زړګی مې شو بېخوده هيڅ سمون کې نه تم کېږي
روان دی ستا و لور ته په بېلتون کې نه تم کيږي
کاذب دي تړاوونه ددې دهر ټول فاني دي
منفک له هر تړاوه هيڅ تړون کې نه تم کېږي
زما د زړه په عمر دې مهال پکې تېر کړی
دا څوک وايي چې ښکلي په یو، ستون کې نه تم کېږي
زړګی مې ټکنی له تېرې شوې زمانې دی
راتلونکې ته لېوال دی نن پرون کې نه تم کېږي
چارواکو سر اخېستی دی تړل يې لازمي دي
ځنګل په څېر عمل کړي هيڅ قانون کې نه تم کېږي
سیاست چې تجارت شي ګټه يې ډېره کاوبار شي
د ځوړ پر مخ رهي شي ملک، هيڅ یون کې نه تم کېږي
«وَ اَمْرُهُمْ شُوْرَی» چې «بَیْنَهُمْ» يې ستر بنسټ دی
په زور چې واک حاصل شي دې تړون کې نه تم کېږي
ولس ته نور رخصت دی ملایان چې واکمنان شي
د ارګ په خوند چې پوه شي بېا نمونځتون کې نه تم کېږي
محسن مجنون د مینې لا مجنون شو دې پړاو کې
روان مخ په سارا شو هيڅ روغتون کې نه تم کېږي