گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » په افغانستان کی دترکیی ښکیلتیــا که دنورو حساسیتــونه راپــارول !
په افغانستان کی دترکیی ښکیلتیــا که دنورو حساسیتــونه راپــارول !

په افغانستان کی دترکیی ښکیلتیــا که دنورو حساسیتــونه راپــارول !

شک نشته چې زمونږ هیواد له تیرو څو لسیزو راهیسې د ګاونډیانو سیمې او نړیوالو ترمنځ د رقابتونو، تربګنیو او زور ازموینې ډګر ګرزیدلى دى. شورویانو امپریالیزم په افغانستان کې مهار کاوه، امریکا او اوروپا خپل دښمن د هغوى کور ته له ورتلو وړاندې دلته وژنې، پاکستان زمونږ په خاوره خپل بالفعل او بالقوه دښمن وهی. هند دلته  لوبیږی، ایران زمونږ په هیواد کې امریکا او سعودی ته خپل زور ښئی روسیه او چین هم لاس تر زنې ناست نه دی، د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره د نورو په پرتله محتاطانه لوبیږی، حالات څاری او وقتا فوقتاً غبرګون ښیی، خو چینایان  په خبرو نه، بلکې په کار کولو موخې ترلاسه کوی. زما په أند دغه دواړه هېوادونه په افغانستان کې سولې ته له خپلو ګټو سره غوټه ورکوی، خو بیا هم په هر حال د متمائل سیاست خپلولو لپاره لومړیتوبونه او  A B C پلانونه هم لری.د افغانستان او ترکیې ترمنځ د تاریخ په اوږدو کې خورا نږدې او دوستانه اړیکې درلودلې او دا چې افغانستان له شوروی اتحاد وروسته دوهم هیواد وه چې د معاصرې ترکیې جمهوری حکومت یې په ١٩٢٣ زیږدیز کال کې په رسمیت وپیژنده.

د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې د تل لپاره دوستانه پاتې شوی دی.البته له افغانستان سره د یاد هیواد د تاریخی اړیکو له شتون سره سره ترکیه له تیرو دوو لسیزو راپدیخوا د ناتو په چوکاټ دلته شتون لری او لوبیږی. که له ترکتبارو افغانانو سره یې ښکیلتیا زیاته هم وه، خو مونږ ته دومره د اندېښنې وړ نه وه. ترکیه له افغانستان سره د زده کړو او د امنیتی ځواکونو د روزنی په برخه کې مرسته کوی. لیکن د ترکیې د اوسنی حکومت د اسلامپالی له دعوې او د اسلامی نړئ قیادت سمبالولو ته له هڅو سره سره د پان ترکیزم د را ژوندی کولو هڅې د هغوى اسلامی روحیه تر پوښتنې لاندی راولی. پان ترکیزم او د امت د اتحاد هدف ته رسیدل جدا لارې لری او جدا موخې دی. اټکل کیږی چې ترکیه د خپل عظمت رفته د را ژوندی کولو لپاره د اسلام او تبار دواړه کارتونه کاروی.دوستم په افغانستان کې د توپک د شپیلئ په زور د مخالف اړخ د تهدید توهین او تحقیر تاکتیکونو په کارولو د ازبک قوم د مشرتابه له دعوې سره سره بیا هم د عامو افغانانو ترمنځ د ستر جنګی جنایتکار، د پردیو د لاس اله او اخلاقی  مجرم په توګه پیژندل کیږی. په تیرو دوو لسیزو کې د ځینو نوموتو شخصیتونو په ابرو باندې د تجاوز  په قضیو کې د ککړتیا له امله له عدلی او قضایی تعقیب څخه د ترکیې د حکومت لخوا د دوستم د ژغورلو متکررو هڅو په دغه هیواد باندې زمونږ د باور کچه ټکنى کړی ده.اوس چې د ناتو ځواکونه په بشپړه توګه له افغانستان څخه د وتلو ژمنه کړی ده او ترکیه هم د ناتو فعاله غړى هیواد ده، نو پاتې کیدل به یې یقیناً د تړون ماتیدل وی. داسې ښکاری چې دغه هېواد له امریکا او پاکستان سره د کومې معاملې په نتیجه کې د کابل د هوایی ډګر د ساتلو مسئولیت اخیستو ته ملاتړلی ده. د افغانستان په مسئله کې د یادو دریو واړو له دوه مخی سیاستونو او مشکوک شالید ته په کتو په اوسنی مبهم حالت کې د کابل د هوایی ډګر ساتلو لپاره د ترکیې د ځواکونو پاتې کیدل د افغانانو په ذهنونو کې لاندی پوښتنې را پورته کوی؛
۱-  یوازې د هوایی ډګر ساتل د افغانستان خلکو ته په زغرده اعلان ده چې د سقوط اوسنى جریان دوام مومی او پلازمېنه کابل سقوط کوی او یو ځل بیا ملوک الطوایفی جوړیږی چې د کابل هره ناحیه او کوڅه د مختلفو اړخونو لخوا د مرګونو چور او وحشتونو شاهده واوسی.۲-  افغانان به داسې وګڼی چې نړیوال د ګډوډوی نښې وینی او یا هم د منفی نظر څارونکی افراد به دغه نوښت ته د دسیسې او انارشی جوړولو نړیوال پلان برخه وګڼی او داسې به وانګیری چی ارګ او نړیوال یوازې د ځانونو د خوندی ایستلو لپاره یوه لاره پرانیستې ساتل غواړی. نور افغانان ورته نه اهمیت او نه هم ارزښت لری. داسې وضعیت رامنځته کوی چې خداى مه کړه د افغانستان د دښمنانو له پلانونو سره سم د دغه هېواد د تجزیې لامل شی۳-  امریکا پوهیږی چې د چین لخوا په سینکیانګ ایالت کې د ستر سوداګریز ازاد زون جوړول او یوه لاره یو کمربند پروژه بالفعل او بالقوه توګه د چین اقتصادی وده لوړوی او بیا به یې امریکا رقابت ونشی کړاى. په سینکیانګ ایالت کې د چین په نوښت جوړیدونکئ ازاد سوداګریز زون په داسې سیمه کې موقعیت لری چې ډیری خلک یې ترک تباران دی او چین لادمخه د دغې سیمې په نا امنی کې له امریکا سره په همغږی د ترکیې په لاس لرلو شک لری.۴-  له بشپړ وضاحت او د افغانانو له باور ترلاسه کولو پرته به زمونږ هیوادوال فکر وکړی چې د ترکیې لخوا د کابل د هوایی ډګر ساتل به د ترکیې د پان ترکیزم خوب ته  تعبیر موندلو لاره هواره کړی او د پاکستان د ډیورنډ ستونځې د ختمولو کې به مرسته وکړی او د امریکا د ولسمشر بایډن په فکر په دریو برخو باندې د افغانستان د ویش خیال د تحقق خوا ته به پرمختګ ولری.۵-  چین به د خپل نیمه خپلواکی سیمې سینکیانګ او هلته د اوسنی اغیزمنونکی امنیت په تړاو ممکن غبرګون وښئ او روسیه به په خپل ګاونډ کې د اندیښنې وړ افراطیت او توندلاری ته د ودې ورکولو او د هغوى تر اثر لاندې سیمو د نا امنه کولو خطر په وړاندی یوازې په ننداره کولو باندی بسنه ونکړی.۶-  مونږ ښه پوهېږو چې مونږ په اسانی سره اسیب منونکئ هیواد لرو. ایران به د رقابتونو په منډه کې حتما په داسې کړنو لاس پوری کړی چې زیان به یې مونږ وینو او هغوى به زمونږ زیانونه د خپلو ولسونو او خاورې د دفاع په نوم د توجیه وړ ګڼی.۷-  د پاکستان په دولتی تګلارو باندې زه هم ملاحظات او نیوکې لرم خو هیڅ ډول شک نلرم چې د پاکستان خلک زړه سوانده او لوى نیتی ولس دى. البته د پاکستان امنیتی ارګانونه توندلاری، افراطیت او رادیکالیزم ته د استراتیژی له مخې په وده ورکولو د نړیوالو په اند پاکستان ته ګوته نیول کېږی. د کابل د هوایی ډګر ساتلو په پلان کې د پاکستان ښکیلول د ګاونډیانو او سیمې په کچه په ځانګړی ډول د هند، ایران او منځنۍ اسیا د هېوادونو حساسیتونه را پاروی او زمونږ ملی ګټې به وننګوی.
که بیا هم د ترکیې د هیواد نظامی ځواک شتون اړین وی، نو حکومت باید د مسئولیت له مخې خپل ولس ته حقایق او اړتیا په ګوته کړی چې د کومو مجبوریتونو له امله یې دغه وړاندیز قبول کړ. په دغه هکله د حکومت چوپه خوله پاتې کیدل ستر زیانونه رامنځته کولاى شی. حکومت مکلفیت لری چې په دغه حساس تاریخې پړاو کې زمونږ د هیوادوالو په اندیښنو باندې ځانونه پوه او له داسې نوښتونو څخه ډډه وکړی چې مونږ ته د ستونځو د لازیاتیدو لامل ګرځی. د افغانستان خلک باید پوه شی چې یوازې د ترکیې د ځواک پاتې کیدل د کومو موخو لپاره ده؟ متبادل لری که نه؟ او دغه کار ولې بل یا نور هیوادونه نشی کولاى؟که د پرې ترشا نورې پټې موخې نه وی. یوازې د بهرنیو او کورنیو بنسټونو باور  ترلاسه کول موخه وی، نو په کابل کې د دیپلوماتیکو مراکزو کورنیو او بهرنیو مؤسساتو د خوندیتوب لپاره نورې لارې او متبادل غوراوی هم شتون لری. که نظامی حضورته اړتیا هم وی نو داسې هېوادونه هم شته چې په افغانستان کې د لاس وهنو په تور پړه نه ګڼل کیږی او که  امریکا ورته د ترکیې په شان د حمایت باور ورکړی نو دلته راتلل به یې غبرګونونه نه راپاروی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا