گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د طالبانــو حقانی شبــکـــی ندیمـه یا پتنګړه کاکی هم خوشی کړه !
د طالبانــو حقانی شبــکـــی ندیمـه   یا پتنګړه کاکی هم خوشی کړه !

د طالبانــو حقانی شبــکـــی ندیمـه یا پتنګړه کاکی هم خوشی کړه !

لکه څنګه طمع کیده او موږ وړاندوینه کړی وه  چی څرګنده نه ده چی په کاناډا کی میشته خوستۍ ندیمه به کله د کابل ښارپه زړه کی د حقانی وژونکی شبکی له منګولو آزاده شی ؟خو تیرو نیونواو د طالبانوپه ځانګړی توګه د حقانی شبکی اوسنی وضعیت ته په کتوچی د کابل پرښاریی خپلی خونړی منګولی خښی کړیدی ویلای شوچی ډیرژربه د زندانی شوی ندیمی په باب هم د نورورفرهنګی اومدنی فعالانو په څیر چی اجباری سکوت ته یی وهڅول د خوستې ندیمی برخلیک هم دیوه مختصر تعهد لیک په آخستلو څرګند اود طالبانود مظالمو په وړاندی به یی خوله چوپ شی . دادی نن ورځ مو خبر ترلاسه کړ چی ندیمه چی په پتنګړی کاکې شهرت موندلی ؤ او له څو ورځورا په دی خوا  د طالبانو د حقانی شبکی له لوری چی د کورنیو چارو  وزارت یی یرغمال کړی دی نیول شوی وه  ددغه دډار آچونکی شبکی  له لوری چی ویل کیږی د پاکستانی طالبانو TTP  او نورو پنجابی ډلو او زیات شمیر جنګیالیو له ملاتړ څخه برخه منه ده او ددغه شبکی  په لیکو کی د جهاد په نوم په انسان وژنه او د دولتی او شخصی شتمنیو په لوټلو مشغول او مصروف  دی  آزاده کړای شوه .

لکه څنګه چی موږ پخوا هم د حقانی شبکی له لوری د افغان روڼاندو اومدنی فعالانو سره د چلند په ترځ کی وړاندینه کړی وه چی پتنګړه کاکۍ چی اصلی نوم یی ندیمه دی اوپه رګونوکی یی دمورلخوا دبغلان ولایت اودپلارله لوری د خوست د غیرتی کلتور روح موجونه وهی له زیاتی مودی راهیسی د یوه خیریه بنسټ د پرمخ بیولوچاری هم پرغاړه درلودی اوپرمخ یی بیایی ترڅووکولای شی د افغانی ټولنی نارینه اوښځینه وګړی دیوی ښی راتلونکی په موخه دلوږی اوغربت له وژونکی بلاڅخه وژغورل شی . څرګنده نه ده چی په کاناډا کی میشته خوستۍ ندیمه به کله د کابل ښارپه زړه کی د حقانی وژونکی شبکی له منګولو آزاده شی ؟ خو تیرو نیونو او د طالبانو په ځانګړی توګه د حقانی شبکی اوسنی وضعیت ته په کتو چی د کابل پرښاریی خپلی خونړی منګولی  خښی کړیدی ویلای شو چی ډیر ژر به د زندانی شوی ندیمی په باب هم د نورور فرهنګی او مدنی فعالانو په څیر چی اجباری سکوت ته یی وهڅول د خوستې ندیمی برخلیک هم دیوه مختصر تعهد لیک په آخستلو څرګند او د طالبانود مظالمو په وړاندی به یی خوله چوپ شی .

دادی اوس یی له څوورځو ربړولو او روحی ځورولو وروسته آزاده کړه خو داچی آیا دوی به وکولای د ندیمی یا پتنګړی کاکۍ په خوشی کیدو خپلو موخو ته ورسیږی که څنګه ؟ دا هغه پوښتنه ده چی وخت به ورته ځواب ورکړی .

له آزادۍ رادیو څخه په ځانګړی مننه 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا