گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » پرظواهری بریدکه دامریکا له لوری پرطالبانو دچانې اوفشارسیاست!
پرظواهری بریدکه دامریکا له لوری پرطالبانو دچانې اوفشارسیاست!

پرظواهری بریدکه دامریکا له لوری پرطالبانو دچانې اوفشارسیاست!

تېره یکشنبه د جولایي په یو دېرشمه نیټه په کابل کې د یوې چاودنې د غږ له اورېدل کیدو وروسته داسې ادعا وشوه چې ګني دغه چاودنه د امریکا د ډرون الوتکې د حملې له امله وه. له دغه ادعا وروسته د امریکا ولسمشر جوبایډن د اګست په دوهمه خبریالانو ته راڅرګند شو او وې ویل چې امریکا په کابل کې په ډرون حمله کې د القاعدې دشبکې مشر ایمن الظواهري وژلی دی.هغه امریکا ته مطلوب او د ډېرو امریکایانو وژونکی و او زمونږ دښمنان چې هر چرته وي مونږ به یې نه پرېږدو.له دې وروسته د امریکا خارجه وزارت هم په یو بیان کې په کابل کې د ایمن الظواهري شتون د دوحې د موافقې خلاف ورزي وبلله او طالبان یې د خپلو ژمنو په ماتولو تورن کړل دغه حملې او ادعا بیلا بیل غبرګونونه په ځان پسې لرل طالبانو په کابل کې د امریکا ډرون حمله وغندله او هلته یې د ایمن الظواهري له شتونه ناخبري څرګنده کړه او دغه حمله یې د دوحې د موافقې خلاف ورزي او د افغانستان په خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا تیری وباله. دې ته په پام سره چې له دې مخکې هم لویدیځو رسنیو په ځلونو د ایمن الظواهري د وژلو ادعا کړې وه نړیوالو هم ددغه خبر په ماهیت شک څرګند کړ.په هر حال مونږ به نن په هنداره پروګرام کې د دغه حملې او له هغې  د پایلو په اړه درسره وغږیږو دا چې دا حمله د طالبانو لپاره څه پیغام او څه پایلې لرلی شي، هم داراز د امریکا لپاره،  آیا دا  د قطر د موافقې خلاف ورزي ده، د دې پایلې او اثرات به له امریکا او نړیوالو سره د طالبانو او افغانستان په اړیکو څه وي، آیا دغه شان حملې په دوام وکړي؟ او دا چې واقعا په دغه حمله کې  ایمن الظواهري وژل شوی او که نه  او داسې نورې پوښتنې به په دغه بحث کې راونغاړو په دې بحث کې له مونږ سره  پخوانی جهادی شخصیت  او دسیمی دچارو څارونکی محمد امین فروتن برخه اخستې ده چی تاسویی اوریدو ته رابولو .

 پوښتنه. تېره یکشنبه د جولایي په یو دېرشمه نیټه په کابل کې د یوې چاودنې د غږ له اورېدل کیدو وروسته داسې ادعا وشوه چې ګني دغه چاودنه د امریکا د ډرون الوتکې د حملې له امله وه. له دغه ادعا وروسته د امریکا ولسمشر جوبایډن د اګست په دوهمه خبریالانو ته راڅرګند شو او وې ویل چې امریکا په کابل کې په ډرون حمله کې د القاعدې دشبکې مشر ایمن الظواهري وژلی دی طالبانو په دغه حملې په غبرګون کې هغه د افغانستان دځمکنۍ بشپړتیااوددوحې د موافقې خلاف وګڼله، تاسوپه ټول کې د دغه حملې په اړه څه نظر لرئ؟

لومړی خوتاسو او ستاسو ټولو درنو اوریدونکو ته سلامونه او نیکی هیلی وړاندی کوم !ستاسو دپوښتنی په ځواب کی باید ووایم لکه څنګه چی ما پخواهم په وارونو داخبر کړیده چی زموږ دپلرنی ټاټوبی افغانستان د سرنوشت ټا کلو مرغلره هغه مهال په خاورو اولوګیو ولړل شوه چی څو لسیزی پخوا د شوروی لښکرو په مرسته زموږ خاوره په لومړی ځل د بهرنی استخباراتی ښکیلاک ګر ځواک په منګولو کی ونښته  کله چی روسانو دافغان اولس  د بچیانو په مرسته پر افغانستان خپلی وزری وغوړولی او زموږ بی وزله اولس یی ګاونډیو هیوادونو ته په کډه مجبور کړل  بیانو د نړی او سیمی استخباراتی او امنیتی ځواکونو په ځانګړی توګه پاکستان هیواد ته فرصت په لاس ورغی تر څو ددغه تاریخی هیواد معنوی او مادی ځواک اوبه کړی او بیا هم دهمدغه خاوری د نورو بچیانو په مرسته چی د اسلام دسپیڅلی دین او جهاد کالی یی آغوستی ؤ دهیواد ټول مادی او معنوی قوت په خپلو استخباراتی چلونو له بنسټ څخه وزبیښی . خو دسپتمبر د ۱۱ می پیښی وروسته کله چی په هیواد کی د پاکستان او عربستان ګډ حکومت رانسکور او د  B52 پر وزرو د حامد خان کرزی په مشری د افغانستان داسلامی جمهوریت په نوم نوی واکمنی راغله نو دټولو نړیوالو قوانینو برخلاف بیاهم پر هم هغه پخوانی مجربه د امتیازاتو نسخه افغانستان جلا ، جلا هیوادونو افغانستان سره وویشه اود هر هیواد پوځونه په ځانګړیو ولایاتو کی ځای پرځای کیدل تردی چی د حامد کرزی او اشرف غنی په ګډون زموږپه ظاهره لوړپوړی دهیواد چارواکی به په افغانستان کی ددغه ولایتونو مرکزونو او پوځی هډو ته وربلل کیدل ، داپه داسی حال کی ؤ چی زیاتره د حکومت مخالفینو پرته  له دی چی د خپل مخالفت لپاره یوه ځواکمنه اجنډا ولری او هغی ته رسیدل خپله سره کرښه اعلام کړی د قدرت په فزیکی ویش یی بسنه کوله او تردی چی په همدغه فورمول یی د بن کنفرانس را په دی خوا د ځینو خاصو داخلی کړیو په هکله چی د بن په کنفرانس کی یی هم لوړ حضور درلود او د بهرنیانو په مرسته د حامد کرزی او اشرف غنی په مشری د جوړشویو  حکومتونو څخه یی هم امتیازات ترلاسه کول . پر هیوادد بشپړ واکمنی اوملی حاکمیت  تصؤرهم نه پیداکیده ځکه ټولی لاری د ډالرو پر لوری پرانیستی وې . دهمدغو جهادی او سیاسی ډلو ټپلو د حامد کرزی او اشرف غنی په مشری کی د سلګونه میلیارده ډالرو راغلیو پیسو څخه دهیواد د بنسټونو درغولو او بیا جوړولوپه لارکی استفاده ونکړه یوازی دهغه طبیعی خصلت له مخی چی په لبرال اقتصادی بازار کی د انسانانو د روږدی کولو او اعتیاد سبب کیږی هری ډلی د خپل شخصی ژوند د شیرازه کولو په موخه د ښارګوټو او نورو لوړپوړیو ودانیو په جوړولو پیل وکړ او دهیواد د ملی حاکمیت او ځمکی د تمامیت خبره یوه د سنت ددوری افسانه ؤبلل شوه . وروسته امریکا او ناتو یوازی د اقتصادی لګښتونو په موخه په دوحه کی د یوه استخباراتی منطقوی  چتر لاندی له پاتی ددولت له مخالفینو سره چی زیاتره یی د پاکستان له  استخباراتی کړیو سره تړلی ؤ د څو کالو ځنډ وروسته دسولی یو تړون لاسلیک کړ داسی چی طالبان به دیوه نوی جوړشوی میکانیزم له مخی چی د بین الافغانی مذاکراتو په پایله کی به رامینځ ته کیږی په نوی جوړشوی ګډ میکانیزم کی ځای پر ځای کیږی خو وروسته د آګست په ۱۵ نیټه کله چی ؤلس مشر له هیواد وتښتید په پاکستان کی د عمران خان په مشری  د ملکی حکومت په ملاتړ د خلیفه سراج الدین حقانی لخوا لومړی یوه لویه غونډه راؤبلل شوه اووروسته په کابل کی دطالبانولخوا د پاکستان دپوځی استخباراتو د مشر جنرال فیض حمید تر سیوری لاندی د حقانی شبکی جنګیالی کابل او ارګ ته وردننه شول چی دا کار د هغه تلاشونو سره په ښکاره په ټکر کی ؤ کوم چی د کالونو ، کالونو هڅو وروسته په یوه نوی جوړ شوی میکانیزم دسلاکیدو په حال کی ؤ . ددوحی تړون هم په داسی حال کی لاسلیک شوی دی چی هلته دطالبانو د واکمنی یادونه نه ده شوی بلکه دیوه بین الافغانی تفاهم په نتیجه د جوړ شوی موقت او سرپرست حکومت یادونه شوی ده . دوهم داچی په هغه معاهده کی طالبانو ژمنه کړی ده چی دافغانستان خاوره به دنورو بهرنیو ډلو په واک کی نه ورکوی کومی چی ددی سبب شوی ترڅو د دسپتمبر د یولسمی په څیر پیښی رامینځ ته کړی . داچی طالبانو هغه ژمنه هم چی د بین الافغانی مذاکراتو په پایله کی په جوړی شوی اداره کی به دافغانستان ټول اولسونه ځان ګوری دیوه کال پرتیریدو هم پوره نه کړه ددی ترڅنګ یی دکابل ښار ته په امریکا کی د ۱۱ سپتمبر د پیښی څرګند تورن ایمن الظواهری ته هم ځای ورکړی دی نو دامریکا ؤلس مشر ځان ته داحق ورکوی چی دټولو بین المللی قوانیو پر خلاف د کابل په زړه کی د ۱۱ د سپتمبر دپیښو تورن په نښه کړی .دوهمه پوښتنه: طالبان او امریکایان یو بل د دوحې د موافقې په خلاف ورزۍ تورونوي امریکا همداراز وایي چې دا د هغه ژمنې خلاف ورزي ده چې طالبانو نړیوالو ته ورکړې چې د افغانستان خاوره به نوره د ترهه ګرو  مرکز نه جوړیږي. تاسو دا راته ووایئ چې دغه شان حملې به د طالبانو  او امریکا اوله نړیوالوسره د طالبانو په اړیکو څه اثر وشیندي او څه پایلې به د افغانستان  او طالبانو لپاره ولري؟

ستاسو ددی پوښتنی په هکله باید وویل شی ترکومه چی پرآزاد اقتصاد بازار ولاړ لیبرال هیوادونو د ملتونو د فشار او اسارت تاکتیکونه ښیی امریکایان او دهغوی انډیوالان هم په دی پوهیږی چی نه شی کولای په۲۱ مه پیړې کی بیوزلی  ملتونه او اولسونه په بشپړ ډول له مینځه یوسی بلکه د خپلو موخو د عملی کولو په هیله به لزومأ د چانی او فشار سیاست پر مخ بیایی چی د کابل په زړه کی د القاعدی د مشر ایمن اظواهری په نښه کول د چانی او فشار د سیاست یوه خونړی برخه ګڼلای شی چی که وکولای شی طالبان دی اړ باسی ترڅو په دوحه کی د شویو تعهداتو پوره کیدو ته غاړه کیږدی . خو دابه هیڅکله هم دتروریزم د پای ته رسیدو په معنا نه وی . که څه هم طالبان د اسلام د مقدس دین له ظهور څخه مخکی په عربو او نړی د غوړیدلی رواجونو په نقشه واک چلوی  دوی نه پوهیږ ی چی داوسنی نړی چی په ۲۱ مه پیړی کی ژوند کوی تقاضا اوغوښتنی کومی دی اوله  نو ر واوسیدونکو سره باید څه ډول چلند وشی ؟  خوبیا هم دوی مجبور دی چی باید ګام په ګام هغوتعهداتو ته چی په دوحه کی یی له امریکا سره ترسره کړی دی غاړه کیږدی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا