گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » نیت مودمکې دی روان یوبرموداته
نیت مودمکې دی روان یوبرموداته

نیت مودمکې دی روان یوبرموداته

زه په پردیو باندی زمونږ د حکومت په ډول تکیه  کول د خپل ملی غرور توهین او د پردیو د تیری په وړاندې مبارزه د افغانانو حق ګڼم. د تیری کونکی په واړندې د مقاومت او مبارزې له اصل سره د مخالفت تصور هم نه کوم، خو کله چې خبره د افغان سینې ته د بل افغان لخوا نیول شوی توپک ته رارسیږی نو بیا وایم چې دلته د پردیو لخوا د پردیو ګټو لپاره په پردیو باروتو او پردیو توپکو جګړه روانه ده. د سون توکی یې مونږ یو. هیواد زمونږ ورانیږی او زیانونه یې زمونږ ټولنه په اوږه وړی.د افغانانو ترمنځ په جګړه کې مو که کله هم فکر وکړ چې څوک ووژل شو، جګړه د څه لپاره وه، غرناطه او که ټول اوندلوس فتحه/بیرته ونیوله، غازی او شهید په څه باندې ایمان درلوده. هاغه بوره مورکئ څوک ده، یتیمان څوک دی، نو بیا پوهیږو چې دلته روانه جګړه که د ځانی دفاع لپاره مجبوریت  وی او مشروعیت هم ولری، خو قطعاً د ویاړ ارزښت نلری.امریکایان چې پوه شول په افغانستان کې روانه کړې جګړه یې له ملی ګټو سره سمون نه خوری نو هغه سرسخت دښمن ته خورا د لوړې کچې  امتیازات ومنل چې یو وخت یې په خپلو کورونو کې د اوسیدو په جازه باندې پخوانی ولسمشر حامد کرزی ته سخت ګواښ کړى وو. طالبان یې په کور کې اوسیدو ته نه پریښودل. دواړه افغان لوری یې داسې  د یو بل په تقابل کې ودرول چې اوس د پخوا په پرتله جګړې څو ځله زیاتې شوې ملکى تلفات لوړ شو دولتی بنسټونه ونړیدل، ملی شتمنئ لوټ شوې ولسوالیو سقوط وکړ اوس د ولایتونو د سقوط نښې هم لیدل کېږی. عجیبه خو لا داده چې ارګ  اوس هم د خپلو مدیریتی ستونځو د منلو پرځاى د ګواښونو ژبه کاروی، د دښمن د محوه کولو دړکې کوی، لاپې وهی. سولې ته د لابی کولو پرځاى له ولس څخه غواړی چې دغه ټکنى امنیتی وضعیت د نورو شپږو میاشتو لپاره وزغمی. طالبانو د جګړو خوا نیولې ده. د بشپړې عسکری بریا په لټه کې دی. البته له جنګی بریا وروسته ستونځې نه ارزوی او د شرائطو په حساسیت باندی فکر نه کوی.که تیر تاریخ ته د کتو جرئت وکړو نو شک نشته چې زمونږ په هیواد کې روانه څو بُعدی جګړه قطعاً فاتح نلری. خلقیانو د خپلې کودتا بریا ته عجیب او غریب اصطلاحات کارول، خو ومو لیدل چې پایله یې څه شوه. مجاهدینو نظامی بریا ترلاسه کړه خو په خپله سره ونښتل. هر څه په سیند کې لاهو شول. طالبانو همدغه شان نظامی بریا لاسه کړه خو جګړه روانه وه. د طالبانو مخالفه جنګی جبهه او له غرب څخه راستانه شوی د امریکا په ملاتړ دومره افراطی ونازیدل چې انسانیت یې په یادولو شرمیږی، خو اوس یې پایله وینو. اوس حکومتی اړخ او طالب سره په تقابل کې دى. مونږ یې وینو چې په واقعی توګه سولې ته هیڅ اړخ ژمنتیا نلری او انجام یې هم راته خطرناک ښکاری.طالب اړخ د خپلو نیمګړتیاو ژوندى تاریخ لری، خو که احیاناً د ارزونې په لاملونو یې تمرکز وکړی نو ستونځه حل ده.  ارګ هم د غولولو تګلاره تعقیبوی. فکر نه کوی چې دلته امریکا او ناتو راغلل ټول زور یې وواهه خو جګړه یې مهار نکړاى شوه، نو ښاغلى ولسمشر د کومې محاسبې پربنسټ له ولس څخه غواړی چې اوس خپل وژل شوی بچیان هدیرو ته یوسی او شپږ میاشتې وروسته به هرڅه سم شى،بله لا داده چې جګړه لګښتونه غواړی. اوس چې لاهم بهرنیان په بشپړه توګه وتلی نه دی. لګښتونه هم زمونږ امنیتی ځواکونو ته ورکوی بیا هم نه پوهېږم ولسمشر د کومو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د پرمختیایی پروژو پیسې یوولس ملیارده افغانئ نظامی برخې ته ورکړی او پروژې د ځڼد ښکار شوی.

دا لا د پټی سر ده پټى شاته سورور ده. که امریکا او ناتو په ګډه په شلو کالونو کې دلته روانه جګړه قابو نکړه نو مونږ باید نور په جګړه باندې نه بلکې په سوله تمرکز وکړو.طالبانو ته مې په خپلو لیکنو کې لمن  وغوړوله چې جګړه ګټونکى نلری.  له امریکا سره په سوله کولو مو د ولس باور له لاسه ورکړ. په افغانستان باندې په یوازې سر حکومت کول ناشونئ کار دى. تاسو د اوسنی افغانستان د مدیریت په خد او خال نه پوهیږئ. افراد مو د  ښاری ټولنو له غوښتنو سره د ځان جوړولو وړتیا نلری، نو ټولنه ستاسو عادی کړنو ته هم غبرګون ښئی. اوسنى افغانستان ستاسو تر تصور ډیر بدل دی. د استانبول د غونډې له تحریمولو وروسته مو د سیاست په لوبه کې مسلسلې ماتې وخوړې. د نظامی بریا محاسبې مو هم په سهوو ولاړې دې. د ملکی لوړو تلفاتو له امله مو معنوی ضربه وخوړه.متأسفانه چې ډیرى طالبان د نظر اختلاف او انتقاد ته اقلاً د غوږ نیولو تاب هم نلری. هر ډول مخالفت د دین له ادرس څخه د خپل تعبیر پربنسټ ردوی. لرلید یې په خپلو ځانی مفروضو ولاړ او د خپلو افرادو په فکری روزنه کې ژوره ستونځه لری. خپلې غلطیانې نه منی. په حیرانونکو دلائلو یې توجیه کوی. ځانونه ورته سپین چرګان او د هغوى د دریز هر مخالف ورته د امریکا ګوډاګى او سیکولر ښکاریږی.  دغه ډول ټولنیز توپیرونه به ومنو خو د دین له ادرس څخه ردول یې بدې پایلې درلودلاى شی. د ښار میشتو اکثریت زده کړی خلک دی. هغوى استدلال کوی له مقابل لوری څخه هم د علمی ځواب تمه لری.کیداى شی د دواړو خواوو مشران سم وى خو چاپلوسانو غلط کړی دى. چاپلوسان ورته وایی چې په خوب کې مې په سپین اس باندی سپور بیرغ په لاس کې ولیدلې چې په کابل وروختئ. ملت ټول یوازې تاسو رهبر منی. تاسو د هیواد د نجات پریښته یاست. که تاسو دغه خاوره رهبرى نکړئ نو د تباهی کندې ته به وغورځی. مشران هم نه له ولس څخه خبر دی او نه له ولس سره اوسیږی. فکر کوی چې واقعاً ملت یوازې هغوى له سمندری توپان څخه د نجات ساحل ته رسولاى شی.زه منم  چې موجوده حکومت د فساد ریښې لری د زورواکانو مجموعه ده، په ډیرو مواردو کې د پردیو د لاس اله ده او ډیرى چارواکی دلته یوازې د د خپلو ناوړه ګټو لپاره اوسیږی. مګر زمونږ دوستان باید دومره درک هم ولری چې نظام او حکومت توپیر لری. افغانانو د داودخان د نجیب او د طالبانو د نظام په نړولو کې زیان ولیده.  نیم ښوره نظامونه مو ړنګ خو بل بشپړ نظام مو جوړ نکړاى شو.بس ده! نور نظامونه ړنګول نه، بلکې رغول او سمول غوره کړنه ده. بله داچې د اوسنی نظام نړول هم نور غبرګونونو را پاروی. نه غواړم په یوه بله جګړه کې ښکیل او یو بل ناورین سره مخ شو.  زمونږ هیواد به تر څو د نظامونو لابراتوار وی. که په بن کې طالبانو د نظام برخه ګرزیدلی واى نننى ناورین به نه وو خو دغو مفسدینو هغه مهال د خپلو ګټو لپاره طالب نفى کړ، چې حال یې اوس مونږ ټول د سر په سترګو وینو.که مونږ له سلګونو منتقدینو علماو څخه یوه ړوند مقلد ته ترجیح ورکوو، که مونږ فکر کوو چې زمونږ د تګلارو مخالفه علمی ډله باید حذف  شی، زمونږ ټولنه باید کټ مټ د لویدیزې ټولنې په څیر ننداره وړاندې کړی، زمونږ کدرونه باید له هیواد څخه وتښتی او یا ووژل شی، زمونږ  مخالف سپیڅلی علما او د تحلیل وړتیا لرونکی خلک باید محوه شی، په مونږ باندی هیڅوک انتقاد ونکړی، زمونږ هیواد  محتاج واوسی، زمونږ ښارونه  ویجاړ شی، زمونږ ټولنه  د منځنیو پیړیو د خلکو په شان فکر وکړی، زمونږ ولس بیرته مغارو ته وګرزی، نو یقیناً ویلاى شم چې دغه فکر مو  مکې ته د رسیدو پرځاى د برمودا مثلث ته رسوی چې هلاکت به مو په برخه وی. که مونږ  په هیواد کې د روانې فاجعې، پراخو ملکی تلفاتو، روان بشری ناورین،  د سرک په منځ کې د وژل شوی ماشوم لیدلو، د ولسونو د جبری مهاجرتونو د روغتون او پوهنتون په بمبارولو وروسته هم ټکان نه خورو او جګړه د بریا لاره ګڼو، نو وطنه الله دې مل شه!

برمودا مثلث ، چې د شیطان مثلث او د دجال مثلث په نومونو هم پیژندل کیږی ، د شمالی اتلانتیک بحر لویدیزه برخه کې یوه لږ شان یا هم په نرمه توګه تعریف شوې سیمه ده چیرته چې ویل کیږی یو شمیر الوتکې او کښتۍ چې دغې سیمې ته رسیدلی په مرموزه توګه ورکې شوی دى او بیا یې هیڅ ډول څرک نه دى لګیدلى. ځینې معتبر سرچینې دا نظر ردوی چې کوم راز دې شتون لری.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا