گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » نیمه شپه اودکندهارپه دارالخلافه کی دروژی دمیاشتی لیدل !
نیمه شپه اودکندهارپه دارالخلافه کی دروژی دمیاشتی لیدل !

نیمه شپه اودکندهارپه دارالخلافه کی دروژی دمیاشتی لیدل !

که څه هم د روژی بختوره میاشت له ټولو” سیأ ” سی معاملاتو پرته باید وارزول شی خوپه ډیره خواشینی سره چی سږکال بیاهم دنورو کالونو په څیر په داسی حال کی چی طالبان پر افغانستان دیوی خپلواکی  او آزادی واکمنی او په یوویشتمه پیړی کی د انسانی ټولنی د مدیریت د چارو د پرمخ بیولو مدعیان دی لومړیی یی ویلی او خبر یی ورکړی ؤ چی نن دوشنبه به د طالبانو دستری محکمی د میاشتی لیدلو کمیټه غونډه کوی او وروسته به بیا د رسمی فتوی په توګه خپریږی . خو ناببره د طالبانو سترې محکمې د یکشنبې په ورځ د شپې ناوخته اعلان وکړ چې د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې یو شمېر کسانو د روژې میاشت لیدلې او د دوی شرعي محکمو ته یې په دې اړه شاهدي وړاندې کړې، چې شاهدي یې د شرعي پلوه معتبره بلل شوې ده.د طالبانو د سترې محکمې له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د دغو کسانو تر شاهدۍ وروسته دوی پریکړه کړې چې سبا دوشنبه – د کب ۲۱ مه به په افغانستان کې د روژې لومړۍ ورځ وي. اوس پوښتنه داده چی آیا دمیاشتی لیدل او نه لیدل هم باید د هیواد ددارالخلافه سره په جوختی سیمی سره تړلی وی؟ اوآیا دروژی میاشت دومره وړوکی ده چی یوازی دکندهاری دارالخلافی سره دنږدی واټن په شاوخوا کی به لیدلای شی اوپه نوره اسلامی اودطالبانوپه وینا کفری نړی کی به دلیدلو وړ نه وی ؟ خو ټول پوهیږی چی غواتوره او شیدی یی سپینې دی !

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا