گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » نوروز اوخوست توغ که ملی بیرغ؟
نوروز اوخوست توغ که ملی بیرغ؟

نوروز اوخوست توغ که ملی بیرغ؟

دنواندیشی یادونه : هیڅوګ له دغه ښکاره او  تاریخی لرغونی واقیعته سترګی نه شی پټولای چی نوروزپه فلسفی بنســـټ  د هستی او کائناتو د لومړنیو تعاملاتوروښانه اود پر مختګ  ځلانده  هنداره ده  هلته چی بنیادم ځمکی ته نه ؤ راغلې او یوازی د هستی خالق الله ج د یوی پر عقل ولاړی  ډیالکتیــــکی نقشی له مخې  د ” کن ” یعنی چی په اوسنی پرمختللی  فلسفه کی یی د  ” مکان ” نــــوم خپل کــــړی ”

لکه چی الله ج د قرآن پاک د  انعام  سوری په ۷۳ آیت کی وَهُوَ الَّذِی خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بِالْحَقِّ ۖ وَیَوْمَ یَقُولُ کُنْ فَیَکُونُ ۚ قَوْلُهُ الْحَقُّ ۚ وَلَهُ الْمُلْکُ یَوْمَ یُنْفَخُ فِی الصُّورِ ۚ عَالِمُ الْغَیْبِ وَالشَّهَادَهِ ۚ وَهُوَ الْحَکِیمُ الْخَبِیرُ دغه روڼ حقیقت ته دیوه علمی واقیعت په توګه اشاره کوی که څه هم ځینی د لنډ  فکرخاوند قرآن پیژندونکی ” کن ” د یوه غیر عقلانی مفهوم په  توگه معرفی کوی او عقل د الله ج  له لوری مخلوق ګڼی خو له هغه ځایه چی الله ج ذات دی او په خپله علیم او خبیرهم  دی له ټولو هغو تعاملاتو چی په ځمکه اویاهم ګرده هستی کی ترسره کیږی لوړ بللی شی  . له دغه لنډی سریزی څخه دا څرګندیږی چی نوروزله انسان څخه ړومبی  پر هستی او کائیناتو باندی د ځواکمن قدرت هغه سرود دی چی بنیادم ته په یوازینی میراث پاته شوی دی . نو ځکه خو ویلای شو چی نوروز د بنیادم څخه وړاندی د کائناتو او هستی کالنۍ ترانه ده چی وروسته انسانانو د خپلو شر ا ئطو په تقاضا نمانځلی دی ، لکه څنګه چی ګورو په ننی نړی کی هم دغه ورځ د ټولنی د سیاسی ، فرهنګی او اقتصادی شرائطو ته په پام کی نیولو سره تردی چی د افغانستان په څیر کوچنې جغرافیا کی د ټولنی د ذهنی او فرهنګی شرائطو په پام نیولو سره په توپیر سره تر سره شول

داسی چی د افغانستان په شیعه مذهب ولاړ میشتو هیواد وال یی د ” توغ ” په نوم چی د یوه تاریخی مذهب استازی توب کوی اوچتوی خو لکه څنګه چی د خوست په علم مینو اولسونو د پوهی او عقل له مخی د یوه مذهبی ” توغ ” پرځای د افغانستان ملی بیرغ اوچت کړ چی بی له شکه د خوست دمیړنیو اولسونو دغه نوښت به دانسانی تاریخ یوه داسی بیلګه وی چی کله به هم د نوروز د فطرت ددغه جشن په وړاندی د څه ویلو جرئت ونه کړی . دادی په دی توګه دری هغه جلا جلا راپورونه ګوری چی په خوست کی د نوروز د نمانځلو د څرنکوالی په هکله چمتوشوی دی .

دلته لازمه بولو چی د آزادی رادیو ، مشال رادیو او د هریوه لیکوال او څیړونکی  ښاغلی نجیب الله الوخیل همدا شانی محترم اسدالله فروتن څخه د زړه له اخلاصه مننه وکړو .دملی رادیو تلویزیون له گران خبریال څخه دزړه له کومی مننه کوو . 

____________________________________________________________________________

دلته په خوست کی هم د نوی کال د لومړی ورځی یا نوروز د نمانځلو په مناسبت ډیر تدابیر نیول شوی ؤ او ځانګړی پروګرامونه پر مخ بیول کیدل . په خصوصی توګه هم دخوست په ځینو سیمو لکه د ککرک بابا ، فارم باغ کی ، په میلمه کوټ کی او ځینو نورو تفریحی ځایونو کی د نوروز مراسم تر سره شول .

خوسږکال یی توپیر داؤ چی دخوست ښاروالۍ او دخوست د ولایت مقام لخوا دخوست په تفریحی پارک کی ډیر مجلل او ستر مراسم چی تقریبأ زرګونو کسانو پکی برخه آخیستی وه نوروز په ډیر برم سره ونمانځل شو . ترټولو زیاته د پام لرنی وړخو لاداوه چی خوستیانو د توغ پرځای سږکال یو لوی ملی بیرغ اوچت کړ چی د ټولو ګډون کونکو پام یی ځانت را وګرځاوه .

بل لوری ته د خوست یوه مدنی فعال ، لیکوال او ژورنالیست اسدالله فروتن دخپلی مرکی په ترځ کی وویل چی په خوست کی هم نوروز له ډیر پخوا وختونو لمانځل کیږی او خلک په دغه ورځ نوی کالی آغوندی اوپه دغه ورځ کی خلک نوروزی خواړه یعنی ( ډنډًکۍ  ) په هره بیه چی تیاروی

 

همدا شانی د ملی رادیو تلویزیون خبریال د یوه راپور په ترځ کی خبر ورکړ چی په خوست کی هم له ډیره وخته راپدی خوا دنوروز جشن نمانځل کیږی او خلک دملی آتڼونو ترڅنګ د خوښې میلی ترسره کوی   دلته دغه راپورونه په لنډ ډول ترتاسو دررسول کیږی . 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا