گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » پتمن:نه باج ورکوم نه باج آخلم! کټوازی :زه به خوست ته کارکوم
پتمن:نه باج ورکوم نه باج آخلم!   کټوازی :زه به خوست ته کارکوم

پتمن:نه باج ورکوم نه باج آخلم! کټوازی :زه به خوست ته کارکوم

که څه هم هیڅوګ د خوست دپخوانی والی ښاغلی محمد صدیق پتمن په دی جمله چی نه می چاته باج ورکړی دی اونه یی هم اوس ورکوم پوه نه شول چی د ښاغلی پتمن صاحب ددغه جملی مقصد څوګ دی خو ټول پوهیږی چی غوا توره او شیدیی یی سپینی دی.څوګ چی لا یی دخوستوالو سره دروغبړ او هرکلی مراسم نه ؤ خلاص شوی چی دشاهین قول اردو دیوه پخوانی بګیل شوی بازد وزرونو سیوری  چی په کال ۲۰۱۷ کال پر شاهین قول اردود مخالفو وسلوالو دبرید په پایله کی له څونورو منصب دارانو سره یوځای په یوکال بند محکوم شوی ؤ دخوست ولایت پر مقام راپریوتی . او دجمهوری ریاست دحکم پر بنسټ متقاعد جنرال مهمند کټوازی دخوست د نوی والی په دنده ؤګمارل شو .

چی دولایتی شورا ځینوغړو ، لیکوالانو ، دمدنی ټولنو استازو په هغه غونډه کی چی په دی مناسبت جوړه شوی وه نوی ټاکل شوی والی جنرال مهمند کټوازی ته خپلی هغه مخکینی غوښتنی ورمخی ته کړی دوی وویل دمرکزی حکومت چارواکو خوستوالو سره په دی ولایت کی دپاچا خان پوهنتون دجوړیدو ، دغلام خان لاری دترانزیټ ،دخوستیو کدرونو دګمارنې ، دقومی شخړو داساسی حل او ملی سوداګرو ته د اسآنتیاؤ دبرابرو لو ژمنی کړی دی چی عملی شوی نه دی . دخوست دولایتی شوری غړی قمرعلی لکڼوال دمهمند کټوازی د پیژندنی په باب جوړه شوی غونډه کی له نوی والی وغوښتل چی دقومی شخړو اوستونزو داساسی حل لارو دموندلو لپاره دی کاروکړی ……موږ دپاخان پوهنتون په باربار یادولو خفه کیږو ، دخوست ولایت دترانزیت په مسأله په ډیرو ویلو والله چی خفه کیږو . ….دیوی ښاری اتحادیی مشر جمال تڼی دسوداګرو دستونزو په باب وویل :چی دوی میاشتی د سوداګرو موټر په ګمرک کی ولاړ وی شل فیصده تشریح شل فیصده محصول چی په ۳۴ ولایاتو کی نه کیږی یوازی چی دخوست څخه کیږی دا زمو دخوست دترانزیټ دلاری لپاره دسیسه بولم . له جنرال مهمند کټوازی مخکی محمد صدیق پتمن چی نږدی څلورمیاشتی دخوست والی ؤ په یاده غونډه کی وویل :

مأموریتونه ،ولایتونه منفکۍ ،مقررۍ ،امتیازات زما په سرکی یو ویښته هم نه شی ټیټولای جیګولای . په ویاړ راغلۍ وم په ویاړ درنه ځم که کوم مکتوب هم پاته و ما په معینیت کی هم داکار کړی دی هرکله راشی کورکی هم درته امضأ کوم اوماهیڅکله هم نه چاته باج ورکړی دی او نه به باج ورکړم او واخلم مهمند کټوازی چی دتورن جنرالی فوځی رتبه لری په تیرو نږدی پنځو لسیزو کی دافغانستان په بیلابیلو ولایتونو کی د قول اردو د قوماندانی تر کچی مهمی پوځی دندی ترسره کړی دی . نوموړی غونډی ته  خپلو خبروکی وویل : پرموږ او تاسو د جمهوریت ساتنه ، ددی نظام ساتنه پر موږ اوتاسو باندی فرض ده .که چیرته خدای ناخواسته دا نظام نه وی نو څه به په وطن کی راشی ؟ موږ بی نظامی تیره کړی او په سترګو مولیدلی ده بیا نه غواړو چی بی نظامه شو. که نواقص په دی نظام کی موجود وی دهغه داصلاح لپاره به کارکوو دړنګیدا لپاره یی کارنه کوو .

ددغه راپور په چمتوکولو او خپرولو کی دآزادی رادیو ، لیکوال اوژورنالیست محترم نجیب الله الوخیل ، غرغښت تلویزین د خوست درسنیو دفتر څخه د ځانګړی مننی پوروړی یو او په دی توګه تری مننه کوو 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا