گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » پاکستانۍ دیکتاتور مشرف مړشو!
پاکستانۍ دیکتاتور مشرف مړشو!

پاکستانۍ دیکتاتور مشرف مړشو!

هسی خو د الله ج ټول زنده سارۍ مخلوق د الله ج دپاک قرآن ددغه زرین قول پربنسټ چی یادونه کوی    كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ ۗ  د مرګ خوند څکي او تجربه کوی خو د ځینو مړینه ددی سبب کیږی چی راتلونکی نسلونه یی مړینه دخپل راتلونکی او یاهم روان ژوند دعبرت په موخه  تری استفاده وکړی  جنرال پرویز مشرف یو له هغو پاکستانی پوځیانو ؤ چی په سیمه او په ځانګړی توګه د افغانستان د اولس په رګونو او وجود  کی به تر ډیره  د ژوند د یوی کرغیړنی کیسی په څیر روانه وی                                    .

   پرویز مشرف چی ویل کیږی د ۱۹۴۳ کال د آگست په ۱۱مه د هندوستان پلازمینی  ډهلی  سره نږدی په  Nahr wali Haveli کی چی په دریاګنج کی مؤقیعت لری  زیږدلۍ ؤد پاکستان له جوړیدو وروسته یی سم دلاسه  کورنې د پاکستان کراچی ښارته چی زیاتره د اردو ژبی ویونکو کډوالو پکی استوګنه درلوده راکډه شو .  هغه لومړی د سان پاتریک په لیسه ښونځی کی شامل اووروسته په ۱۹۶۱ کال کی یی دکاکل په پوځی پوهنتون کی شمولیت  ورپه برخه شو . د هغه پلار سید مشرف‌الدین چی په انقره کی د پاکستان په  لوی سفارت کی د منشی په توګه دنده ترسره کوله نو ځکه خویی دهغه وخت د ترکی رژیم په نظامی ښوونځی کی له ۱۹۴۹ څخه تر ۱۹۵۶ پوری زده کړی وکړی چی د هغه وخت په ترکیه کی د پرویز مشرف زده کړی ددی سبب شوی چی د پاکستانی پوځ د لوی مخالف نوازشریف له لوری د جنرال کیانی پر ځای د وسله وال پوځ مشر وټاکل شی . جنرال پرویزمشرف چی د پاکستان د وسله وال پوځ د مشر په تو ګه د نیپال پلازمنی کولمبو په یوه رسمی سفر بوخت ؤ دپاکستان د لومړی وزیر  نوازشریف له لوری له دندی ګوښه شو اوپرځای یی جنرال خواجه زین الدین چی د پاکستان د نظامی اطلاعاتو ISI مشریی په غاړه وه د پاکستانی پوځ د لوی درستیز په توګه وټاکلو خو له هغه ځایه چی دپاکستان پوځ د پاکستان د بنسټ ایښودلودهم هغه لومړیو ورځو څخه  دپاکستان ستراتیژیک ژوروالی د ساتنی او پالنې دنده درلوده نوپاکستان پوځ د پاکستان د لومړی وزیرنوازشریف له فرمانه سرغړونه وکړه او د نوازشریف ملکی حکومت  یی د یوی نظامی سپینی کودتا په ترځ کی را نسکور کړ . چی په دی توګه  وار په وار جنرال مشرف د پاکستان واکی په لاس کی واخیستی ترهغی چه  د امریکا په متحدو ایالاتو کی د سپتمبر د ۱۱ می پیښه را مینځ ته شوه او دغه پیښی دسیمی او نړی په ځانګړی توګه د پاکستان مزورانه سیاستونو ته نوی بڼه ورکړه . که څه هم دسپتمبرد خونړی پیښی په ترسره کولو د جنرال مشرف واکمنۍ له امریکا څخه د تروریزم په وړاندی سخت ملاتړاعلان کړخو ددی تر څنګ یی د پاکستان د استراتیژیک ژوروالی په تقاضا دسیمی هیوادونوسره په ګده هم د ترهګری ضد نړیوال ائتلاف د مخنیوی دهڅوهم ملاتړوکړاو که له یوی خوا  ډیری هغه افغانان یی چی د روسی استعمارڅخه د خلاصون په موخه یی پاکستان ته پناه ور وړی وه د امریکا متحدو ایالاتو ته په لاس ورکړل اودګوانتانامو په بدنام زندان کی بندیان شول بل لورته یی دسیمی د هیوادونوسره په ګډه د هم هغه نړیوال ائتلاف پروړاندی دسیسۍ جوړولی.په خبر کی راغلی دی چی د پاکستان د حکومت په پریکړه به دده جنازه له دوبی څخه چی ددوبی په یوه امریکائی روغتون کی ساه ورکړی ده پاکستان ته انتقال اود راؤلپنډی په پوځی هدیره کی به خاورو ته وسپارل شی  

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا