گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » ناټو په بروکســـل،کابـــلوف په اســـلام اباد او جنـــګ په کابــــل کې
ناټو په بروکســـل،کابـــلوف په اســـلام اباد او جنـــګ په کابــــل کې

ناټو په بروکســـل،کابـــلوف په اســـلام اباد او جنـــګ په کابــــل کې

د کابلوف دا نوې مرکه چې د روسیې رسنیو سره وشوه په حقیقت کې د ناټو د روانې ناستې، د چین، روسیې خلاف د دې تړون د راتلونکې لس کلنې ستراتیژۍ او زمونږ په سیمه او هیواد کې د روانو حالاتو سره نیغ په نیغه پیوند لری. په افغانستان کې د ناټو سازمان د سمبولیکې څیرې درلودونکی هغه قوت دی چې په دې ملک د امریکې د یرغل څځه وروسته د حملې د مشروعیت او ملاتړ په خاطر وکارول شو. د اروپا لپاره ناټو د روسیې څخه ځان ساتنه ده. همداعلت دی چې د اروپا ټول یا زیات ملکونه ناټو کې راټاله شوی دی. د ناټو اروپایی انډیوالان هڅه کوی چې د اروپا څخه د لیرې یا د باندې جګړو څخه که هغه هر څنګه وی خو چې امریکا او روسیېه پکې لاس ولری د امریکا په ګټه ملاتړ وکړی تر څو اروپا د امریکا او روسیې د غیږې میدان نه وی. ضمیر کابلوف په روسیې سیاستوالو کې ځانګړی سړی دی چې د دیپلوماسۍ، استخباراتی تجربو او ښه سیمه ییز شناخت څخه برخمن ګڼل کیږی. د ناټوسازمان او امریکا پوهیږی چې نوموړی ولې دا حیرانونکې خبرې په داسې وخت کې وکړې چې د یوه پلوه بروکسل کې د ناټو غونډه روانه ده او د بله پلوه د افغانستان څخه دبهرنیو پوځونو د وتلو نیټه را نژدې کیږی. د بله پلوه امریکا د امتیازونو په منظور د قطر په موافقه کتنه پیل کړې او په نهایت کې کابلوف اسلام اباد ته په دې نیت روانیږی چې لس پنځه لسو ورځو کې به مسکو د افغانستان په اړه د هغه سیمه ییز کنفرانس کوربه وی چې پیل به یې د امریکا،روسیې، چین، ایران او پاکستان نه وشی

او بیا وروسته به د مرکزی اسیا ملکونه هم پکې راګډ شی او هندوستان ته به هم بلنه ورکول کیږی. د نوموړی د مرکې په حواله دې کنفرانس ته به د کابل حکومت اوطالبان نه راغوښتل کیږی او یا به دواړه راغوښتل کیږی خو کابلوف وایې‎ چې ښه دا ده چې یو هم را ونه غواړو، ځکه غونډه به د ناندریو خوا ته کش شی. روسان چې څه وایی په دې معنا نه دی چې همداسې به کیږی، مګر مهمه دا ده چې روسېه یوې سترې سیمه ییزې لوبې ته مټې رانغاړی، کومه چې افغانستان کې روانه ده. امریکایان پوه شوی چې لوبه کې د دوی ګټې په کوم ځای کې څنګه خوندی کیږی. د شراکت تیوری (امریکا، روسیه، چین، پاکستان، ایران او هند) امریکا: اوس امریکا په افغانستان کې د داسې پوځی مقابلې په لټه کې هم نه ده او توان یې هم نه لری چې په کابل کې د خپل لاسپوڅی حکومت د ساتنې لپاره جګړه د پخوانۍ ستراتیژۍ په ادامه جاری وساتی. همدغې مسئلې د مقابلې پر ځای د مفاهمې او نتیجه کې د منطیقوی شراکت نظریه منځ ته راوړه. په دې تیورۍ کې درې خبرې مهمې دی: لومړی: په کابل کې د نوی ګڼ شموله حکومت جوړښت دوهم: افغانستان کې د امریکا جنګی حضور په سیاسی اقتصادی حضور بدلول دریم: د سیمې د طبیعی زیرمو په پراخه پلان کې چې پیکینګ یې پړی لاس کې لری، د امریکا د ځبرځواکۍ ونډه. د شراکت په نظریه کې د دې څخه پرته نور جهانی سیمه ییز اختلافی مسایل هم شته خو د افغانستان او منطیقې په پیوند په دې پورتنیو درې غوښتنو د امریکا او سیمې د یادو دولتونو ترمنځ نظرونه نژدې دی او په دغه چوکاټ کې د افغان قضیې سیاسی حل ته لاره لټوی.

د قطر موافقه د منطیقوی شراکت په تیورۍ کې برابره شوې. څرنګه چې دې موافقه کې د اروپا د سترو دولتونو ګټو ته د هغو د خوښې پام نه دی شوی نو هغو ې د ناټو په چوکاټ کې زړه نازړه مخالفت هم کوی. روسیېه: د سوریې په جګړه کې امریکا روسیې او چین ډیر زور و واهه، خو یوهم په دې بریالی نه شول چې د خپلې خوښې کار سرته و رسوی .دوی په خپل زور حساب کړی وه، مګر د سیمې تضادونو او هلته نوو راټوکیدونکو بحرانونو ته یې پام نه وه. د سوریې په جګړه کې د مقابلې د تیورۍ ناکامی وه چې په سیمه کې یې د مفاهمې او شراکت نظریې ته سیاسی ورشو برابره کړه. روسیه د امریکا په څیر ځان د جهانی نظم کپټن نه ګڼی، خو زمونږ په سیمه کې د برلاسی ځبرځواک ځای ته ځان رسوی. روسیېه غواړی افغانستان کې امریکا او اروپا همداسې د خوږ ګوتې نه ونیسی، څرنګه چې ختیځه اروپا او اوکراین کې غربی دولتونو روسیېه د ژوبل ګوتې را ټینګه کړې وه. اوس روسیې ته ښه فرصت په لاس ورغلی چې د شرقی اروپا خپل جیو ستراتیژیک او د مرکزی اسیا جیو اکونومیک جنګ په افغانستان کې تله ترازو کړی. په دې هدفمند جنګ کې روسیېه او طالبان ځکه زمانی ستراتیژیک دوستان جوړیدای شی چې دواړو ته د داعیش کیسه سمه معلومه ده. داسې بریښی چې روسیې ته نور په کابل کې د یوطرفه موټر ځغلول د زغم وړ نه دی او امریکا هم له دې منډې ستړې معلومیږی. چین: د افغانستان او چین ګډه پوله او افغانستان کې د امریکا سره د اروپا د سترو دولتونو پوځی شتون یو پیچلی تضاد دی. اروپایی دولتونه غواړی چې اسیا د امریکا او چین د سیالیو میدان او د دوی د خرڅلاو مارکیټ وی. امریکا تر یوه بریده دا نظرمنی، خو ټول ځکه نه منی چې یو پلو امریکا او چین خورا ستره سوداګری لری او له بله پلوه چین او امریکا دواړه نه غواړی چې د دوی د ګټو د تضاد څخه دی استرلیا، جاپان او اروپا ګټه واخلی. چین د وسلو څخه پرته د اسیا، افریقا او جنوبی امریکا په هغو مارکیټونو منګولې ښخې کړې د کومو د کنټرول لپاره چې سترو پانګوالو دولتونو لانجې راسپړلې. اوس چین، روسیه، هند، پاکستان او ایران حتا د جاپان په شمول ټوله اسیا پرته د څو وړو هغو ملکونو څخه چې امریکا پکې پوځی هډې او وابسته دولتونه لری، هر یو غواړی چې دا د بندرونو سمندرونو د شتمنیو او مارکیټ د مدیریت د جنګ میدان دې اسیا نه وی. چین په همدې باور د براعظمونو تر منځ د پیوندونو سترې پروژې پیل کړی.

پاکستان او ایران: د شوروی اتحاد یرغل مونږ افغانان د مجبوریتونو او بې وطنۍ په لاره روان کړو، مګر د ناټو یرغل او د دې یرغل سره مل نابلده اسلامی، ملی اوکلتوری ارزښتونو ته د بیباکانو قشر په بلا ګانو تقسیم او د هغو خولو ته ور وغورځاوه .د ۲۰۰۱ کال د بن کنفرانس کې لومړی پاکستان او ایران خپلې غوښتنې تثبیت کړې او د هغې په سیوری کې برخې و ویشل شوې او د همدې برخو څخه یو تپلی حاکمیت د همدغو او جمع یې نورو اهدافو د حصول لپاره منځ ته راوړل شو. یو فلسفی اصل وایی: کوم بخار چې د دیګ نه پورته کیږی په رنګ او وزن کې دهغه څه سره توپیر لری چې دیګ کې جوشیږی: د وابسته او تړلی سیاست خپله برخه پړی ایران او پاکستان ته ورکړل شوی دی او له دې څخه پخوانیو جهادی روابطو پاکستان او ایران د افغان کشالې په سیاسی او پوځی حل کې په دوو هغو سترو شرکتونو بدل کړی چې افغانی سیاسی ټیکه دا ران ور څخه هم ټیکې اخلې هم فتوې. که چیری د افغان قضیې په سیاسی حل کې د دې دوو دولتونو غوښتنې نه منل کیږی، نو حل د مشکل سره مخ کوی او که منل کیږی کیدای شی د افغانستان د ملی ګټو، ملی خلکو حتا ځینو هغو برخو کې د هغو اسلامی اساساتو سره ټکر وکړی چې د افغانستان ملت پرې باور مند دی.همدې ځای کې طالبان ځکه د یوه تاریخی امتحان سره مخ کیږی چې دوی ځانته د دعوې، قوت، اسلامی جوړښت او څه هم د نړیوال باور په اساس اغیزمن ځواک وایی . هندوستان: څه شی ته چې مونږ افغانان او هندیان تاریخی دوستی وایو په حقیقت کې هغه جغرافیوی تضاد دی کوم چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورند په ناروا کرښه او د هند او پاکستان منځ کې د کشمیر په زرخیزه دره کې موجود دی. له همدې امله هند په کابل کې همهغه حکومت ته د ټولو نه ښه دوست وایی چې د پاکستان سره په کشو ګیر اخته وی او هند د خپل قوت او د کابل د مجبوریت څخه په استفادې د کشمیر جګړه په کابل کې وکړی. پاکستان کټه مټه همدا لوبه کوی په کابل کې خپل پلوی رژیم د کابل له لورې بې غمی او کشمیر ته تیاری انګیری، مونږ د هغې څخه زیات د هند او پاکستان په لوبه کې محاصره یوو څومره چې فکر کوو په دې وجه د افغان بحران په سیاسی حل کې د هندوستان رول ته پام په کار دی. نتیجه: افغانستان د سیاسی او پوځی حل په دوه لارې کې د افغانستان د جګړې یواځینۍ حل لاره یواځی سیاسی حل لاره نه ده خو تر دی وخته غوره انتخاب همدا دی. په هر جنګ کې چې سیاسی لوڅې پوڅې شنډې شې نو هلته تیار د جنګ بزغلی کرل شوی وی. د افغانستان شخړه کې یو داخلی اړخ جنګ د چانسونو او متوقعه فرصتونو په هیله اوږدوی. د دې اړخ لپاره جګړه د ژوندی پاتې کیدو او افغانستان کې د اوسیدو وروستنۍ وسیله ده. بل کورنی طرف د جګړې پر ضد داخلی او خارجی موجوده کرکه د ځان په ګټه ګڼی او په دې باور دی څرنګه چې مو حریف سیاست بایللی جګړه یې هم بایلی. په دې شان سیاسی بستر کې وسله او پیسه د جنګ سرنوشت نه ټاکی بلکې د زمان او مکان مسلط حرکت په جنګ د ګټلو او بایللو یو ځانګړی مورال اچوی. همدا روحیه په جنګ، جنګی جهتونو جنګی جبهو او سیاسی دریځونو کې د تصور څخه وتلی تغیرات رامنځته کوی. دا کار د ټولې نړۍ په اوږدو جنګونو کې شوی او په افغانستان کې د همدې حتمی جریان له لارې د نجیب او مجاهدینو متفاوت رژیمونه په ګونډو شول. طالبان په دې باور دی چې وخت د دوی په ګټه او د بن د ائتلافیانو په تاوان روان دی. دوی په همدې وجه سیاسی حل ته هڅې کوی. یوه حل لاره یې ګڼی، مګر د دوی مخالف داخلی جهت د اقتدار په بیلو بیلو جبهو کې په خپلو منځو او طالبانو سره په جنګ اخته دی .دویمه ټاکونکې مسئله خارجی اغیزې دی د څه وړو تاکتیکی تحولاتو سره سره د زمانې د کاروان مخه د سولې خوا ته ده، خو پړی یې د خارجیانو سره دی. د افغانستان جغرافیوی موقعیت خپل تاریخ او د نیمې پیړۍ وروستیو پیښو ته په پام بهرنیان به افغانستان ته داسې سوله ور نه کړی لکه دا ځنې چې ورته د خیال پلو تعریفونه جوړوی، نور ور ته د دین او مذهب تلې ږدی او دا په سیاسی پوځې بهیر کې بې اغیزې تعلیم یافته څه افغانان سوله د ښایسته تابلو په څیر رسموی. ارزوګانې ښه شی دی باید و یې لرو، خو هوښیار منور افغان هغه دی چې د ترخو واقعیتونو په کنډو کپر چاپیریال کې لاره پیدا کړی او هغې لاره باندې د تللو وسایل ولټوی. مونږ د بې ازمونه تیوریو څخه ښه غنی او د اغیزمن عمل څخه فقیره ټولنه یوو. د خواشینۍ ځای دا دی چې زمونږ د اسلامی، ملی او هرډول متشکل حرکت پړی ځنې هغو لوستو انسانو ته لاسو کې ورکړل شوی چې جومات او حجرې ته د تلو لار ور څخه ورکه ده، مګر پردی نابللی میلمانه چې یې کور ته را روان وی، نه یواځی لارې ګودرې ور ته جوړوی، بلکې لارې ورته په بڼو جارو کوی.

د افغانستان د ژوند او مرګ په دې قیمتی وخت او د سولې په دې سرنوشت جوړونکی پړاو کې زمونږ ستره سیاسی تشه او ټولنیزه بد مرغی دا ده چې مونږ په خپل وطن کې مبازین لرو خو د مبارزې پر ځای کې نه سازمان لرو او نه مشران. له مونږ څخه د نن ورځې سوالونه ځوابونه غواړی. د سلو خیالی تیوریګانو او تا ویلی ما ویلی نه دا ډیره ښه ده چې د وخت د مسلط تضاد سولې او جګړې، محرومیت او نیکمرغۍ، واک او بیواکۍ اوسیاسی بې اتفاقۍ او اتفاق په پیژندنه لومړی په خپلو ځانونو یو د بل د منلو او زغملو یوه نوې روحیه عملې کړو او بیا یې خپلې رنځورې ټولنې ته د ټولنیز ملې فکر په توګه مخ ته کیږدو.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا