۶۳ کلن امير بهير تر ۲۰۱۲ز کال پورې د خوست د مرکز اړوند د پنکزیو په سیمه کې د افغانستان لپاره د ازادۍ راډیود خبریال او لیکوال دنده ترسره کوله .نوموړي اوسمهال د خوست د لوړو زده کړو په یوشمېر موسسو کې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد وو.
امیر بهیر د څو کلونو لپاره په خوست کې د خبریالانو د یوې خپلواکې ټولنې مشر وو او د رسنیزو بنسټونو او خبریالانو د حقوقو په دفاع کې يې مهمه ونډه درلوده.امیر بهیر د اګست پر ۱۵مه په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.د نوموړي جنازې ته د ځايي خلکو برسېره یوشمېر روڼ اندي، د رسنیو استازو او د مدني ټولنو فعالان ورغلي ول.