گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د نوښتگرهـنرمند اوسندرغاړی جاوید امرخیل په ویاړستاین غونډه!
د نوښتگرهـنرمند اوسندرغاړی جاوید امرخیل په ویاړستاین غونډه!

د نوښتگرهـنرمند اوسندرغاړی جاوید امرخیل په ویاړستاین غونډه!

خوست فرهنګیانواو لیکوالواو د سولی پیغام د رادیو په ځانګړی توګه د تکړه  شاعر اوپیژندل شوی  لیکوال ښاغلی زاهد شاه انګار په نوښت کابل کې د هیواد نوښتګر سندغاړی جاوید امیرخیل ته د ستاین غونډې تابیا کړې وه.

لومړی ښاغلی انګارد تکړه هنرمند او سندر غاړی جاوید امر خیل د هنر او ادب په لاره یی دهغه هلی ځلی وستایلی او د خوست دادبی بهیر په استازیتوب یی دهغه په ویاړ دجوړی شوی ستاین غونډی د جوړیدوپه انګیزه خبری وکړی او زیاته یی کړه چی موږ د حکومت او بهرنیو اوکورنیو بنسټونو له مرستی پرته هوډ کړی دی

د هیواد د تکړه شاعراو سندرغاړی جاوید امرخیل دوینا څو ټکی چی دده په ویاړ خوست میشته فرهنګیانو په کابل کی جوړه کړی وه  

چی د جاوید امرخیل په څیر له نامتو هنرمندانو او سندر غاړو څخه به د ستاین غونډو په جوړولو ستاینه او درناوی کوونو ځکه خو موږ هم داځل د هیواد دنامتو سندرغاړی او هنرمند جاوید امرخیل څخه ددرناوی په موخه غونډه رابللی ده او دغه تکړه او ځوان نوښتګر هنرمند جاوید امیرخیل ته ایوارډ او ستاینلیک ډالۍ کوؤ ،

دهیواد سپین ږیری  اکاډمسین سلیمان لائق ، ډاکټر نورالحبیب نثار او ډاکتر نورمحمد مراد ته د درنښت لونګۍ ور وتړل شوې او اغلې سهیلا حسرت ته د خوست د مزرین صنعت، څپلۍ ډالۍ شوې.ښاغلی امیرخیل د ځوانانو چارو دروند معین ډاکټر کمال سادات له خوا هم په ایوارډ او ستاینلیک وستایل شو.

غونډه کې پر خوست سربیره د ګڼو ولایتونو وتلیو فرهنګیانو، لیکوالو او شاعرانو پراخ ګډون غونډه لا درنه کړه.غونډې ته اکاډمسین لایق صیب، نثار صیب، ډاکتر صیب کمال سادات، وحدت صیب، همیم صیب او زاهدشاه انګار ویناوې وکړې او ښاغلی امیرخیل هم په خپلو خبرو کې د ده لپاره د ستاینغونډې له تابیا کوونکو اوګډونوالو مننه وکړه.همدا شان ددغه لمانځ غونډی څخه ددرناوی په موخه تکړه هنرمند ښاغلی جاوید امرخیل په خپله فیس بٌک پاڼه کی دیوی لنډی شانی یادونی په ترځ کی داسی کښلی دی :

تېر ماښام د خوست فرهنګیانو او روشنفکره ځوانانو د یوې عظیمې غونډې په ترڅ کې زمونږ هنری هڅې وستایلې. دغې سترې غونډې ته ډیردرانه شخصیتونه رابلل شوی وو او ډیره مینه او سرلوړی یی راکړه. دوی زما هنری هڅې د ستاینلیکونو او ایوارډونو په را ډالۍ کولو ولمانځلې.

زه د دغې ستاینغونډې له ټولو جوړوونکو په ځانګړې توګه له شاعر او لیکوال ذاهدشاه انګار۔ فرهنګی شخصیت الیاس وحدت۔ د ځوانانو چارو معین ډاکټر کمال سادات نه ډیره ډیره مننه کوم اوکورودانی ورته وایم.یادې غونډې ته دګڼومشرانوفرهنګیانوترڅنګ اکاډمیسین سلیمان لایق صیب۔ډاکټرنورالحبیب نثاراودرنه خورسهیلا حسرت نظیمی هم راغلی وو چې زه یی منندوی یم.

له ټولو ځوانو شاعرانو او لیکوالانو هم مننه کوم چې نه ستړې کېدوونکې هیلې ځلې یې وکړې او د غونډې په ترتیب او تنظیم کې یې فعاله برخه درلوده.

د غونډې په مینځ میځ کې وتلیو شاعرانو شعرونه هم واورول او په پای کې د جاوید امیرخیل ” پاڅیږه وطنه ” سندره په ویډیویی بڼه په لومړی ځل وغږول شوه

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا