گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دراتلونــکو ټاکـنو تیـاره انځـور!
دراتلونــکو ټاکـنو تیـاره انځـور!

دراتلونــکو ټاکـنو تیـاره انځـور!

د ۲۰۰۴ کال ولسمشریزې ټاکنې په بشپړ ډول د امن فضاء کې تر سره شوې، او د توقوع پر خلاف ډیرو خلکو پکې برخه واخیستله. ولی د ۲۰۰۹ کال ټاکنې ډیرې نا امنه او خونړۍ پیښې وشوې، د مخکینی ولسمشر حامد کرزی او ډاکټر عبدالله تر منځ ناندریو زور واخیست، او د نړیوالی ټولنې ځینو هیوادونو هڅه کوله چې ډاکټر عبدالله واک ته ورسیږی.د ۲۰۱۴ کال ولسمشریزې ټاکنې په بشپړ ډول تیروتنه وه، موږ د ۲۰۱۰ کال ولسی جرګې او ۲۰۰۹ کال ولسمشریزو له فساد څخه ډکو ټاکنو تجربه مخکې درلودله، بل داچې دا تجربه هم وشوه چې ټاکنې د افغان جګړې د حل لاره نه ده،

په کار وه چې د ۲۰۱۴ کال ټاکنو پر ځای د داسی حکومت لپاره کار شوی وای چې افغان شموله او سولې ته د رسیدو څرک پکې لیدل کیدای.که ټاکنې د افغان کشالې د حل لاره وی، بیا خو ښه ده چې په قوت سره خلک پکې برخه واخلی، که د ټاکنو د لارې موږ سولې ته رسیدلای شو، بیا باید په ټاکنو کې خلک په قوت سره برخه واخلی، ولی تیرو تجربو وښودله چې نه یوازی د حل او سولې ته رسیدو  لاره نه ده، بلکې پراخ فساد پکې کیږی. او د ټاکنو پر مهال هر نوماند د سولې شعار مخکې کوی، سوله د سیاست قربانی کوی.اوس چې د ولسې جرګې د ټاکنو لپاره نوم لیکنه جریان لری، او د نوم لیکنې بهیر کې د خلکو ګډون ډیر کم رنګه دی، ځکه افغان ولس په ټاکنو باور د لاسه ورکړی دی.تیر ځل چې د ۲۰۱۴ کال ولسمشریزې ټاکنې وشوې، هغوی چې د خپلو مړو جسدونه یې په کور کې پټ وساتل او د ټاکنو مرکز ته ولاړل خپلې رایې یې وکارولی، هغوی چې د خپلو مړو فاتحې اخیستل یې وځنډول او د رایې ورکولو مرکزونو ته ولاړ، هغوی چې د رایې ورکولو له امله یې د لاسونو ګوتې پری شوې، هغوی چې له بهر څخه د خپلې رایې د حق کارولو لپاره راغلل، د ټولو رایې هدر او په سپکه ورته وکتل شول، هغوی چې ډاکټر غنی ته یې رایه ورکړې وه چې ولسمشر شی، او هغوی چې ډاکټر عبدالله ته یې رایه ورکړی وه چې ولسمشر شی، د هیچا رایې ته د هغه د حق په سترګه ونه کتل شول، پایله دا چې د هغه وخت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیری د ډاکټر عبدالله او ډاکټر غنی ترمنځ د ګډ حکومت جوړولو پریکړه وکړه،

او دواړو د خپلو خلکو د رایو سره جفا وکړه.دا چې ټاکنې د سولې بدیل نه دی، او ټاکنې په لوی لاس بحران لور ته روانې دی، ځینې لاملونه یې داسی ښکارې چې امریکا او افغان حکومت هم د ټاکنو لپاره منظم پلان نه لری، او ځینې کړۍ په لوی لاس هڅه کوی چې ټاکنې بحرانې شې، پرته له دی چې طالبان یې مزاحمت وکړی، په کور دننه د ټاکنو لپاره د بحرانې کیدو کمپاین روان دی، ولی د بحرانی کیدو پړه به بیا هم افغان حکومت او نړیوال پر طالبانو ور اچوی.     ۱ – مخکې له دی چې د ۲۰۱۸ کال د ولسی جرګې د ټاکنو وخت د ټاکنو کمیسون لخوا اعلان شی، په بېلابېلو وختونو کې د ځینې بېلابېلو حکومت پلوه ادرسونو څخه دا خبره ډنډوره کېدله  چې طالبان به دا ځل ټاکنې تحریم کړی، او دا به طالبان په  خپله ګټه وبولی. په لوی لاس د ټاکنو مقابل کې د طالبانو هڅولو ته هڅه کیدله.۲ – د ولسی جرګې ټاکنو لپاره د نوم لیکنې لپاره دوه میاشتې وخت ورکول شوی وو، په داسی حال کې چې پر تذکرو به سټیکر هم نښلول کیږی، چې دومره لنډ وخت کې نوم لیکنه شونې نه ښکاری. که څه هم وروسته وخت یوه میاشت تمدید او کیدای شی نور هم تمدید شی، خو لومړی ځل دوه میاشتې اعلان په دی معنی چې د ټاکنو لپاره سم پلان او هوډ شتون نه درلود.۳ – په ټاکنو کې د نوم لیکنې کم رنګه ګډون اړوند د ډاکټرغنی اوډاکټر عبدالله  څرګندونې چې په خپلو څرګندونو کې یې روښانه کړه چې د خلکو ګډون د نوم لیکنې پروسې کې کم دی، د دوی څرګندونو پر ولس  نورهم منفی اغیر وکړ، په کار وه چې دوی دا ډول وضاحت نه وای کړی، بلکې خلک یې باید هڅولی وای، او د نوم لیکنې پروسه یې سمه او کامیابه ښودلې وای.

۴ – د نوم لیکنې لپاره یې د تذکرو لپاره سټیکر اړین وګاڼه، خو لږ وروسته یې د بریښنایې تذکرو د ویش لړۍ د ډاکټر غنی لخوا پېل او د اجرایه مشر ډاکټر عبدالله له خوا یې مخالفت وشو. که رښتیا هم د بریښنایې تذکرو د ویش هوډ دوی درلود، باید د نوم لیکنې د بهیر سره سم یې د تذکرو ویش پېل کړی وای، او په تذکرو د سټیکر لګولو اړتیا به هم نه لیدل کېدلای.

۵ – د ټاکنو د خپلواک کمیسون او ټاکنو د شکایتونو د کمیسون مهمو غړو د دارلانشاء رئیسانو استعفی، ځکه چې د حکومت لخوا یادو کمیسونو ته لارښوونه شوې وه چې د تذکرو په کاپی باندی د سټیګر نښلول ومنی، او د دواړو کمیسونو د دارالانشاء رئیسانو او دوو نورو غړو یې مخالفت وکړ.۵ – په کابل او ځینو ولایتونو کې د نامعلومو وسلوالو لخوا د ټاکنو پر مرکزونو بریدونه، داسی بریدونه چې ډیره مرګ ژوبله له ځان سره لری.پورته او ځینو نورو مواردو ته په کتلو داسی ښکاری چې د ټاکنو لپاره رڼه تګلاره شتون نه لری، دا ټاکنې به بحرانی کیږی، جنجالی کیږی به او بیا به د ۲۰۱۹ ز کال ولسمشریزوټاکنو لاره ډب کیږی، تر څونړیوال او افغان سیاستوال د اوسنی حکومت پر اوږدیدو غور وکړی. د اوسنی حکومت چارواکی به هم هڅه کوی چې د خپلې واکمنۍ د ۵ نورو کلنو د دوام لپاره پرته له ټاکنو کومه لاره پیدا کړی.

د فبروری ۶مه ۲۰۱۸، مسیر ورځپاڼې راپور ورکړ : ” امریکا غواړی له ولسمشریزو ټاکنو پرته د ګډ حکومت موده پنځه کاله نوره اوږده کړی. د همدې فورمول د تطبیق لپاره مهمو امریکایی استازو د تېر جهاد له ځینو مشرانو او سیاسی مخکښانو سره لیدلی دی.امریکایانو دوی ته ویلی، چې غواړی «قیادی شورا» جوړه کړی او همدا شورا به د دوی د فورمول تایید او له تطبیق سره به یې سره خوځوی.ورځپاڼه کاږی، امریکایانو له پخوانی ولسمشر حامد کرزی، عبدالرب رسول سیاف، ګلبدین حکمتیار، انوارالحق احدی، کریم خلیلی، حامد ګیلانی او ځینو نورو مشرانو سره لیدلی دی.امریکایانو دوی ته د دې هوکړی په بدل کې لوی امتیازات منلی، خو له یادو کسانو ځینو انکار کړی او ځینو ورسره په مشروط ډول د هو سر ښورولی. “

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا