گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » پرموږپـردي او پردی پـال حاکم دي
پرموږپـردي او پردی پـال حاکم دي

پرموږپـردي او پردی پـال حاکم دي

پـخـوا مې هـم بار بار غـوښـتل، درځمه!

دا ځـل ضـرور کـه خـدای کـول، درځمه!

د الله شــأن دی، دواړه یــاد تـه راغـلـئ!

خـــپــه شــوم ډېــر مــې وژړل، درځمه!

لـه تـاسـو ډېر نـېـک دعـا ګـوی، پاتې دي

مــا هــم درودونــه در لــــیــږل، درځمه!                                           

د لـوی الله(ج) په مـغـفـرت، ښکلي شئ!

د خـدای(ج) د رحـم وړ شئ تل، درځمه!

زه هم درځم، ستاسې په خواکې ښه یم

نــه غــواړم نــور لـېـرې کــیـدل، درځمه!

مـــاتــه مـــــو داسـې تــربــیــت، راکړی؟

چې تـر نـن پورې نـه شوم غــل، درځمه!

لـه زړو آزار، لـه پــردي حـق ځـان سـاتـم

ان شاءالله خـدای مـې دی مــل، درځمه!                                     

دا ویــروسـي “وبـــا” لا هـــم، ډېـــریــږي

ګـران شول دنیاکې ځان سـاتـل، درځمه!

واړه واړه خــدایــان راغــلــي، تــښــتــي

بـس، لــوی الله(ج)وشـــرمـــول، درځمه!

ټـول د نـمـرود، فرعون، پنجاب زامـن دي

د ســـــر ســــړي یـــې ووژل، درځــمـــه!

لـه کـرونـا ویـروس نـه، کورکې ناست یو

نـه یې عـلاج شــتـه؛ نـه درمــل، درځمه!

هـیواد خرڅ شـوی، پـر پـنـجـاب او ایران

مــاتـه یـې ډېـر ګـران دي مــنــل، درځمه!

پـخـوا بـه ډېـر، پـر بـایـسـکل ګـرځــیــدم

اوس زه هــم زوړ، هــم بـایسکل، درځمه!

پـه ډېـرو هــلــو ځــلــو، سـتـړی شــومــه

نه چا کـړه شـل؛ نه مـا کـړه شـل، درځمه!

پـر مـوږ پـردي او پـردیــپــال حـاکــم دي

د افــغــانــانــو نـه شــتـه خـپـل، درځمه!

د قـــنـــاعـــت ســـرمـــایــه، ډېــره لـــرم

د رښــتــیــا ویـــلـــو یــــم اتــل، درځمه!

روس، امریکا کې مو، خواخوږي نه شـته

بـس غــولــوي مــو پـه چـل ول، درځمه!

تـرڅـو بـه دومـره، سـتړی ژونـد تـېروم؟

بـېـل بـېـل سـفـر، یـومـو مـنـزل، درځمه!

حـق، هـیواد، خـلکـو ته، تل ژمن پاتې یم

هـیـڅ نـه مـنـم تـسـلــیــمـــیـدل، درځمه!

“مـعـلـمـه! ” ډېر کـمـزوری شوی یې اوس

ښه دي حــبــیــب ته نور ور تلل، درځمه!

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا