گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » په افغانستان کــــې انتـــخابات او دبحــــران لاملــــونـــه یـــــی ؟
په افغانستان کــــې انتـــخابات   او دبحــــران لاملــــونـــه یـــــی ؟

په افغانستان کــــې انتـــخابات او دبحــــران لاملــــونـــه یـــــی ؟

تقریباً اتلس کاله وشول چې په افغانستان کې ولسواکی حاکمه شوې او د ولسواکۍ له غوښتنو سره سم په دې هېواد کې سیاسی قدرت د ټاکنو له لارې لاس په لاس کېږی.د افغانستان د اساسی قانون له مخې هر پنځه کاله وروسته د ولسمشر او ولسی جرګې لپاره ټاکنې کېږی، خلک د خپلومستقیمو رایو په اساس ولسمشر ټاکی، همدا ډول هر پنځه کاله وروسته د ولسی جرګې لپاره خپل غړی لېږی، خو هر ځلې له ټاکنو وروسته د نوماندانو او د دوی د پلویانو ترمنځ لویه ننداره جوړیږی او دا وېره احساسیږی چې هسې نه د اویایمو کلونو په څېر یو ځل بیا کورنۍ جګړه پیل شی او یا دا هېواد د تجزیې خوا ته کش شی. دا چې ولې دا حالت رامنځته کېږی، هڅه به وکړو، دې پوښتنې ته د ټولنپوهنې له لیدلوری ځواب پیدا کړو او دا څرګنده کړو چې کوم تاثیرات میسر شوی دی چې دا پروسې د لانجو خوا ته بیایی.که د بېلګې په توګه د ۱۳۸۳- ۱۳۸۸- ۱۳۹۳ لمریزو کلونو د ولسمشریزو ټاکنې یادونه وکړو چې د پایلو له اعلان وروسته په دې هېواد کې څه تیر شول او مات لوری په څومره فشار او امتیاز اخیستلو خپله پړه ومنله.که د ولسمشرۍ له ټاکنو تیر شو د ولسی جرګې او یا هم د ولایتی شوراګانو د ټاکنو په پروسو کې هر افغان ته دا معلومه ده چې د دوی په سمیه کې څه تیر شوی، کاندیدان او د دوی پلویان کوم حالت ته سره رسېدلی دی. کله چې د ولسی جرګې یا د ولایتی شوراګانو د ټاکنو پایلې اعلان شوی، وروسته یې څومره کش مکشونه راپورته شوی او هر سړی پرته له دې چې د شکایاتو کمیسیون ته د خپلې ادعا لپاره قانع کونکی دلایل وړاندې کړی یوازې شکایتونه کوی چې درغلی راسره شوې ده او زه یې نه منم، همدا ډول ګټونکی لوری هم ځان پرته له کوم استدلاله بریالی بولی او د هېچا خبرې ته غوږ نه ږدی او بلاباندې دا غورې هم کوی چې، هغه به ورځ وی چې ما څوک له پارلمانه وباسی. په داسې حال کې کله چې په لویدیزه نړۍ کې د ټاکنو پایلې اعلان شی مات لوری پرته له ځنډه بریالی ته مبارکی ورکوی او د اعلان شویو رایو پایله منی، که نیوکه او یا شکایت لری له اسنادو شواهدو او اثباتیه دلایلو سره یو ځای د ټاکنو د شکایتونو د څېړنې کمیسیون ته یې سپاری او په ډېرې حوصلې د پایلو انتظار کوی.پوښتنه دلته ده چې ولې په افغانستان کې د ټاکنو پایلې داسې یوې مرحلې ته رسیږی چې ان د کورنۍ جګړې وېره په کې لیدل کېږی، په داسې حال کې چې په لویدیځه نړۍ کې هم ټاکنې کېږی، او کله کله په ډراماتیک ډول د ټاکنو پایلې تغیر کوی، خو مقابل لوری هڅه کوی ترڅو د قانونی لارو درغلۍ ثابتې کړی، نه دا چې د ټاکنو مشروعیت ته زیان ورسوی.ولې په افغانی ټولنه کې ټاکنې د ټکونې سبب ګرځی؟ ولې یو څوک خپله ماته نه منی؟ او ولې دلته بنسټونه نه شی کولی چې افرادو ته قناعت ورکړی؟

* سپین روان نورزی په ټولنپوهنه کې ماسټری کړی، درې کاله د ملی احساس خپلواکې ورځپاڼې مسؤل مدیر پاتې شوی، د خوست په شیخ زاید پوهنتون کې دوه کې افتخاری د ټولنپوهنې په برخه کې استاد و، او د تیرو لس کلونو را په دې خوا د لیکوالۍ او ژورنالیزم په برخه کې مصروف دی.

د ټولنپوهنې عمده دنده د ټولنیزو بحرانونو توصیف او د ټولنیزو پدیدو د قانونمندۍ شرحه او بیان دی.د ټولنیزو علومو تیوریسنان په دې اند دی چې کله په کومه ټولنه کې د ( ګټې اصالت- Utilitarianism) (۱)حاکم شی هلته د فنګسیونالیزم(٢) لپاره بستر وغوړیږی.فنګسیونالستان په دې عقیده دی چې ټولنه تر فرد مهمه ده، ځکه فرد د ټولنې تر اغېز لاندې وی، دوی وایی انسان تر هغې مهم دی چې ټولنه یې نه وی جوړه کړی کله یې چې ټولنه جوړه کړه، دی په کې مدغم کېږی او فردی اراده په ټولنیزه اراده پورې تړل کېږی، له بلې خوا دوی په ټولنه کې د نظم پلویان دی او د ټولنې د بقا لپاره ټولنیز نظام اړین او ضروری بولی، په همدې اساس دوی تاکید کوی چې باید ټولنیز واقعیتونه مطالعه شی نه فردی مسایل.( پارسونز) چې په شلمه پېړۍ کې د دې مکتب مخکښ و، هڅه یې کړې چې په ټولنه کې د ټولنیزو بنسټونو او جوړښتونو کړنې ( acts)(٣) مطالعه کړی او د غربی ټولنې د پایښت لپاره یوه نسخه وړاندې کړی.دی وایی چې هره ټولنه یو لړ اصول او قواعد لری چې د هغو په تعدل سره په ټولنه کې نظم او ثبات رامنځته کېږی.همدا ډول دی زیاتوی چې په هره ټولنه کې کړنه له څلورو عناصرو (۱- سیاسی، ۲- ټولنیزکېدونکی، ۳- ټولنیزه، ۴- اقتصادی.) تشکیل شوې دی، خو په هر ټولنه کې ټولنیز نورمونه او معیارونه فرق لری، د بېلګې په توګه شاید په یوه ټولنه کې یو شی اساسی هدف وی او په بله ټولنه کې بیا بل شی وی، په همدې اساس پارسونز په لویه کې ټولنې په دوو برخو ویشی، یوه سنتی بولی او بله موډرنه.د ده په اند سنتی ټولنې هغه دی چېرته چې پخوانۍ سنتی اړیکې حاکمې وی، خو په موډرنو ټولنو کې ( ابزاری عقلانیت) کوم چې د غربی ټولنې د مډرنېټې محصول دی، حاکم وی، په دې دوو ټولنو کې د انسان لپاره د انتخاب معیارونه هم توپیر لری.

پارسونز وایی چې په سنتی ټولنو کې انتخاب څلور معیاره لری: ( ځانګړی چلند، عاطفی،کیفیت او عمومی)، خو په مقابل کې یې په موډرنه ټولنه کې ( عمومی چلند، غیر عاطفی، کړنه، او ځانګړنه) دی.د پارسونز په خبره، په سنتی ټولنه کې په انتخاب کې ځانګړی چلند، چې موخه ترې د منتخب کس سره په شخصی اړیکو ولاړه وی، کوو. په موډرڼه ټولنه کې بیا چلند مو عمومی وی، خپلوی او نورې اړیکې نه پالو.په سنتی ټولنه کې انتخاب عاطفی وی، یعنې منتخب کس د عاطفې په اساس ټاکل کېږی. په موډرنه ټولنه کې ټاکنه غیرې عاطفی وی، د کاندید په احساساتی خبرو او رازیو نه غلیږی.په سنتی ټولنه کې خلک د کاندید په ظاهری کیفیت، لکه څېره، شهرت او نورو مسایلو پسې ګرځی. په موډرنه ټولنه کې بیا خلک انتخاب د منتخب کس د وړتیا او کړنو په اساس کوی.په سنتی ټولنه کې خلک په انتخاب کې عمومی مسایل ګوری او په دې بحثونه کوی چې د پلار او نیکه میراث مو دی. په موډرنه ټولنه کې په انتخاب کې له هغه مقام سره د منتخب وړتیا په نظر کې نیول کېږی.(۵)دې وېشنې ته په کتو په سنتی ټولنو کې خلک ټاکنه د ټاکلکېدونکی د خوشالولو لپاره کوی، ولې په موډرنو ټولنو کې ټآکونکی ټاکنه د ځان او د ټولنې لپاره کوی، ځکه د مډرنېټې ځانګړتیا دا ده چې هلته انسانی اړیکې وسیلوی وی، هر څه د کړنو او د هغې د محصول په اساس ارزول کېږی، اخلاق او معرفت پېژندنه نسبی حالت غوره کوی. (سکندری: پایګاه بصیرت وېبسایټ)موډرنې ټولنې په نظری لحاظ یوولس ځانګړتیاوې لری:۱- اومانیزم، ۲- د عقل اصالت، ۳- د تاریخی پرمختګ اصل باندې عقیده لرل، ۴- د نویو علومو اصالت، ۵- د طبیعت او ماوراء طبیعت بېلول، ۶- نوی تکنالوژی او تکنوکراسی، ۷- سکولاریزم او د چارو سکولاریزه کول، ۸- موډرنه پیچلی بیروکراسی، ۹- نیهلیزم، ۱۰- د بشر په لاس جوړو شویو قوانینو او د بشری حقونو په رعایت عقیده لرل، ۱۱- او پانګه والۍ ته لومړیتوب ورکول.(۶) کله چې افکار دا ډول شول هغه ټولنه موډرنه بلل کېږی. (سکندری: پایګاه بصیرت وېبسایټ)اوس پوښتنه دلته ده چې ایا افغانی ټولنه موډرنه شوې او د مډرنېټې عصر ته رسېدلې او کنه؟په افغانی ټولنه کې هر کال په سلګونو حتا په زرګونو داسې قضیې لاندې باندې کېږی چې منشاء یې ناموسی وژنې، تربګنۍ او د یوه او بل په چارو کې مداخلې تشکیلوی. دلته اوس هم زورواکی او قاتل د ویاړ او افتخار مرجع ده او هغوی ډېر ویاړی چې ډېر ظالم او قاتل وی، استدلال او منطق سر خوړلی او منطقی کسان په تکفیر او ارتداد لمانځل کېږی. هر چا ته چې صلاحیت رسېدلی اداره یې له خپلې کورنۍ ډکه کړې، چې ډېر مثالونه یې شته. لنډه دا چې په دې ټولنه کې د یادو شویو یوولسو مواردو څخه یې ګرانه ده چې یو هم په دې ټولنه کې څوک ومنی او یا یې منلی وی،ځکه د ایشیا فنډیشن د راپور په اساس دلته لا تر اوسه (۷۵٪) خلک بې سواده دی په داسې حال کې چې د موډرنېټې لپاره حداقل خلک خو دې په دې پوه شی چې تکنالوژی څه شی ده او نوی تکنالوژی کومې اسانتیاوې رامنځته کړې دی.اوسنۍ ټاکنې او ډیموکراسی هم د همدې موډرنې ټولنې محصول دی، ځکه دلته ټاکنه د ټولنې د بهبود لپاره کېږی او بایده ده چې د ټولنې څلور موډرن معیارونه په نظر کې ونیول شی، په داسې حال کې چې دلته ټاکنه د څلور سنتی معیارونو په اساس کېږی او هر څوک هغه کس ته رایه ورکوی چې قومی، مذهبی اړیکې وسره ولری، په ظاهری لحاظ غوړ، د وینا لحن یې احساساتی او په ټولنه کې مشهور وی. ځکه چې ټاکنه د عقل په بنیاد نه، بلکې د احساساتو او عواطفو په بنیاد صورت نیسی، ټآکل شوی افراد هم موږ ته عقلانی کارونه نه، بلکې هر وخت مو په احساساتو او جذبو کې غرق ساتی ترڅو دوی د استازولۍ له امتیازاتو په استفادې خپلې مزې او چړچې وکړی.تر هغې په یوه ټولنه کې ثبات نه راځی چې څلور کوچنی سیستمونه ( فرهنګ، ټولنه، شخصیت او وسایل) په خپلو کې سره معتدل نه شی، ځکه دی وایی چې انسان دوه ډوله اړتیاوې لری، یو ډول یې ( بهرنۍ) دی  او بل ډول یې ( داخلی). په بهرنۍ اړتیاوو کې ( وسیله) ارګانیزم یا له پالیسیو سره سمون دی او شخصیت ( هدف) ته لاسرسی دی. په داخلی اړتیاوو کې فرهنګی او ټولنیزې راځی، دلته هم وسیله د الګو ساتل دی او هدف ټولنیز انسجام دی، که چېرې په دې څلورو سیستمونو کې کوم یو له دې نورو سره برابر نه شی، په هغه صورت کې ټولنه خپل تعادل له لاسه ورکوی.( پارسونز: )

که چېرې وکتل شی په افغانی ټولنه کې فرهنګ تر اوسه سنتی دی او ټولنه په دې هڅه کې ده چې سنتی الګوګانی وساتی، شخصیت مو له سنتی ټولنې سرچینه اخلی په داسې حال کې چې اورګانیزم یا وسایل چې ټاکنې دی دا موډرنې او عصری دی، کله چې په یوه سنتی فرهنګ او سنتی ټولنه کې د مورډن بهیر لپاره د شخصیت ټاکل په موډرنو وسایلو صورت ونیسی په طبیعی ډول د تصادم او تقابل لامل ګرځی.دلته باید یا تر هغې دا کش مکشونه وزغمو تر کومې چې فرهنګ مو موډرن شوی نه وی، موډرن فرهنګ په یو مخی ډول د افکارو بدلون ته اړتیا لری، په همدې دلیل هغه بهیر ته رسېدل اوږده سفر او لویه مبارزه غواړی، یا باید د ټاکنو لپاره هغه میکانیزمونه ایجاد کړو او یا له هغو وسایلو کار واخلو چې د ټولنې له فرهنګ سره سمون لری ترڅو وکولی شو هم حکومت ولری اوهم خلک پرې راضی وساتلی شو.

۱- فصیحی امان الله، نظریه های پیشرفته جامعه شناسی، د ماسټرۍ دورې لکچرنوټ.

۲- یان کرایب، نظریه های اجتماعی مډرن، ژباړه، عباس مخبر،۱۳۹۲ کال، تهران. ۶۱-۶۲ مخونه.

  ۳- سکندری، محمد رضا، موډرانیزم و ډیموکراسی: پایګاه بصیرت وېبسایټ.

۴- بازارګاد، مکتب های سیاسی، ژباړه سپین روان نورزی، ۱۳۹۴، مستقبل خپرندویه ټولنه، کابل.

۵- د ایشافنډیشن راپور، ۱۳۹۵ کال.

۱ – دا فلسفه د انتفاعی مفیدیت یا ګټې وټې په نوم هم پېژندل کېږی، ځکه دا فلسفه ټولې نیکۍ او ښېګڼې د ګټې په تله تلی او وایی چې د هر انسان هر عمل اخلاقاً نیک دی خو په دې شرط چې د دې اصل تابع وی. یعنې هره کړنه باید د هغې د حاصل په اساس وارزول شی، ځکه کړنه په خپل ذات کې سمه یا غلطه نه ده، بلکې د خپلې پایلې په اساس مثبته یا منفی کېږی.( پازارګان: ۱۳۹۵، ۱۹۹)

٢ – داسې ویل کېږی د فنګسیونالیزم رېښې له لرغونی یونانه راغځېدلی دی، خو د دې مکتب په اړه د ټولنپوهنې بنسټ ایښودونکی ( اګوسټ کنټ) یو څه جدی بحثونه وکړل، له هغه وروسته ( ایمېل دورکیم) هم په دې برخه کې کار وکړ او په شلمه پېړۍ کې د دې مکتب مخکښ ( تالکوت پارسونز) دی.

دا مکتب په دې نظر دی چې په ټولنه کې هره پدیده د خپلې دندې او فعالیت په اساس ژوند کوی، کله چې کومه پدیده له کاره ولویږی، په ټولنه کې په طبیعی ډول محوه کېږی.

٣ – پارسونز وایی ( کړنه – act) هغه انسانی عمل دی چې انګیزه او لارښوونه یې معنا ولری او کړوال ( فاعل) یې هغه کړنه له خپلې ټولنې زده کړې وی.

دی وایی چې انسان هره کړنه د ټولنې تر اغېز لاندې کوی، یعنې انسان د ټولنې له نورمونو او معیارونو څخه نه شی خلاصېدای او مجبور دی چې د هغو په چوکاټ کې عمل وکړی په همدې اساس اړینه ده چې د یوه وضعیت د ارزونې لپاره کړنې وارزوو نه یوازې کړوال. =>

=> ( تالکوت پارسونز) د یوې کړنې لپاره څلور عناصر ( ۱- عامل، ۲- هدف، ۳- محیط او ۴- ټولنیز نورمونه) وضعه کوی او وایی چې باید یوه ( کړنه) دا څلور توکی ولری او هره کړنه چې له دې څلور توکو ترکیب شوی وی هغه سیستم یا نظام دی، او سیستم باید درې ځانګړتیاوې ولری: ۱- د سیستم اړتیا پوره کړی، ۲- الګومند وی او ۳- خوځنده وی.

پارسونز د ټولنیزو کړنو سیستمونه سطحه په سطحه ویشی، او له پاسه خوا یې لاندې یا له لویو تر وړو یې صنفبندی کوی.

دی د کړنو سیستم تر ټولو لویه سطحه ژوندی موجودات بولی، په دویمه درجه کې د کړنو سیستم یا نظام یادوی، په دریمه کټه ګورۍ کې د کوچنیو سیستمونو کړنې دی چې په هغې کې ( شخصیتی، فرهنګی، ټولنیزې او زیست پوهنیزې) کړنې راځی.

په څلورمه سطحه کې د کوچنیو سیستمونو د کړنو سیستم دی، او په هغې کې د ټولنیزو کړنو زړه راایستل شوی او په څلورو برخو تقسیمیږی: ۱- سیاسی، ۲- ټولنیزکېدونکی، ۳- ټولنیزې، ۴- اقتصادی.

۵ – یان کرایب، نظریه های اجتماعی مډرن، ژباړه، عباس مخبر،۱۳۹۲ کال، تهران. ۶۱-۶۲ مخونه

۶ – د یادو اصطلاحاتو د توضیح لپاره دې سیاسی مکتبونه، د سپین روان نورزی ژباړه وکتل شی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا