گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » په خوست کې دډاکټرانوکاربندېز!
په خوست کې دډاکټرانوکاربندېز!

په خوست کې دډاکټرانوکاربندېز!

د افغانستان په خوست ولایت کې د ۴۲ کلینیکونو ډاکټرانو د مې په ۲۳مه د احتجاج په توګه کاربندیز اعلان کړ.دوی وایی‌له څلورو میاشتو راهیسې ورته تنخوا ه نه ده ورکړل شوې او له ۲۹ میاشتو راهیسې یې قراردادی ادارو سره خپل پاتې شل سلنه معاشونه هم نه دی ترلاسه کړی نو ځکه په احتجاج دی.له احتجاج کوونکو څخه ډاکټر صدیق الله منیب   وویل: هغه درمل چې دوی موږ ته رالیږی، ډیرې بې کیفیته دی او ناروغانو باندې یې هیڅ مثبت تاثیر نه لری. زموږ تنخاوې هم نه دې راکړل شوی او کلینیکونو مو ارتقا هم نه ده کړې نو ځکه مظاهره کوو د علی شیرو د روغتیایی کلینک مسوول محمدشیرین محمودی وایی دوی خپلې غوښتنې څو څو ځلې د عامې روغتیا ریاست او خپلې موسسې سره شریکې کړی، چې زموږ د کارکوونکو تنخا ورکړی خو هېچا یې خبرې ته غوږ کېنښود.

هغه ګواښ وکړ که غوښتنې یې ونه منل شی نو دوی به په کابل کې د پارلیمان مخې ته پرلت ووهی.خو د خوست د عامې روغتیا چارواکی وایی د احتجاج کوونکو ډاکټرانو ستونزې یې د عامې روغتیا له وزیر سره شریکې کړی او په څو ورځو کې د دوی د تنخاګانو ستونزه حلیږی. د خوست د عامې روغتیا رییس ډاکټر حبیب شاه انصاری د مې په ۲۳مه آزادی راد یو ته وویل کوم درمل چې دوی د ښار د درملو له نماینده ګیو رانیسی، هغه یې د کیفیت سرټېفیکټ لری، خو بیا هم د ډاکټرانو دا غوښتنه به له اړوندو مسوولینو سره شریکه کړی.انصاری منی، چې تر۵۰۰ پورې ډاکټرانو اوروغتیایی کارکوونکو خپل معاشونه نه دی اخیستی، خو د ده په وینا چې دا یوه هېواد شموله ستونزه ده او د وزارت د چارواکو له لوری یې د ژر حلیدو ډاډ ورکړل شوی دی.دیادولو ده چی څه موده وړاندی هم دغه ستونځه په خوست کی دعامی  روغتیا دریاست او ولایتی چارواکو سره شریکه شوی وه خو په خواشینۍ سره چی ورته هیڅ راز پاملرنه ونه شوه نو ځکه خو نن ورځ دخوست روغتیاېی کارکوونکو د کار نه کولو پر اعتصاب لاس پوری کړ . خو کتونکی وایی ترڅو پوری چی د عدالت پر بنسټ د ټولو مسألو د حل او فصل لاری چاری ونه سنجول شی او په ټولنه کی د چارواکو له لوری د ټولنیز او اقتصادی عدالت پر بنسټ ستونځواوربړونوته دحل لاره ونه موندل شی په افغانی ټولنه کی به ددا ډول او ددی ورته ستونزو شاهدان یو .

له لیکوال او ژورنالیست محترم الوخیل او آزادی رادیو څخه په مننه 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا