گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » پراوکرائین دروسانو حمله اودطالبانو دحیرانتیاوړ زړه سوې!
پراوکرائین دروسانو حمله اودطالبانو دحیرانتیاوړ زړه سوې!

پراوکرائین دروسانو حمله اودطالبانو دحیرانتیاوړ زړه سوې!

هیڅوک پوه نه شول کله چی د طالبانو د خارجه اړیکو چارواکو « داوکرائین د کړکیچ په تړاؤد ا.ا.ا.دبهرنیو چارو وزارت اعلامیه » خپروله هغه خبرونه یی هم اوریدلی یا لوستی ؤ اوکه نه چی له سهاره را په دی خوا یی د کابل ښار په زړه کی کور ، په کور پلټنه پیل کړی او ملکی وګړیی یی یا وژلی او یاهم له کورونو ایستلی دی .خو طالبان هلته لیری په زرګونه میله لیری دروسانو دبرید له کبله پرملکی تلفاتو اندیښنه ښودلی ده

بل لوری ته طالبانو اعلان کړی چې پلازمېنه کابل او د شاوخوا ولایتونو په ځینو سیمو کې یې چاڼيز عملیات پیل کړي.د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له ټویټره په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دغو عملیاتو کې د دوی د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او همدا راز استخباراتو ځواکونه برخه لري او مشري یې د دفاع وزارت مرستیال ملا محمد فاضل مظلوم کوي.طالبان  وايي دا عملیات یې د دې لپاره پیل کړي چې په دغو سیمو کې د دوی په وینا “اختطافګر، شریر عناصر او نورو مجرمین” ونیول شي او له منځه یوړل شي. بل لورته  له لندن  څخه خپریدونکی  افغانستان انترناسیونال تلویزیونی کانال په کاپیسا ولایت  کی د خپلو وسائیلو پر مټ خبرورکوی چې طالبانو د دغه ولایت په ځینو برخو کې کور په کور پلټنې پیل کړي دي.

تر اوسه پورې د کاپيسا ولايت د لومړۍ برخې، دويمې برخې او د مرکز د ځينو برخو کلي څېړل شوي دي. په همدې حال کې د طالبانو د ولایتي چارواکو په حضور کې د کاپیسا په ولایت مقام کې بیړنۍ غونډه روانه ده.د کاپیسا اوسېدونکي وايي، طالبان د هر ډول پوځي تجهیزاتو لپاره کورونه لټوي. د دغه ولایت یوه اوسیدونکي وویل چې دوی حتی د “شکار ټوپک” هم نیولي دي. د دغو سرچینو د معلوماتو له مخې، د کاپیسا د سیمه ییزو هنرمندانو یو شمېر وسایل هم نیول شوي دي.اوسرښتیاهم د طالبانوپه هکله دپښتو ژبی دا متل چی مرګ حق دی خو د همسایه لپاره پوره صدق کوی . 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا