گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » په افغانستان کی دامریکاجنایتــونه اود قضائی مصؤنیت زړه نسخـــه !
په افغانستان کی دامریکاجنایتــونه اود قضائی مصؤنیت  زړه نسخـــه !

په افغانستان کی دامریکاجنایتــونه اود قضائی مصؤنیت زړه نسخـــه !

دنواندیشی یادونه : که څه هم افغانستان له څولسیزو را په دی خوا د نړیوال استعمار په منګولو کی ښکیل  دی او نه شی کولای د رښتینی خپلواکی په سیورو کی خپل برخلیک وټاکی خو بیاهم تیر شل کاله چی امریکا متحده ایالات او انډیوالان یی ددموکراسی او تش په نامه جمهوریت په نوم زموږ پرهیواد د ښکیلاک سیوری غوړولی وی او تردی چی زموږ د هیواد خوار وګړی به یی د القاعدی او تروریزم سره د ملګرتیا په تور په خونړۍ بڼه وژل او یا به یی هم د ګوانتانامو او باګرام په نوم مشهورو زندانونو اوبندی خانو کی په راز ، راز شکنجوربړول او ساتل او تردی چی امریکایانو به نه یوازی ددغه جنایاتو عاملین د افغانستان په جغرافیا کی نه محاکمه کول بلکه هڅه یی کوله ترڅو د خپلو افغان ټباره بړیڅو په مرسته د هغوی دقضائی مصؤنیت لپاره داسی لاری چاری وسنجوی چی په افغانستان کی د امریکا له لوری په افغانستان کی پر جنګی جنایاتو تورنو پوځیانواوترسره کونکو د نه محاکمه کیدو لاره هواره کړی . دهمدی موضوع د څیړلو په موخه د تهران رادیو د افغان نومیالی سیاست پوه ، مشهور لیکوال او پخوانی جهادی شخصیت استاد محمد امین فروتن سره په یوه ګردی میزکی مرکه ترسره کړیده چی دادی دغه مرکه تاسو د نواندیشی درنو لوستونکو ته هم وړاندی کیږی .

دتهران رادیو یادونه : درنو او محترمو اورېدونکو په هنداره پروګرام کې مو په خدمت کې یوو په دې هیله چې تر پایه راسره د پاتې کېدو فرصت ولرئ، نن به په افغانستان او نورو هیوادونو کې د امریکایي عسکرو د جنګي جنایتونو او د دغو جنایتونو د پټولو لپاره دامریکا دهڅو په اړه درسره وغږیږو.ویکي لیکس راپور ورکړ چې امریکا د مختلفو هیوادونو له خوا خپلو عسکرو ته د خوندیتوب د ورکولو د تړون په لاسلیکولو سره هڅه کړې هغه کسان چې په افغانستان او ځینو نورو هیوادونو کې یې جنګي جنایتونه کړې له محاکمې بري کړي.ویکي لیکس ليکي چې   جان بولټن په دوه زره دریم کال کې وویل چې امریکا  به خبل اقدامات د نړیوالې کیفري محکمې د محدودیتونو تابع نه کړی. دا په داسې حال کې دي چې له دغو خبرو د یوې لسیزې له تیریدو وروسته امریکا د هیګ نړیوالې محکمې له خواد خپلو پوځیانو د محاکمې اجازه نه ورکوي. د دغه راپور له مخې امریکا  د ځواکونو د وضعیت د موافقې یا سوفا SOFA) په لاسلیکولوسره کمزورې هیوادونه مجبوره کړل چې د دغه هیواد پوځیانو ته مصونیت او قضایي خوندیتوب ورکړي او امریکایي ځواکونه ددغه موافقې له مخې یوازې په امریکا کې او د دغه هیواد د  قوانینو په اساس محاکمه کیدی شي.ځواکونو  وضعیت د موافقې یا سوفا SOFA) هغه تړون دی چې د یو کوربه هیواد اوبهرنیو ځواکونو تر مینځ  هغوی ته د خوندیتوب د ورکولو لپآره لاسلیکیږي.ویکي لیکس په خپل راپور کې لیکلې چې کله چې په دوه زره یوولسم کال کې د عراق دولت ددغه تړون منلو ته تیار نه شو، واشنګټن خپل ځواکونه له دغه هیواده وویستل او همداراز په افغانستان کې له محاکمه کیدو د بهرنیو ځواکونومصونیت هم  له دغه زره څوارلسم کاله وروسته په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د پاتې کیدو لپاره د کرزي له دولت سره د امریکا یوه اختلاف مورد و.  د ویکي لیکس په لیکنه، د بوش دولت په یو بل اقدام کې په فشار او لالچ سره کمزوري هیوادونو  مجبوره کړل چې د  دغه هیواد پوځیانو ته د خوندیتوب د ورکولو لپاره  یو تړون لاسلیک کړي او حتي د امریکا له دغه ډول کړچار سره د اروپايي هیوادونو د مخالفت او  د کیفري محکمې د پیاوړتیا لپاره د اروپایي هیوادونو له هڅو سره سره  واشنګټن په مختلفو هیوادونو کې  په سترګو پټولو سره هغوي د امریکا دغوښتنو منلو ته مجبوره کړل.  د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دې مخکې په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو  د جنایتونو د جاجولو لپآره د هڅو په وجه د دغه محکمې په پخوانۍمشرې فاتو بنسودا بندیز لګولی و.په افغانستان کې په جنایتونو تورن ځینې عسکر له نمایشي محاکمو وروسته په ډېر کمې سزا سره بري کړی شوې دي. په دې موضوع به نن د پخوانی جهادی شخصیت اوشنونکی محمد امین فروتن سره زموږمرکه واوری.هیله ده چی ترآخیره به راسره پاته شی .

 پوښتنه: لکه څنګه چې تاسو ته پته ده امریکایي او دناټو نورو غړو هیوادونو لکه برتانیې او اسټریلیا ځواکونو په تېرو شلو کلونو کې د ډېرو جنګي جنایتونو مرتکب شوې، دغه هیوادونه هڅه کوي په مختلفو طریقو سره خپل عسکر بري کړي.  ویکي لیکس په دا وروستیو کې په یو راپور کې له محاکمې د خپلوعسکرود بچولو لپاره د امریکا له خوا دمختلفو کوششونو په هیوادونواومحکمو د فشارونواو داسې نوروهڅو خبرورکړی دی.

د افغانستان پخواني ولسمشر ښاغلي کرزي وړمه ورځ په یوه مرکه کې وویل چې امریکایانو په افغانستان کې ډېر خلک وژلې او زه باورنه کوم چې دا دی په غلطۍ سره وي اوامریکا باید خپلې غلطۍ جبران کړي تاسو په  افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د جنایتونو او دهغو د پټولو د هڅو په اړه څه نظر لرئ؟

لومړی خو تاسو او دتهران رادیو ټولو درنو اوریدونکو او مینه والو ته دزړه له اخلاصه سلامونه وړاندی کوم . رابه شو ستاسو د پوښتنی ځواب ته چی په افغانستان کی مو د امریکا او دهغوی د ملاتړو هیوادونو د نظامی حضور پر مهال د جنګی جرمونو او جنایاتو په باب د امریکا د تلاشونو او هڅو په هکله پوښتلی دی زما په ګمان کله چی په امریکا کی د ۲۰۰۱ یو کال د سپتمبرپیښی را مینځ شوی نو  دامریکا متحده ایالاتو او انډیوالانو یی پرته له دی چی په یوویشتمه پیړی کی د زاړه استعمار هغه پخوانی سنتی بڼی ته کامل بدلون ورکړی نو په دی بهانه چی دسپتمرد یولسمی پیښه له افغانستان څخه تنظیم او رهبری شوی ده یوازی د طالبانو سره چی پر افغانستان یی واکمنی درلوده پداسی حال کی اړیکه ونیوه چی هم هغه مهال هم د طالبانو واکمنی د نن په څیر د امریکا متحدو ایالاتو دیوی مشروعی واکمنی په توګه په رسمیت پیژندلی نه وه  چی کندهار ته یی د نصیرالله بابر او د پاکستان د پوځ د پوځی استخباراتو د مشر جنرال احمد محمد په ورلیږلو د طالبانو له مشر ملا محمد عمر مجاهد څخه وغوښتل چی په امریکا کی د سپتمبر د پیښو لوی تورن اسامه بن لادن د محاکمی په موخه امریکا ته ور وسپاری تر څو هغه په نړیواله او یا هم بله هره محکمه کی محاکمه کړای شی چی امریکا ته داسامه بن لادن دورسپارلوپه صورت کی به دامریکا له لوری د طالبانو واکمنی په رسمیت پیژندل کیږی او له دی سره سره به د خپلو نورو انډیوالانو هم غواړی چی د امریکا پر پله ګام پورته کړی تر څو په افغانستان کی د طالبانو واکمنی په رسمیت ؤپیژنی . بشری حقوق او ځینی نور خنډونه چی دامریکا او نړی لخوا د طالبانو د حکومت د رسمیت نه پیژندو اسباب اعلام شوی دی دافغانانو داخلی مسائیل اعلام کړای شی .خو کله چی طالبان او په ځانګړی توګه ملا محمد عمرمجاهد د طالبانوسترمشرامریکا ته داسامه بن لادن له سپارلو ډده وکړه نولږه موده وروسته امریکا اوانډیوالانو  یی ددی ارزونی پرته چی د افغانستان خاوره یوازی دیوی ډلی او حتی یوه نسل ملکیت نه شی بلل کیدای په داسی حال کی چی د طالبانو واکمنی یی دیوه مشروع دولت په توګه په رسمیت هم نه پیژنده د افغانستان پر خاوره یرغل وکړچی وروسته یی د بن په غونډه کی په استعماری خونړی نقشه د حامد کرزی په مشری دهیواد دپرمختګ په نوم یوه موقته اداره رامینځ ته کړه چی شل کاله وروسته زیاتره  د فساد د موجودیت اودافغانستان د خلکو دسنتونو سره د څرګند ټکر په پایله  کی د ټول ظاهری برم او مصنوعی د طالبانو لخوا په ډیر کم فشار سره ونړیده . واقیعت دادی چی دافغانستان ځمکه او هوا د امریکا او دتروریزم ضد په نوم د نړیوال ائتلاف هیوادونو ترمینځ په ځانګړو شرائطو وویشل شوه . تردی چی هلمند ، باګرام ، کندهار او مزارشریف مرکزونو او هوائی هډو ته د حامد کرزی او اشرف غنی په څیرد افغانستان لاس پوڅی ولس مشران او لوړپوړی چارواکی به د امریکا ، بریتانیا او نورو هیوادونو د ولس مشرانو ، لومړی وزیرانو ته چی په توره شپه کی به راتلل ورغوښتل کیدل . او ځواکونوبه یی په هیواد کی د القاعدی اود حکومت د مخالفینو په تور خواربزګران ، ښځی او ماشومان داړل او ښکارول . زه په دی باور یم چی ترڅو ونه کولای شو د نړیوال استعمار او ښکیلاک د نفوذ ټول منفذونه د علم او پوهی په رڼا کی ونه پیژنو او افغانستان یووار بیا د عدالت پر بنسټ د تیر برم او تمدن لاره خپله نه کړی تل به محتاج او کمزوری یو . لکه څنګه چی تاسو هم ورته اشاره وکړه چی د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په یوه مرکه کې وویل چې امریکایانو په افغانستان کې ډېر خلک وژلې او زه باورنه کوم چې دا دی په غلطۍ سره وي او امریکا باید خپلې غلطۍ جبران کړي …ددی سره سره چی دیوه افغان وګړی په توګه کرزی صاحب د احترام وړ بولم خو دنوموړی داس څرګندونی هغه د چا خبره چی له اختره وروسته نکریزی دی. پوره باور لرم چی هیڅوګ ګمان نه کوی چی د امریکایانو او یاهم د هغوی د ملګرو له خونړیو جنایاتو دی کرزی صاحب چی په ظاهره یی د ولس مشرې کالی آغوستی و خبرنه وی نو ځکه خو وایو چی کرزی صاحب ولی د هغو جنایاتو په وړاندی چوپه خوله ؤ اویا یی هم کله ناکله چی جنایات به ډیر خونړی ؤ کرزی صاحب اویا هم نورو افغان ټباره چارواکو ته دلافو اوشافو موقع ورپه برخه شوی وه اوځانونه یی د مخالف اپوزسیون په توګه په داسی حال کی راښکاره کول اود مخالفت ډنډوری غږولی چی دکورونوامنیت یی هم دحکومتی ساتونکولخوا نیول کیده او ځان به یی د امریکا مخالف هم باله البته دویکی لیکس په هکله هم دومره ویلای شم چی ویکی لیکس او دهغی په څیر نور استراتیژیک او تحقیقاتی مرکزونه هم زیاتره د بهرنیانو په ځانګړی توګه د امریکا د متحده ایالاتو تیر جنایات او کړه وړه د یوه سیاسی مصلحت پر بنسټ خپروی چی دا کار که څه هم د امریکا دعزائمو په روښانه کولو کی مرسته کوی خو هیڅکله هم د نـــړیوال استعمارد عمومی استراتیــــژی په بدلون کی اثر نلری او یاهم کږ اثـــر لری پوښــتـــنه: اوس چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت واکمن دی چې ادعا لري یو پوره خپلواکه حکومت دی، څه فکر کوئ ایا ددغه شان جنایتونو مساله به راوسپړي او امریکا به په دې مساله مواخذه کړي؟

ستاسو دپوښتنی په ځواب کی باید ووایم چی که څه هم طالبان چی زیاتره یی دافغانستان خاوری خوار او په اوسنی نړی کی د پرمختګ او تکنولوژی څخه محرومی پرګنی دی ترڅوداستقلال،ملی خپلواکی ، سالمه او له مشروعیت څخه برخه منې واکمنی چی په اوسنی نړی کی چی زیاتره ملتونه او اولسونه د فرهنګی ښکیلاک په وسیله تروړل کیږی په رښتینی معنا پوه نه شی  ګرانه ده چی دوی به وکولای شی امریکا او انډیوالان یی د محاکمی میز ته را کاږی . داځکه چی په دوحه کی له طالبانو سره دتړون ور هغه خوا همدا اوس هم پرته له دی چی د نړیوال کفر او اشغال ماهیت وڅیړی او په ټوله له هغه اقداماتو له ترسره کولو ډډه وکړی تراوسه هم د هم هغه پخوانی وراسته مافیایی نظام بوټان چی د ناتو پر خونړیو نظامی ستنو او د امریکا پر ډالری فرش ایښودل شوی ؤ او پایله کی د طالبانو لخوا پر یوه کم فشارسره وشړیدل دطالبانو لخوا ددوهم ځل لپاره په داسی حال کی چی د امریکا ډالری فرش او د ناتو نظامی خونړی ستنی وجود نلری په کاریکاتوری توګه آغوستل کیږی . نو ځکه خو طبیعی ده چی طالبان به ونه کولای شی امریکا او ملګری یی چی په افغانستان کی په تیرو شلو کالونو کی د راز راز خونړیو پیښو عامل دی د سوال او ځواب میزته راکاږی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا