گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دبسیج مردمی په نوم نوی ډرامه که په ارګ کی دپاته کیدو دناکامــــه ملیشائی هـــڅو انــــځور!
دبسیج مردمی په نوم نوی ډرامه که په ارګ کی دپاته کیدو دناکامــــه ملیشائی هـــڅو انــــځور!

دبسیج مردمی په نوم نوی ډرامه که په ارګ کی دپاته کیدو دناکامــــه ملیشائی هـــڅو انــــځور!

راځئ ومنو چې امریکا یوه زبرځواک هیواد دى. په نړئ باندی لا اوس هم حکومت کوی. په نړیوالو مسائلو کې تقریبا اخری پریکړه همدغه هیواد کوی. په نړیوالو کړکېچونو او پیښو کې غوښن رول لری. مونږ ولیدل چې د دغه هېواد په دښمنی دوستی ژمنو تعهداتو توافقاتو او خبرو  کې دغه هېواد نه کوم معیارونه لری نه نورمونه. نه په دوستی کې ورباندې اعتماد کېږی او نه هم په مشارکت باور لری. نه په ژمنو باندی د وفا کولو په کیسه کې دى او نه هم په دوستی او دښمنی کې سرې کرښې لری. نه انسانی ارزښتونو ته ژمن هیواد دى او نه هم ټولنیز کلتور پیژنی. یوازې دالر دی چې د هغوى واک او ځواک یې خوندی کړى دى. لګښتونه کوی، ریسک اخلی، خو د ګټې کچه یې هم خورا لوړه ده.شل کاله دمخه یې په افغانستان باندې د داسې خیالی استدلال پربنسټ یرغل وکړ چې کره شواهد یې نه درلودل.  د طالبانو نظام یې ونړاوه او په نظامی برخه کې هغه کم توم ملی شتمنی چې مو درلوده نیست او نابود کړه. د ترهګری په نوم جګړې کې یې په کابل او ولایاتو کې له وژنو شخصی محبسونو، د بندیانو د تعذیب توهین او تحقیر داسې بیلګې د تاریخ په پاڼو  کې ثبت کړی چې انسان یې په کیسو کولو شرمیږی خو هغوى یې په کولو هیڅ بلا نه وهل. په سپیو باندې د انسانانو داړل، د بدن د غړیو پریکول د ګوانتنامو ډکول د افغانانو په کورونو د شپې چاپې اچول د فامیل په وړاندې د ځوانانو وژل هغه وحشتونه دی چې کره شواهد یې په نړیوالو رسنیو کې ثبت شوی دی.امریکا بیا هم پردى هیواد وو دلته راغى او وتل یې هم حتمی وو.

راځئ لږ د مقاومت له بریڅو وپوښتو چې د چا د وژلو لپاره مو له چا سره ملګرتیا وکړه؟په کوم قیمت مو ورسره ملګرتیا وکړه؟ او د کومو افغانی معیارونو د ماتولو له امله مو له امریکا سره د خپل توان پربنسټ مخالفت څرګند کړ؟ د پیل نکته کوم ځاى وه او د پاى کرښه څنګه شوه؟ څه مو وګټل او څه مو وبایلل؟ ایا له دومره سترو بدلونونو مو څه زده کړل او که لا نور هم د استدراج خواته ولاړئ؟ خو نه، دا هم د حل لاره نه ده. مونږ که ستونځه ختمولاى نشو نو زیاتول یې د عقل غوښتنه نه ده.شک نشته چې طالبانو نیمګړتیاوې درلودې ستونځې یې درلودې، له نړئ سره خو څه چې له خپلو خلکو سره هم په تعامل نه پوهیدل.  له مدارسو او مساجدو څخه کورنئ خوسا جګړې ته د غبرګون ښودلو په فطری شکل راپورته شول تر کابل پورې راورسیدل او حکومت کول یې یوازې د امنیت تأمین وباله. فکر یې کاوه چې هغوى خپل ولس ته سوله راوړه، پاټکونه اخلاقی فساد چور چپاول قتل او قتال مخه یې ونیوه. نور به نو نړئ له هغوى څخه  څه غواړی او  همدغه ډول نور نړیوال قوانین او مقررات ورباندی څوک په کوم الزامیت باندی منی؟  که په اوسنی حال مونږ طالبان په تیرو کړنو رانیسو بیا هم حل لاره نه ده.راځئ چې د پردیو له پړه ګڼلو وړاندې لږ خپل ګریوان کې هم وګورو. دغه جګړه د چا له چاسره، د څه لپاره وه؟ له امریکا سره د ربانی او ټلوالې مشترکات  څه وه؟ معامله یې په کومو معیارونو او قربانی یې ورته تر کومې کچې ورکړه؟ د ربانى د هغه مهال ټول ایتلافی ملګری ولې په دومره ارزانه بیه د خپل ورور دښمن د وژلو لپاره له امریکا سره سودا وکړه؟ له طالبانو سره د اسلامیت افغانیت د یوې جغرافیایی ټوټې تابعیت، یو ملت او نور بى شمیره مشترکات یې پریښودل یوازې د دښمن دښمن دوست وى تر فورمول لاندې یې له امریکا سره سودا وکړه.طالبانو هم په خپل وار سره له ملت څخه د قربانی ګډوری جوړ کړی دى. کله یې له شر او فساد سره د مجادلې په نوم د قربانی ډګر ته را وباسی. کله یې د یرغل او اشغال په وړاندی د مبارزې په ډګر کې قربانی کوی. اوس نو سوژه تازه شوه او د ملت قربانی دوام لری. له امریکا سره یې د سولې هوکړې ته جواز وموند، خو له افغانانو سره لاهم د جګړې د ختمولو لپاره د جواز درک او خرک نه لګیږی. ملت د طالب او حکومت د جګړو ترمنځ ایسار دى. ولسوالیو ته نزدې میشت خلک د کورونو پریښودلو ته مجبور شوی دی. لارې په ماینونو فرش شوې دی او ولس وږى دى. ایا څه فکر کوئ چې اوس به ستونځه حل شی؟ نه قطعاً نه.اوس به د ولسمشر غنی په بیځایه سرټمبه توب باندی لږ رڼا واچوم. هغه دا چې په دوبئ کې یې له طالبانو سره په ټاکنو کې د مزاحمت نه کولو په شرط له امریکا سره د امنیتی تړون د نه لاسلیک کولو ژمنه وکړه خو د لوړې د مراسمو په سبا یې همدغه تړون لاس لیک کړ. د امریکا په هر وحشت او بربریت یې چوله چوپه سترګې ړندې او غوږونه کاڼه کړل. غنی د خپل واک د اوږدوالی لپاره دغه وحشتونه توجیه کول.ارګ د امریکا هره ناروا ومنله هیڅ داسې بیلګه نلرو چې ارګ د امریکا د غوښتنو په وړاندې دریدلى وی. البته د بین الافغانی مذاکراتو په ترڅ کې د واک پریښودلو غوښتنه یې د عواقبو له سنجولو او د سولې لپاره د سختې اړتیا سره سره سکوټه رد کړه. د نوموړی لخوا د انعطاف نه ښودلو له امله خبره د امریکا د ژمنو د ماتولو او د بهرنیو ځواکونو د تېښتې تر پولو راورسیده. ارګ میشتو امریکا ته ډیر عذرونه وړاندې کړل خو داسې ښکاری چې امریکا ورته سکوټ ځواب ورکړى دى. امنیتی تړونونه مات شول حمایت قاطع ختم شو.  اصلا امریکا د خپلو تعهداتو تعبیر او تعریف په خپله کوى.له لمر څخه ښکاره خبره ده چې مونږ د یوې فاجعې لور ته روان یو. له دواړو خواوو سره په هیڅ ډول معیارونو برابره د سولې طرحه نشته. داسې ښکاری چې دواړه خواوې له واک پرته بل غوراوى نه منی.یوه اونئ وشوه چې لا یوه بله تازه اصطلاح کارول پیل شو.
دغه اصطلاح د “بسیج مردمی” په نوم د ملیشو جوړول او په همدغه نوم پیسې ترلاسه کول پیل شو.   دغه خو مو د پلان سړى وه. د ناکامو دولتونو د رغولو شخصیت وه. په غور کې ښځې هم د طالبانو سره د جګړې کولو مانور ته را ایستل شوې وې. که دا هرڅه د فساد پروژې نه وی، نو د نړئ په تر ټولو موډرنو وسلو سمبال ناتو او درې نیم لکه کورنیو امنیتی ځواکونو باندی مو روانه جګړه مهار نکړاى شوه. اوس یې په ملیشو او ښځو باندی د قابو کولو نسخه مسخره ده.که په ملیشو هیواد ژغورل کیږې نو دغه سپیڅلی دندې ته د غټانو زامن ولې نه راځی؟ ایا د هغوى دنده یوازې په مونږ حکومت کول دی؟د افغانستان خلک ټول پوهېږی چې ارګ ته د تللو او په ارګ کې د پاتی کیدلو غریزه دلته د ستونځو محور ګرزیدلى ده، خو  بانې پلمې او سوژې توپیر کوی. د وخت  له بدلون سره شعارونو کې هم بدلون راځی. د شعار غوراوى د ډلې په ځانګړتیاو پورې تړاو لری. هره ډله هغه سوژه کاروی چې په چوکاټ کې فیټ راځی. ولسمشر غنی ته خپلو سلاکارانو وویل چې ښځې او ځوانان د هیواد اتیا سلنه نفوس جوړوی. د ښځو او ځوانانو د حقونو چیغه پورته کول ګټور شعار ده. نوموړی سملاسی پروموټ، د ځوانانو عالی شورا د ښځو عالی شورا او په لوړو دندو باندې د داسې ښځو او هلکانو ګمارل پیل کړل چې له افغانی دود او کلتور سره نا اشنا وه، خو دغه ټول د نوموړی د سلاکارانو پروژوی تاکتیکونه وه. لوړ لګښتونه یې درلودل او ګټه خو یې تاسو هم په خپلو سترګو وینئ.داسې ښکاری چې د پلان له مخې یوازې ولسوالیانې د سقوط برخه دی . د ولایتونو سقوط به د بل پلان برخه وی. د کابل هوایی ډګر به د چارواکو د خوندی تیښتې لپاره وساتل شی خو متاسفانه دغه هېواد به د توپان او څپانده سمندر په منځ کې پریښودل شی او ملت به سولې ته د چارواکو د قربانی نه ورکولو له امله د مرګ په خوله کې ژوند لټوی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا