅه سم شو. مثبت اړخ لا دادى چې د پخوانی پاشلی حکومت په پرتله نن یوه واحده ډله په ارګ باندې تسلط لری. دغه اړخ سولې ته د رسیدو لپاره ښه فرصت جوړوی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا