گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » پرون دپانی پت فتح اونن دخپل پت؟
پرون دپانی پت فتح اونن دخپل پت؟

پرون دپانی پت فتح اونن دخپل پت؟

واى د فتوحاتو په روان دوان درشل کې د بدخشان یوه مفتوحه ولسوالی د حکومتی فاتح ځواک لخوا له طالب فاتحینو څخه بیرته مفتوحه شوه!

مال فتوحات مبروک!

زمونږ پرمختګونه به منئ.

پرون به مو اصفهان او پانی پت فتحه کاوه. نن خپل کلى او ولسوالی سره فتحه کوو را فتحه کوو. سبا به څوک خپله تنور خانه او څوک تاو خانه فتحه کړو.چه له ورور سره مو جګړه وی، همدغه ویاړونه خو به وی!مونږ پوهیږو چې امریکا او د ناټو نور غړی هیوادونه د افغانستان په قضیه کې ځینې ژوره او ځینې هم یوازې د اشرباڼی په توګه ښکیلتیا لری، خو باید ومنی چې هغوى د افغانستان په جغرافیه کې د افغانستان د ګټو لپاره نه، بلکه دخپلو ګټو د خوندیتوب په موخه دلته جګړه کوی. قربانی افغانان ورکوی. خاوره د افغانانو کارول کېږی.

د افغانانو ارزښتونه او مقدسات تر پښو لاندې کیږی، د جګړو پاتی شونی لکه کونډې، یتیمان، معیوبین او معلولین به له جګړو څخه څو لسیزې وروسته هم د افغان ټولنې په اوږو بار وی دلته هیڅکله هیڅوک هم غلام نه وه، نه اوس شته او نه په راتلونکی کې افغان غلام کیداى شی.ورک دې مجبوریت، اړتیا، د واک تر لاسه کولو او د نس ډکولو هوا او هوس شی چې له ازاد انسان څخه مزدور یا هم د ځینې احساساتی ځوانانو په اصطلاح غلام جوړوی

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا