گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » شعارونه او نا پوره شوی لوظونه !
شعارونه او نا پوره شوی لوظونه !

شعارونه او نا پوره شوی لوظونه !

د نواندیشی لنډه یادونه : تیره ورځ دخوست ولایت د پراختیا او سمسورتیا په هکله د آزادۍ رادیو د ولایت په ولایت په خپرونه کی د خوست ولایت ویاند ښاغلی طالب منګل او مدنی فعال ، پیژندل شوی شاعر او لیکوال محترم زاهد شاه انگار چی په خوست او کابل کی د سولی پیغام رادیود مشرتابه چاری هم پر مخ بیائی په دغه ولایت کی د بیارغونې او پرمختګونو په هکله د دغه خپرونی د چلؤونکی  احمد شیبر او نورو ګنو اوریدونکو پوښتنو او اندیښنو ته ځوابونه وویل .

خو ددی ترڅنګ یی یوازینۍ او ترټولو مهم ټکی چی له یاده وتلۍ ؤاویاهم ورته کمه پاملرنه و شوه  هغه دخوست تاریخی ، اقتصادی او فرهنګی مؤقیعت ته په پام کی درلودلو او په تیروڅلورو لسیزو په ځانګړی توګه اوسنی اتلس کاله چی په افغانستان کی په راکړه ورکړه ولاړآزاد بازار زموږ دټولنی لیری لید جوړوی د دغه ولایت د اوسیدونکولومړی توبونه په نښه کول ؤ چی کولایی شول هغوی ته په پاملرنه سره به نه یوازی دخوست د تاریخی عظمت  راژوندی کول ګړندی شی بلکه ددغه ولایت په ځان د باورپیدا کولو په لاره کی به هم تری ګټه پورته شی .

 هیڅوګ انکارنه شی کولای چی څه دپاسه څلور لسیزی وړاندی د خوست  ښاروالۍ  لخوا به دشپی په رارسیدو ډیزلی جنراتورونه چالان کیدل او خوست ښار به یی په ډیزلی  برښنا روښانه کاوه چی دهغی په بدل کی به ښاروالی په ښار کی داوسیدونکو او هټی والو څخه مناسبه بیه تر لاسه کوله  اوهغه به دښاروالۍ په بودجه کی ور زیاتیده . همداشان د مخابراتوپه برخه کی هم  خوست چی هغه مهال لویه ولسوالی وه زیاتره استوګنځایونو ، هټیو او دکار دفترونو ته د مخابراتو مأموریت له لوری د تلفن لاسی دستګاوی ویشل شوی وی چی د خوست ښاریان وکولای شی خپلی ستونزی د هغوی له لاری حل کړی او ددی تر څنګ به د مخابراتو مأموریت له خوا جوړ شوی مرکزونه  هم د ښاریانو او د خوست د نورو سیمو اوسیدونکو د ګټی آخیستو لپاره شپه او ورځ د خوست ښاریانو او نورو مراجعینو پرمخ پرانیستی ؤ

اوډیره جالبه خوداوه چی  دغه د اړیکو وسیله د خوست لیری ، لیرو پراتو سیمو ته هم رسیدلی وه او تردی چی که دیوچا به په د خوست په یوه لیری سیمه کی بیړنې کار پیداشو نو د علاقه دارۍ مرکز ته به یی مراجعه کوله او د لږ قیمت په بدل کی به یی د سیمه ایز حکومت له وسائلو ګټه آخیسته . د خوست دهوائی ډګر داستان خو ډیر جوت او څرګند دی . هغه وخت چی دافغانستان د پرمختګ دروازی د ختیځ  او لویدیز په لور پرانیستی وې خوست هم ددغه پرمختګ له آثارو څخه برخمن شوی ؤ او د باختر افغان په نوم یوه کوچنی الوتکی به په اونۍ کی دوه

ځله د کابل او خوست ترمینځ  الوتنه درلوده ترڅو خوست میشته اولسونه وکولای شی د لویو لارو د بندیدو په صورت کی له دغو الوتنو ګټه پورته کړی او کابل یا خوست ته سفر وکړی او که غوښتل به یی  نو کولای به یی شول چی په کابل کی د بهرنیو الوتکو او یا هم د اریانا افغان هوائی شرکت په وزرونو د نړی ګوټ ، ګوټ ته لاری ووهی .

د زده کړو او د لوړو زده کړو په برخه کی هم د کابل پوهنتون په سیمه کی ترزیاتو پوهنتونونو په لوړه کچه محصلین ټولنی ته وړاندی کول ، هان تردی چی دسیمی دهیوادونو لکه د ایران – پاکستان اوکوزی پښتونخوا – فلسطین – مصر او اردن او ځینی نورو هیوادونو یوشمیر محصلین به د کابل پوهنتون ته د بورس له لاری شاملیدل او خپلی لوړی زده کړی به یی په کابل پوهنتون کی سرته رسولی او دهغی د دیپلوم په ترلاسه کولوبه یی د ویاړ شملی اوچتی ساتلی .

کیدای شی ځینو ته د حیرانتیا وړ ښکاره شی چی د کابل پوهنتون په ۱۳۱۱ لمریز هجری کال کی تأسیس شو خو د تهران پوهنتون په ۱۳۱۳ لمریز هجری  کال کی رامینځ ته شوی ؤ . نوځکه خو په لسګونو ایرانیان محصلین  په کابل پوهنتون کی پر زده کړو ویاړ کاوه .  دویلو ده چی د خوست اړوند پرتو علاقه داریو کی به د څارندوی په نوم ځینی زده کوونکی د اړوند ښوونځی له لوری د خیریه چارو د سرته رسولو په موخه ګمارل کیدل او د هغوی له لوری به هم په ویاړ سره خیریه چاری سرته رسیدلی .   دامنیت او ډاډمن ژوند په برخه کی هم د خوست  داولسونو په زړونو کی د مینی او دنورو په وړاندی د زغم او روا دارۍ روحیه له ورایه ښکاریده او په لیری پرتو کلیوالو سیمو کی به شیعه مذهبه هزاره وروڼه له سنی مذهبه وردګو وروڼو سره یوځای په یوه امام پسی لمونځ ادا کاوه او د یوه کلیوال لخوا پاخه شوی خواړه به یی په مینه سره خوړل .  په هغو غرنیو او له ښاره په لسګونه کیلومتره لیری سیمو کی به هم هیچا د امنیت د خرابولو او د کوم چا د وژلواووینو تویولو هڅه نه شوای کولای ! باید وویل شی چی ددی د ښه امنیت او ډاډ من ژوند ترټولو لوی لامل په افغانی ټولنه کی د قانون مشروعه  واکمنی او د هغی ترڅنګ د کورنۍ د اصل غښتل تیا وه چی د امنیت په ټینګیدو کی یی لویه ونډه درلوده او په ټولنه کی د وژل شوی لوری د خپلوانو او کورنی له خوا د غچ آخستل په ټولنه کی د اوسیدونکو د ډاډ او سکون سبب شوی ؤ .

دلته د شهید استاد حکیم تڼیوال چی په خوست کی د یوه غښتلی والی په توګه دنده سرته رسوله خاطره هم دیادولو وړ بولو چی څنګه د پاکستان د پوځی استخباراتی کړیو په لمسون شهید کړای شو او لوی لامل یی څه ؤ ؟ ویل کیږی چی خوست ته څیرمه د میران شاه قبائلی ضلعی چارواکو پر خوست د حرارتی برښنا د پلورلو وړاندیز کړی ؤ چی ګنی هغوی به په ارزانه بیه څو کیلواټه حرارتی برښنا د خوست ښاریانو د ورځینی لګښت  لپاره د یوه لاسلیک شوی قرار داد له مخی پلوری خو د هغه وخت دخوست والی خدای بښلی حکیم تڼیوال ددی پر ځای چی له پاکستان څخه برښنا تر لاسه کړی په خوست کی د میشته PRT چی د ولایتی بیا رغونی دفتر ؤ او دخوست د بیا رغونی په برخه کی یی مرستی کولی د هغو بندونو د بیا جوړولو لپاره د مالی مرستو غوښتنه وکړه چی څو څلویښت کاله پخوا د وخت د حکومتونو لخوا سروی شوی ؤ او په ډیر لږ لګښت یی کولای شول چی نه یوازی د ټول خوست د اوبو اوبرښنا اړتیا پوره کړی بلکه د ګاونډی پاکستان ځینو سیمو ته به هم اوبه او برښنا ورکوی . کله چی د پاکستان پوځی چارواکو د خدای بښلی تڼیوال دغه عزم او اراده ولیده نو ډیر ژر یی په خپل استخباراتی آغیز  د وزارت په نوم د خوست له ولایته تبدیل کړ چی وروسته له څه وخته یی د پکتیا ولایت د والی په توګه د شهادت لوړ مقام ته ورساوه او دادی چی نن ګورو د اتلس کالوپه تیریدود خوست د تاریخی او اقتصادی مؤقیعت په درلودو هم نه یوازی پرمخ نه یوتللی بلکه د ناتوانه چارواکو په تشو لوظونو پر شا درومو .

نو ځکه خو د هوائی ډګراو داسی نوری لکه  د برښنا پروژی څو څو ځله په راز راز پلمو او بهانو پرانستل کیږی اوزموږ ځوان نسل چی د اتلسو کالو په اوږدوکی پر روزمره ژوند د اعتیاد په تیاره دهلیز کی را لوی شوی او له تیرله برمه ډک  تاریخ سره یی اړیکه نه یوازی شلیدلی ده بلکه دهغی په وړاندی د کرکی او نفرت اورونو یی ټوله هستی اولوی  تاریخ سوځولی ده . نواندیشی هم د ستر تاریخی مسؤلیت له مخی چی لری یی ددغه په ژوندی بڼه  دولایت په ولایت د خپرونی یوه کوچنی برخه را آخیستی ده چی لومړی د آزادی رادیو او د تکړه لیکوال احمد شیبر څخه په ځانګړی مننه چی د خوست ولایت په هکله یی ددی ژوندی پروګرام تابیا کړی وه او  د تکړه شاعر لیکوال زاهد شاه انگار صاحب چی دهغه په مرسته یی تر تاسو دررسوو اوهمدا شانی  د ولایت د مقام د ویاند ښاغلی طالب منګل صاحب څخه چی په دغه بحث کی یی رغنده ګډون کړی ؤ

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

لومړۍ د پروګرام د چلونکی دپوښتنی په پیل کی وویل په خوست کی د حکومت داری په برخه کی  او دخلکو د هوساینی په برخه کی بیلابیلی برنامی پلی شوی او ځینی یی همدا اوس تر کار لاندی دی . زموږ ټوله هڅه همدا ده چی حکومت داری پیاوړی شی امنیت غښتلی شی او په ولسوالیو د خلکو لپاره ملموس او محسوس خدمات وړاندی شی . چی همدی هدف ته درسیدو په برخه کی په دی وروستیو کی د روغتیا په برخه کی ، د اقتصادی پروژو په برخه کی ځینی اړین او مهم اقدامات ترسره شوی دی چی د هغوی له جملی څخه هوائی ډګر – دبرښنا دلین غزول او دسب ستیشن جوړول د صنعتی پارک د ستونزو یو خواته کول په دی اړه د ستونزو رفع کول او دمسؤلیت تر سره کول دی چی موپه دی هکله بوخت یو تر څو دخوست خلکو لپاره زیربناوی پروژی بشپړی کړو . وروسته د پروګرام چلؤونکی  ښاغلی احمد شیبر له زاهد شاه انګار څخه ؤپوښتل چی انګار صاحب تاسو واوریدل چی ښاغلی منګل وویل چی په هوائی ډګر باندی کار شوی دی د برښنا په برخه کی پرمختګ را مینځ ته شوی دی او سب سټشین جوړ شوی دی او صنعتی پارک ته یی هم اشاره وکړه تاسو له دوی سره دا خبره تائیدوی اوکه کومی پروژی چی ستاسو په باورنیمګړی پاته دی کومی دی که لطفأ یی واضح کړاست . ښاغلی زاهد شاه انګار چی ځان یی ناګار واچولو او یوازی دپروګرام د چلونکی دپورتنی پوښتنی په ځواب کی یی وویل چی ما خو د منګل صاحب خبری وانه وریدی خوسلام ورته وایم دهوائی ډګر په هکله څه موده وړاندی چی هلته ورغلی ؤځینی  کارونه شروع دی  او بل اساسی کار د ترمنل لپاره هم معلومات داسی دی چی بودجه ورته منظوره شوی ده او دصنعتی پارک هکله ځینی ستونزی شته له دی سره سره چی ؤلسمشر محمد اشرف غنی کله چی نه میاشتی مخکی یی خوست سفر درلود په هغی وخت کی د خوست پخوانی والی حبیبی صاحب ته پنځلس ورځی وخت ورکړ چی بیاوروسته په دوبی کی چی یو له تاجرانو سره کنفرانس ؤ چی هغه د ویدیډیو کنفرانس له لاری ورسره خبری کولی او زه هم هلته موجود وم تاجرانو ورسره بیاهم داخبره یاده کړه اوبیا یی هم وویل چی زه به  ضرب الاجل ورته وټاکم خو دلته دا د ځمکو او املاکو مسأله ده تراوسه سمه نه ده تصفیه شوی نو کنه کار ورباندی روان دی زه فکر کوم چی اوسنی والی صاحب به دی خبری ته جدی پام ورواړوی او دا ستونځه به هواره کړی .!!

وروسته احمد شیبر دولایت په ولایت د پروګرام چلوؤنکی له ښاغلی منګل څخه ؤپوښتل چی څنګه ده منګل صاحب د صنعتی پارکونو په مسأله کی مشکلات ډیر دی که څرنګه چی انګار صاحب ورته اشاره وکړه .؟ هغه وویل چی دا یوه انکشافی زیربناوی پروژه ده چی پانګه والوته به پکی د پانګی آچونی موقع برابره شی همدا شان زرګونو خلکو ته د کارکولو زمینه برابریږی .

په صنعتی پارک باندی څو کالونه کیږی چی ټولنیزه ستونزه را مینځ ته شوی ده او دلته دولسوالۍ یو شمیر اوسیدونکی ادعا لری چی دغه ځمکه چی صنعتی پاک ته ځانګړی شوی ده هغه ددوی ده خو اوس موضوع محکمو ته تللی ده وبه ګورو او هغوی ته به په طمع شو چی محکمی څنګه ددغه ځمکی په اړه فیصله کوی ؟ خو مو هم دلته دری سوه جریبه ځمکه تصفیه شوی لرو او زموږ سره شته په دی برخه کی د چهار دیوالۍ لپاره یی داقتصاد وزارت ژمنه کړی تر څو ددی چهار دیوالۍ لګښت ورکړی ،

همدا شان ددی والی صاحب لار ښونه کړی ده تر څو ژر ترژره دصنعتی پارک لپاره لین غزونه سروی شی او صنعتی پارک ته برښنا ورکړای شی په دی باندی هم کار روان دی . طمع ده چی دغه کا ربه  په نږدی راتلونکو کی بشپړ شی . ټولنیزی ستونزی موجودی وی زموږ هڅه همداده تر څو دغه ټولنیزی ستونزی هواری کړو هرڅومره ژر چی کیدای شی موږ دغه صنعتی پارک فعال کړو . یوه بله ستونزه همداده چی دلته کوم واړه پانګه وال چی دی چی تر دوه سوه شاوخوا فابریکی موجودی دی دهغوی د جوازونو دنه درلودو ستونزه وه چی زموږ لخوا لارښونه ورته شوی ده تر څو جوازونه واخلی او جوازونه ثبت کړی او خپل هغه په مالیاتو کی چی ستونزه لری له قانون سره ځانونه عیار کړی . همدا شان د ځمکو دویش په برخه کی چی پانګه والو ته ورکول کیږی د طرز العمل مسأله وه چی په دی وروستی اداری جلسه کی دخوست والی له لوری لارښونه وشوه چی په دی برخه کی ټولو پانګه والو او صنعت کارانو ته چی غواړی په صنعتی پارک کی پانګونه وکړی دهغی لپاره سیمینار برابر کړی او په ټولو موضوعاتو باندی یی ؤپوهوی هم دطرز العمل په برخه کی هم د جوازونو د آخستو په برخه کی هم دصنعتی پارک په برخه کی چی کارونه روان دی موږ دا طمعه لرو چی انشأالله دا ټولی ستونزی به یوطرفه شی او ژربه دغه ستونزه هواره شی .!!!

ښاغلی طالب منګل د احمد شیبر ددغه پوښتنی په ځواب کی چی د برښنا په هکله کارونه ترکومه رسیدلی دی داسی وویل : یو خو د وارداتی برښنا د پایو مسأله ده د لین غزولو مسأله ده چی د پایو خبره بشپړه شوی له سید خیلو را دی خو تر سب سټشنه پوری چی د خوست ولایت پوری مربوط دی همدا شان دلین غزونی په برخه کی هم ستونزی درلودی چی هلته یوشمیر کورونه موجود ؤ چی د لین غزونی په سیمه کی او دپایو د نصب په سیمه کی موجود ؤ چی بالاخره والی صاحب ددغه خلکو د کورونو د خاوندانو سره ناسته وکړه هغوی ته یی د اثری پیسی ورکړای شوی او دوی په خپله هغه کورونه څوورځی کیږی چی له مینځه یی وړی دی او دلین غزونی چاری به هم ډیر ژرترژره پیل شی همدا شان د سب سټشن چاری ۹۹ فیصده بشپړ شوی دی او کومه خاصه ستونزه پکی نه لیدل کیږی . بل دداخلی شبکی موضوع ده چی په ښار کی دننه داخلی شبکه دبرق ده دهغوی مټی یا پائی هم ډیر شمیر سیمو ته غزول شوی دی خو هغه شرکت چی دی هغوی ویلی دی هغه سیمنټی پائی چی دی د هغوی له کمبود سره مخامخ دی او کله چی دوی ته دقرار داد له مخی پیسی ورکړای شی نو موږ غوښتنه تری کړی چی ژر تر ژره دغه چاری هم سمبال کړی ترڅو وکولای شو ډیر ژرخوست ته برښنا د غزونی لین او همدا شان دداخلی شبکی او سب سټشن کارونه بشپړ شی .

کله چی د پروګرام چلؤنکی احمد شیبر له زاهد شاه انګار څخه دیوه مدنی فعال په توګه پوښتنه وکړه چی ستاسو په نظر په خوست کی کوم کارونه باید په لومړی سر کی ترسره شی هغه ددی پوښتنی په ځواب کی داسی وویل چی هسی خو که کوچنیو کارونه ووایو په سلګونو کارونه دی چی باید تر سره شی خو له تیر اوه لسو کالو دخوست داولس هیله ده هغه یو دوه بندونه چی ډیر ضرور دی چی هم داوبو بندونه دی او هم  برښنا تولیدوی چی یو د سرکۍ تیږی یا مینځ غوره بند دی چی ددی دسروی کار ۴۵ کاله مخکی سروی شوی او دمترولوژی وسائیل ورته نصب شوی دی اوبل ددوه مونده بند دی چی څه موده وړاندی چی ځینی دوستان خوست تللی ؤ او هغوی دا اعلان هم وکړ چی په دومانده بند به کار شروع شی بله اساسی مسأله ده چی د باچا خان د پوهنتون لپاره د ولسمشر لخوا یو با صلاحیته کمیسیون ټا کل شوی دی ددی چاره ډیره مهمه ده چی ددی لپاره ځمکه برابره شی همدا شان ددی د بنسټ ډبره کیښودل شی  ، بودجه ورته پیدا شی ، چی تر ډیره بریده دا په مرکزی حکومت پوری هم اړه لری ځکه په کمیسون یی دوه تنه وزیرا ن ګډون لری ……. تاسووګورۍ او په خپله قضاوت وکړی چی د اتلسو کالونو په تیریدو او د سلګونو میلیارده امریکائی ډالرو په لګښت دخوست د تاریخی او فرهنګی ولایت د کارونو د پرمختګ په هکله یی ځواب دادی چی هیأت مو ټاکلی دی او بس ډیر ژر به یی نه یواز دخوست غیرتی اولس بلکه د ټول افغانستان او نړۍ په کچه د جلغوزو د هوائی کوریدور څخه ګټه واخلی په داسی حال کی چی د ولایت د قدرمن چارواکی طالب منګل  په جوت او څرګند اعتراف تر اوسه د جلغوزیو د ساتلو لپاره کومه خاصه طرح وجود نه لری . او دټولو مهمه داده چی د ټولی نیمګړی پروژی هم څو واره په ځانګړی توګه د ټاکنو په مهال چی په شعارونودخوارانواومظلوموافغانانو سترګوته دخاوری ورپاشلو فصل ګڼلای شی د ولسمشراود وسله وال پوځ د اعلی سرقوماندان په مبارکو لاسونو پرانیستل کیږی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا