جلندر خانه ، ته وایه ښه ! نن خو دا قادر ګلی هم وځلوله ! څنګه ؟ گلام خانه ؟ ولی نن دی په تلویزیون کی د قادرگلی خبری وانه وریدی څه ؟ ګلام خانه ! زموږ په کوڅه کی خو نن ټوله ورځ برښنا نه وه ، ته ګوره چی خدای زده قادر ګلی به څه ویلی وی ؟ ښه قرآن چی سوچ می هیرشوی ؤ خدایه کومی زمانی ته دی پاته کړو ؟
که څنګه جلندرخانه آشنا! ته وایه ښه !کیسه راته وکړه چی نن یی څه وکرل ؟ جلندرخانه بس دنر بچی چی خپله مبارکه خوله د طویلۍ په نورو ….ور خلاصه کړه نو لاریی تری ورکه کړه .
ویلی یی تاسو ته د استخباراتو او دمملکت بودجه او ظرفیت معلوم نه دی چی دلته خبری کوی ؟ تاسو همدا اوس د نړیوالو کمکونو ته په خیرات نه یی ناست چی تاسو دا خبری کوی ؟ آیا ستاسو توقع داده چی ” زما !!“ د استخباراتو رئیس د امریکا د CIA د استخباراتو درئیس په څیر تاته کار وکړی ؟
قطعأ یی نه شی کولای ! په کومه بودجه ؟ په کوم ظرفیت چی ته یی لری !! ګورۍ تاسو “د خپلی بړستنی سره پښې وغزوی ..“هوکوران !( قران ) داخو یی د نښې مینځ ویشتی دی ؟ که څه پوه شوی جلندرخانه ، تاته دی وؤیل شی !!