گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » پاکستان که په افغانستان کی دوینواو توروډبرو خونخوار دلال!
پاکستان که په افغانستان کی دوینواو توروډبرو خونخوار دلال!

پاکستان که په افغانستان کی دوینواو توروډبرو خونخوار دلال!

هیڅوګ نه پوهیږی چی څنګه او د کوم «سیأ » سی او« ملی»  مصلحت پر بنسټ کله چی نن  سه شنبه چی د ۱۴۰۱ هجری لمریزکال ۷ مه او د ۲۰۲۲ میلادی کال د جون د میاشتی له ۲۸ می سره سمون خوری زموږ د ” ګاونډی مسلمان هیواد پاکستان ” لومړی وزیر شهباز شریف چی ویل کیږی د پاکستانی پوځ  لاس پوڅی دی د ملی شورا یا National Assembly   په مخ کی را څرګند شو نو په خپله تاریخی وینا کی یی له یوه ډیر داسی واقیعت څخه پرده پورته کړه او وی ویل

چی نن مو پاکستان ددفاع وزیر خواجه آصف په مشری یوه لوړ پوړی کمیټه جوړه کړه ترڅو له افغانستان څخه دډبرو سکرولپاره  چی هره ورځ په د طورخم ، سپین بولدک له لاری په لسګونه لارۍ پاکستان ته راځی … چی که څه هم دغه شانی واقیعتونه له دی وړاندی هم په پریمانه ډول د پاکستان ملی امنیت اوځمکنی بښپړتوب دساتونکواودهغه هیواد د اصلی واکدارانو  یعنی پاکستانی پوځ لخوا تکرار شوی دی خو د پاکستان او افغانستان د اړیکو  په تاریخ کی د شهباز شریف خبری سارې نلری خو د پاکستان د پخوانی لومړی وزیر عمران خان  په افغانستان کی د اوسنی وضعیت پړه یی په غاړه ده او همداشان  د پاکستان په پارلمان یاNational Assembly   کی د پاکستان د نوی لومړی وزیر شهباز شریف څرګندونی چی د طالبانو له امارت سره د سیاسی تعامل غوښتنه یی کوله او لاتر اوسه هم ځان یا د پاکستان هیواد د مصیبت پر مهال تر ټولو زیات همدردی څرګندوی ددغه موخو او اهدافو څخه پرده پورته شوه . که څه هم دوی کولای شول په اوسنی نړی کی چی دیوه کلی حیثیت یی خپل کړی دی د افغانستان اوافغانانوپر وړاندی دغه شانی مجرمانه خودپاکستان په تاریخ کی ګټندویه  څرګندونی د تیر په څیر پټی وساتی ترڅو دتاریخ په تیریدو د اولسونو له ذهن ووزی اویا یی هم د مذهبی او مافیاېی داړه مارانو او دلالانو په وسیله توجیه کړی خو د عمران خان او شهباز شریف په څیر څیرو چی یوه یی سیاست هم دکرکټ د لوبی ډګر ګڼلی او شهباز شریف چی دیوه سوداګر زوی دی سیاست هم یوه دغه شانی ناولی دلالی شمیرلی ده چی ګنی وبه کولای شی په دروغو او حتی د نورو د حقوقو پرتجاؤز به د خپلو خلکو غوښتنی پوره کړی که څه هم د شهبازشریف ددغه جرئت عامل د افغانستان په اوږده تاریخ اود پاکستان په  اقتصادی او سیاسی  حاکمیت کی چی دجوړیدوله هغه لومړی ورځی پر یوه دروغجن تش په نوم اسلامی جمهوریت په بڼه د اسیا په نیمه وچه کی را څرګند کړای شو او د هغه وخت د  انگریزی  استعمار چی د هند له آزادی غوښتونکو یی غچ آخیستل او په سیمه کی د یوی سرطانی غُدی په څیر ماجرا جویانه موخی پر مخ بیول ؤ که څه هم په هندوستان کی د هغه هیواد پر ملی ارزشونو ولاړاو د ملی مشروعیت څخه برخمنی واکنی په درلودو ونه توانید چی خپلی موخی ترلاسه کړی اوپه سیمه کی د پاکستان په نوم جوړ شوی حکومت ورځ په ورځ دځوړپرلوری ورروان ؤ خو په سیمه او په ځانګړی توګه افغانستان کی سیاسی خونړی وضعیت د هغه هیواد چارواکو ته چی د انګریزانو موخی او اهداف یی په سیمه کی پر مخ بیول د یو وار بیا را پورته کیدو چانس ورپه برخه کړ.     

            او میلیونونو افغان کډ والوته یی پناه ورکړه . چی په خواشینی سره اوس ټول افغانان په ځانګړی توګه بهرنیو هیوادونوته اړکړای شوی کډوال او مهاجرین  دهغه زهرو بیه ورکوچی د انسانی مرستو په نوم به مو ترلاسه کول او اوس مهال دانګریز انو ګوډاګیان په زغرده او اوچت آواز وایی چی موږ له له افغانستان څخه د ډبروسکرود منظمورا لیږدولو  په غرض ددفاع وزیر خواجه محمد آصف په مشری یوه کمیټه جوړه کړیده .داځکه چی د افغانستان د ډبرو دسکرو څخه  برښنا یا (برق ) جوړیږی او دغه سکاره د نړیوال بازار په انډول موږ په نیمه بیه ترلاسه کولای شو او دا سکاره پر ډالر نه بلکه په پاکستانی کلداره آخلو او په دی توګه موږ ته په کال کی دوه میلیارده ډالره چی د څلورسوه میلیارده کلدارو سره برابر دی له دی لاری ګټه راځی چی د لمریزی برښنا په موخه به هم ډیر ژر اقدام وکړو . زما دحکومت لوړ پوړو چارواکو او د پاکستان پوځیانو لویه غونډه وکړه چی له افغانستان څخه د طورخم او نورو بندرونو څخه  چی  هغه هیواد ته داخلیږی څنګه د ډبروسکاره انتقال کړای شی .ویلی شم چی ددغه سکروکیفیت هم د جنوبی افریقا له سکروڅخه چی په ډالرو یی رانیسو  ښه دی . …….اوس پوښتنه داده چی آیا طالبانو رښتیاهم په افغانستان کی هرډول او هرچا لخوا ښکیلاک ته خاتمه ورکړه  اوکه نه موږ د نړیوال ښکیلاک څخه د یوی معاملی په ترځ کی آزاد شوو او د سیمه ایز ښکیلاک په لومه کی بند شوو  ؟ او آیا  د طالبانو د کانو او پترولیمو وزیرملا شهاب الدین دلاور چی پخوا هم په پاکستان کی د قنسلی مافیا رهبریی په غاړه وه او د خپلی دندی په مهال یی د پاسپورتونو د خرڅلاؤ دنده درلوده اوس مهال له پاکستانی ښکیلاک سره د ډبروسکروسودا نه ده کړی ؟

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا