د مولوی جلال الدین حقانی مړینه
اوداسلامی امارت په نامه د طالبانو ابلاغیه !
خدای بښلی مولوی جلال الدین حقانی دافغانستان په ځانګړی توګه د پکتیا ولایت د ځدراڼو دسیمی له هغو دینی او مذهبی علماوؤ څخه شمیرل کیده چی د افغانستان په وروستنی تاریخ کی یی د یوه سنتی او په متحجرانه قرئت ولاړ مذهبی آند ترڅنګ دپردې پالنی او سرو لښکرو پر وړاندی مبارزه په پوره توان سره پرمخ بیولی ده .
که څه هم دخدای بښلی مولوی جلال الدین حقانی د ژوند وروستنی کالونه د جګړی له ډګره لیرې زیاتره د هجرت په ټاټوبی کی تیرشوی دی او دهغه مشر زوی خلیفه سراج الدین حقانی د هغه دمأموریت یوه لویه برخه پیټی په اوږو آخیستی ؤ خو بیاهم د ګاونډیو هیوادونو ځینو استخباراتی کړیو چی دهغه مرحوم سره یی د جهاد له کالونو د روسانو او کابل حکومت پر وړاندی ګډ کارکاوه دهغه د مړینی خبر یی هم د خپلو موخواونا پاکه اهدافو په پښو کی څو، څو ځلی قربانی کړ .
داسی چی هیڅوګ پوه نه شول چی په رښتیا هم دغه د افغان جهاد یو سترسپه سالار څه وخت او چیرته ساه ورکړه ، اویا داچی له مړینی وروسته یی جنازه پر کومه ځمکه کی ترخاورولاندی شوه ؟ که څه هم دخدای بښلی مولوی جلال الدین حقانی د ژوند وروستنی کالونه د جګړی له ډګره لیرې زیاتره د هجرت په ټاټوبی کی تیرشوی دی او دهغه مشر زوی خلیفه سراج الدین حقانی د هغه دمأموریت یوه لویه برخه پیټی په اوږو آخیستی ؤ خو بیاهم د ګاونډیو هیوادونو ځینو استخباراتی کړیو چی دهغه مرحوم سره یی د جهاد له کالونو د روسانو او کابل حکومت پر وړاندی ګډ کارکاوه دهغه د مړینی خبر یی هم د خپلو موخواونا پاکه اهدافو په پښو کی څو، څو ځلی قربانی کړ . داسی چی هیڅوګ پوه نه شول چی په رښتیا هم دغه د افغان جهاد یو سترسپه سالار څه وخت او چیرته ساه ورکړه ، اویا داچی له مړینی وروسته یی جنازه پر کومه ځمکه کی ترخاورولاندی شوه ؟
هسی خو هیڅوګ هم نه پوهیږی چی ولی او دچا په اشاره په لومړی ځل د مولوی جلال الدین حقانی د مړینی اعلان د افغان طالبانو له لوری په داسی مهال کی خپریږی چی په سیمه او نړی کی دداعش پر وړاندی مبارزی بل رنګ آخیستی دی اوپه ظاهری بڼه د تروریزم په وړاندی د نړیوال ائتلاف استراتیژیی هم په کابل او ځینو نورو سیمو کی د دداعش څخه د ملی وحدت د حکومت په ځا نګړی توګه د ملی امنیت دشورای ملاتړ په ډاګه شو بدلون موندلی ده خپور کړای شو ؟
که څه هم ټولو ته د افغانی طالبانو دویاند ذبیح الله مجاهد د هغه مهال دریځ چی د طالبانو د مرحوم مشر ملا محمد عمرمجاهد په نوم په داسی حال کی څرګندولی چی هغه مرحوم پخوا د پاکستان د کراچی ښار په یوه روغتون کی ساه ورکړی وه .
خوبیا هم په دغه لړۍ کی د افغانستان د طالبانو دتحریک په ځانګړی توګه د ذبیح الله مجاهد څرګندونی چی د مولوی جلال الدین حقانی د مړینی خبر یی په لومړی ځل نشر ته وسپاره د یادولو وړ بولو . طالبانو د یوی اعلامیی په ترځ کی چی افغانی او پاکستانی مطبوعاتو ته یی ورلیږلی دی داسی خبر ورکړ :
که څه هم ځینی د سیاسی چاروافغان شنونکی وایی چی د مولوی جلال الدین حقانی ځکه اوس مهال خپور شو چی پاکستان د امریکا د متحدو ایا لاتوتر سخت فشار لاندی واقع دی او په دی توګه په هره بیه او قربانې چی وی د نړیوالو سترګو ته د پا کستانی پوځ د خاورو ورشیندلو په اوږدو کی دغه خبر هم د پاکستانی پوځ د پروپاګند یوه برخه ده . خو دغه شانی استدلال که څه هم منطقی او محکمه پسنده ښکاری خو واقیعت دادی چی پاکستانی پوځ اوپه ټوله کی دپاکستان اداره د افغان لوری د کمزوری سیاست او دیپلماسی په نتیجه کی توانیدلی دی چی دپاکستان نظامی او امنیتی دکتورین او استراتیژیک عمق د نړیوالو اودسیمی هیوادونو دسرغندویه نقشی په توګه په کار واچوی اوپه افغانستان کی دهغوی استراتیژیکی موخی او اهداف د خپلو استراتیژیکو اهدافو او موخوته درسیدو لپاره د یوی سیاسی او امنیتی تګ لاری په توګه تری کار واخیستل شی .
څرګنده بیلګه یی په مسکو کی د روسی اوچین په ګډون دافغانستان د بحران د حل په موخه دیوه بین المللی کنفرانس را غوښتل ؤ چی افغان حکومت ته له بلنی پرته د جوړیدو په حال کی ؤ خو وروسته د افغانستان د ملی وحدت حکومت په غوښتنه هغه رابلل کیدونکی غونډه وځنډول شوه .