گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » نړېوالو ته دنوبل جاېزی ګټونکی گبـــرائیل گارسیا مـــارکېز پیغام
نړېوالو ته دنوبل جاېزی ګټونکی   گبـــرائیل گارسیا مـــارکېز پیغام

نړېوالو ته دنوبل جاېزی ګټونکی گبـــرائیل گارسیا مـــارکېز پیغام

که خدای ج د بیا ځل لپاره ژوند راکړی،نو د کوم څه په اړه چې فکر کوم،د ویلو پر ځای یې چې کوم څه وایم په اړه به یې فکر وکړم…زه به د شیانو قدر د هغه د بیې په تناسب نه کوم،د مانا په تناسب به یې کوم.زه به کم خوب کوم،خو په ویښه به خوبونه ګورم،ځکه ماته معلومه ده چې هره هغه دقیقه چې موږ په کې سترګې پټوو،موږ تر پوره ۶۰ ثانیو پورې له رڼا څخه محرومیږو…

که نور ودریږی،نو زه به روان اوسم.که نور ویده اوسی،نو زه به ویښ اوسم.که نور خبرې کوی،نو زه به یې اورم.زه به ښه چاکلېټ خورم،که خدای ج ماته بیا ځلې ژوند راکړی،نو ښکلی،ښکلی کالی به اغوندم.پیتاوی ته به کښېنم،یوازې د بدن لپاره نه بلکې خپلې اروا ته به یې تاو رسوم…لویه  خدایه: که زړه مې ازار شی،نو خپل نفرت به پر واوره لیکم او د لمر د راختو په تمه به اوسم،تر څو د واورې په ویلې کیدو زما نفرت هم وبهیږی.زه به د وېن گاگ (van gogh) په څېر پر ستورو نظمونه ولیکم او د میاشتې لپاره به د مینې سندرې ووایم.زه به خپلې اوښکې گلابونو ته ورکړم،ترڅو د اغزیو درد او د گلابی پاڼو لمس احساس کړم…ای زما خدایه!که د بیا ځل لپاره ژوندی شم،نو یوه ورځ به داسې تېره نه کړم،ترڅو مې خلکو ته پیغام نه وی ورکړی،چې له تاسو سره مینه لرم.زه به هر نارېنه او ښځینه ته ووایم چې راته ګران دی.زه به له مینې سره مینه وکړم.زه به خلکو ته ووایم چې هغوی غلط فکر کوی چې وایی په بوډاتوب کې مینه نه شی کولی،هغوی ته معلومه نه ده چې هر کله دوی مینه پرېږدی،نو بوډا کیږی…زه به ماشومانو ته الوتونکی وزرې ورکړم،خو پخپله د الوتلو هڅه ورکوم.زه به بوډاگانو ته ووایم چې مرگ په بوډاتوب نه راځی،

بلکې د دې هر څه په هېرولو راځی…ای انسانه: ما درڅخه ډېر څه زده کړې دی او دا مې هم درڅخه زده کړې دی چې هر څوک د غره په هسکه څوکه اوسیدل غواړی،خو په دې نه پوهیږی چې رېښتینې خوشالی په دې کې ده چې څوکې ته څه ډؤل ورسید..ما دا هم زده کړل چې هر کله یو کوچنی ماشوم د خپل مور او پلار گوتې ونیسی،نو د تل لپاره یې پلار په مینه کې بندی کیږی.ما دا هم زده کړل چې انسان باید لاندې یوازې هغه وخت وګوری چې کوم بل انسان راپورته کوی.ای انسانانو: ما له تاسو ډېر څه زده کړې دی،رښتیا خو دا دی چې که دا هر څه په سینه کې له ځانه سره یوسم،نودا به ډېر بدمرغه مرگ اوسی

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا