گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » پښتون ژغـــــورنې غورځنـــــــګ، د تــــرکــــستـــــــان پــــــه لاره!
پښتون ژغـــــورنې غورځنـــــــګ،   د تــــرکــــستـــــــان پــــــه لاره!

پښتون ژغـــــورنې غورځنـــــــګ، د تــــرکــــستـــــــان پــــــه لاره!

که څه هم زه په پیل کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو له ټینګو ملاتړو وم، د دوی مبارزه، ویښتابه، تاریخی لیدلوری او د پنجابی استثماری نیواک په وړاندې درېدلو، د ملا پیوند مسید او ایپی فقیر د اسلامپاله او افغانپاله خوځښت هیلۍ او لاره راته انځوروله.مګر د وخت تیرېدو وښوده او وبه ښیې، چې د محکوم افغانستان په تاریخی لمنه کې د دې پراخې ولسی او شعوری ویښتابه مراندې به ډېر ژر لکه مرغلین آمیل ماتی شی، وبه شیندل شی، د پنجابی ریاست په آډانه کې تغذیه کېدونکو ډلو په مړه ژواندی برخلیک به اخته شی، د ( ای اېس ای ) د جمهوریت په چتر کې به پارلمانی سیاستونو ته به ورټول شی او په ټوله کې دغه هرڅه به په یوه اوږدې ناهیلۍ او هسی کورنی ذهنی مصرف بدل شی.دا ځکه چې دوی بی تګلارې دې، ستراتیژۍ نه لری، د ولسی ځواک د کارولو وړتیا یې فلجه ده، له خپل قام، ټولنۍ او نظم سره یې د ( ملاه، طالب شرعی غوښتنو په نوم ) په جګړه او ټکر کې دی، د ملا پیونده له وارثانو سره تربګنۍ پالی، دپښتنې ـ مذهبی ټولنی د رهبرې له مزاج څخه ښاری او بازاری دې، لوی شمیر ښار مېشته ملاتړی یې د پاکستان د فیډریشنی، پنجابی، فرنګی وجود له سیکولارو افکارو د جنون تر کچې اغېزمن دې او په ټوله کې د پښتانه ـ افغان د رهبرۍ، په یوه ټغر راټولولو، ټکورولو، غاړې غړۍ کولو او د لږ تر لږه حتی د پنجابی ریاست په واکمنی کې لومړنیو انسانی غوښتنو او بشری حقونو ته رسېدل هم ورته ګرانه ده.ځکه له کال ۱۷۹۰ څخه تر نن پورې چې کله هم د افغان ـ پښتنی ولس د تاریخی ټیکاو، تړښت او محور کولو دودیز نبضونه، مزاجونه او موجونه یو له بل څخه شکیدلی نو بیا دې سیمی، جغرافیی، خاورې او قام ته آمن، سوله، یوالی او د خپل اختیاری چانس نه دې ور وړې.

د محکوم افغانستان په پښتنی خاوره کې دا کیسه په سهیلی اسیا او د آزادوقامونو په ټبرونو د دویم اسراییل پاکستان له جوړېدو او رامنځته کېدو سره سم ترسره شول.فرنګ او پنجاب پښتون او د پښتانه د دودیزی مشرتابه متولیان ملاه او پښتون مشر وټکول.دې نسلې او فکری ټکونې ښاری په منفلی خرڅېدونکی روڼ اندو، له مذهبه سره سازش کوونکو ته د عدم تشدد د لارویانو په نوم دسوداګریز پیر او پلور ښه په درز کې د قام خرڅولو، افتراق او منزوی کولو هټۍ د ګوند په نوم پرانیستی، او بل لور ته یې د پنجابی فیډریشن د تنفس کولو او دوام په پاره د پښتانه د اصیل او وارث ملاه په ځای څو فیل مرغی او ماشینې ملایان تولید کړل.دغه خلګ چې اکثراه یې د ای اېس کرنیلان، د پنجاب د مذهبې ګوندونو رهبران او د پنجاب د استخباراتی پروژو د تبلیغ او پروپاګنډې غږ ډبلیان دې، په ګډه لاس سره ورکړل او د نن بد، خوږ او له تراژیدۍ ډکه کیسه یې وپنځوله.ما منظوراحمدخان پښتین ته نږدی کال وړاندې پدې اړوند خپلی ژورې اندېښنې، جغرافیایی شننه، د پنجابی پاکستان د وجود د رمزونو راویستنه، د سترو ځواکونو امریکا، انګریز، روس، چین او خلیجی عرب یږانو ( شیخانو ) د استخباراتی پروتکولونو او د پنجاب د بقاه په مصلحت ګډو دریځونو اړوند خپل لید د پښتنې او افغانی احساس له مخی مخامخ او د څو ملګرو د اړیکو په بنسټ ورسره شریک کړل، نوموړې هم راته د خبرو او پدې اړوند د معقول تحلیل د وړاندې کولو ژمنه وکړه، ولی د بیا ـ بیا ټینګار او ژمنو سربېره یې راته هېڅ ځواب رانه کړل.

نن چې مې د شمالی وزیرستان په میرانشاه ښار کې د دې خوځښت دا پرتمینه ناسته ولیده، نو د خوښې ترڅنګ، یوې اوږدې خواشینۍ مې له وجود څخه سکون واخیست او په سوچونو کې یې ډوب کړم چې دا خلګ ولی نه درک کوی چې زموږ د قام درملنه په لر او بر دواړو کې د پښتانه د طبیعی آمن، خپلواکۍ، یوموټی والی، عزت، سیادت او سیاسی ویښتابه له لارې څخه پریکون او د پردیو په تپلو شعارونو ( عدم تشدد، جمهوریت، ډیموکراسۍ لادینۍ ) پسې تګ، هغوی ته د مرجع په توګه حیثیت قایلیدل او د شرارت امکانات ورکول دې.تر پنځه لسیزی زیاته موده کیږی چې د ملا پیونده لمسیان د پنجاب د فرنګی پښتون ضد اپارټایډ، توپیر، فساد او کسات په وړاندې د خپل قام په ننګ او د خپل نیکه په لاره مبارزه کوی، پدې لار کې یې لکه خپل پلار او د قام سرښندونکی مجادهدین پخپلو وینو نذرانه کولو دا عهد وپالل.په مقابل کې باچاخان او لارویانو یې څه وکړل؟ د عدم تشدد د لټۍ، ټګۍ او بی تعقوله سیاست په مخکې کولو سره یې نه یوازی خپله توره ونه کړله، بلکی د قام د ځواک د ماتولو، شیندلو، بی ځای لګولو او د تاریخی فرصتونو د رژولو لامل شول، هغه چې پدې اړوند د بنګلدېش د آزادۍ، خپلواکۍ او د بنګالی ملت د عزت د سرلارې شیخ مجیب الرحمن لیک باچاخان ته دا هرڅه ثابتوی. شیخ مجیب الرحمن باچأخان ته د یوه لیک په ترڅ کې داسی لیکلی وه؛ عبدالغفار صاحبه! داخبره دې له غوږو وباسه چې پنجابى به تا ورور وګڼی لکه اوس چې دراولپنډۍ، کراچۍ، لاهور او بنګلور د ماڼیو چوکیدار یې، همداسې به چوکیدار پاتی شی، مګر یا له خپل افغان ورور سره ګډ کور جوړ کړه یا دورور په مرسته ځان ته کور جوړ کړه.باچاخان نه یوازی د بنګلدېش د بنسټ اېښودونکې د لیک او د ګاندې او جواهرلعل نهرو له هندو ملتپالو هڅو او مبارزه څه زده نه کړل، بلکی خپله باچاخان او اولادونو یې تر ننه د پښتانه په وجود کې همدا د پنجاب په ګټه افکار تزریقوی چې د عدم تشدد له ګرمې بړستنې بهر نه شی، کنه له سړو سره به مخ شی، د پنجابی ښارمار خوراک به شی او بل لور ته یې د پنجاب د کرایی، مصنوعی او تولیدی ملاه سره په همکارۍ د پښتانه د وېشولو، پاشلو، ماتولو او بیلتون سترې ینجابی پروژې ته کار ویلی چې منځ لارې مذهبی پښتانه یې په بازاری سیکولارو او دیندارو توند لارو سره بدل او ووېشل.نن چې منظور پښتین او نور هم همفکران یې په کومه لاره، فلسفه ( عدم تشدد ) او کړنلاره روان دې، دا په بشپړه مانا پردې، ناکامه، د ای اېس ای د اوږدمهاله لرلیدونو سره مله او په ټوله کې د پښتانه لپاره د نوح کیښتۍ نه، بلکې د ترکستان مزل ده.

په همدې بنسټ، د دغه خوځښت لاره ویان د خپل وجود برخه ګڼو، د لوی افغانستان د بیا احیاء په تاریخی آرمان کې یې راسره شریک ګڼو، د سرښندنو یې درناوی او د ستړو یې قدردان یو، مګر دا په څرګنده وایو چې ترڅو د باچاخان په ناکامو لارو، بی مانا فلسفو، د بازاری آزادخیالو په ورځچارو غوښتنو او د ای اېس ای د فراق په شعارونو روان یاست د پښتانه لپاره د خیر پرځای د تباهۍ سبب کیږی، د خپل ملا او دینی عالمانو قدر وکړې، د ملاپیونده له مبارزو لمسیانو سره د وزیرستانونو په غرونو کې د پښتانه د تاریخی یوالی تړون ته کار وکړې، د خپل قام د تاریخی او طبیعی ځواک د رامنځته کولو بنسټونو ته مراجعه وکړې، خپل قام ته د خپلوۍ پیغام ورکړې، ښاری او پوهنتونی ـ باچاخانې تیروتلی مو وپوهوی، نور دا تاریخی فرصتونه د بړستنو په بی مانا او بی ارزښتو فسلفو مه ځاروی او هو چې کله مو سمه، ښار او غر سره د ملا پیونده او ایپی فقیر د تګ لارو او جدجهدونو په عملی کردارونو سره وتړل، نو هغه ورځ د پنجاب سره د فیصلی، او د هغو ابرځواکونو په تاسو د حساب کولو ده، چې همدا نن د پنجاب له دریځه تا غندې، ورته بی ارځښته یې، ستا پر خلاف د پنجاب پروژو ته پیسی او پنډونه ورکوی.داځکه چې هغه وخت به ښار ستا وی، غر به دې مورچل او خپل وی، پوهنتون، مدرسه، محراب او جومات به دې د قام د وېښتابه، راټولولو او منسجم کولو په درشلونو بدل وی، مشران به دې تدبیرونه سنجوی، ځوانان به دې د قامی ستراتیژیو په لار کې د پنجاب سره د محاسبی او لوی افغانستان د بیا راګرځولو ستراتیژیانۍ پلی کوی، او دا هغه څه دې چې د هوتکی، احمدشاهی او امانی عزتونو او عزمتونو په ابادیو به د بیا ابادونې افغان سترتابه وزېږوی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا