گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » پرخوست دډرو ن بریــد اود طالبانـــو د ډاډمن امنیت شعـــار !
پرخوست دډرو ن بریــد اود طالبانـــو د ډاډمن امنیت شعـــار !

پرخوست دډرو ن بریــد اود طالبانـــو د ډاډمن امنیت شعـــار !

دافغانستان په خوست کې د طالبانودحکومت چارواکي وايي چې په یوهوټل کې په چاودنه کې درې وزیرستاني کډوال وژل شوي اویوشمېرځايي اوسېدونکي ژوبل دي.په خوست کې دطالبانود حکومت دوالي د ویاند دفترپه یوه اعلامیه کې ویلي دي چې چاودنه د اګست پر۱۴مه سهارشاوخوا۱۰بجې په ښارکې له سپین جومات سره نېږدې په هوټل  شوې ده.په خوست کې د طالبانو د حکومت د والي د ویاند دفتر په یو بیان کې ویلي دي چې چاودنه د اګست پر ۱۴مه سهار شاوخوا ۱۰ بجې په ښار کې له سپین جومات سره نېږدې په هوټل کې شوې ده.بیا د افغانستان انتر ناسیونال تلویزیونی شبکب په ګډون ځینو تلویزیونی خپرونو خبر ورکړی دی چی نن سهار شاؤ خوا د سهار د لسو بجو په شاو خوا کی یو ځاېی هوټل چی خاوند یی د قاری ځدراڼ په نامه یادیده هلته برید ترسره شوی دی زموږ منابع داوایی چی دغه برید هواېی برید دی کومه چاودنه چی شوی ده دا دیوی بی پیلوټه الوتکی برید دی چی پر نوموړی هوټل ترسره شوی دی .

ویل کیږی چی په دغه برید کی د پاکستانی طالبانوTTP ځینی غړی همدا شان د افغان طالبانو هم ځینو کسانو دغه هوټل ته تګ او راتګ درلود . امنیتی څیړونکی وایی چی دا شانی بریدونه د طالبانو له هغه محوری او امنیتی  لاس ته را وړنی سره توپیر لری چی ګنی په ټول افغانستان کی   دډاډمن امنیت ټینګول غټه لاس ته راوړنه بللی شی .

ددغه برید پړه  تراوسه هیڅ ډلی او هیواد  په غاړه نه ده آخیستی .

 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا