گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » په خوست کې دنجونو د ښوونځیو پرپرانیستلو د خوشحالی جشن!
په خوست کې دنجونو د ښوونځیو پرپرانیستلو د خوشحالی جشن!

په خوست کې دنجونو د ښوونځیو پرپرانیستلو د خوشحالی جشن!

دنواندیشی یادونه : په خواشینې سره باید وویل شی چی د ختیځو اولسونوټول  تاریخ په نارینه بڼه داولسونو په جغرافیأ کی را څرګند شوی دی . یعنی داچی ددی سیمی ټول وګړی که نارینه دی او یاهم ښځینه د مذکَر تاریخ په لمن کی را لوی شوی دی . نو ځکه خو یی اولسونه له هر ډول مذهبی ، ژبنی او قومی توپیر پرته د ښځو په وړاندی د یوشانی چال چلند سره مخامخ کړی دی . داپه داسی حال کی ده کله چی د اسلام له ظهوره وړاندی په ټولوختیځواوپه ځانګړی توګه شرقی اوعربی قبائیلو اوقومونو کی د ښځو فطری او طبیعی حقوق په ډیره بی رحمۍ سره ترپښولاندی کیدل اوتردی چی نجونی به د ژوند په لومړنیو ورځواوشپوکی په ژوندی بڼه په ځمکه خخیدې اوپه دی توګه به دانسانیت پرتندی د جنایت دغه تورداغ لیدل کیده نوځکه خوداسلام سترپیغمبرحضرت محمد (ص) دالهی فطرت دتجلی په موخه په ختیځ اوځانګړی توګه عربی جاهله ټولنه کی چی ښځی به ژوندې ترخاورولاندی کیدې ظهوروکړ . اودالهی فطرت سره سم یی دانسان د تحقیراو تعجیز څخه دنجات په موخه دعقل اوپوهی پروزرو دنراوښځی د مساوی اوګډ ژوند لاره وښودله.داسی چی ښځه اونارینه یی پرعلم اوپوهه مکلف کړل.اوعلم یی داسی یوه فطری  فریضه ؤبلله چی دهغی احاطه یی پرټولوکائیناتواوهستی ثابته کړه اودواړه دالهی هستۍ ګلونه یعنی ښځه اونریی دخلقت دباغ پرهرڅه پوهیدونکی اشرف المخلوقات ونومول . نوځکه خو د اسلام ستر پیغمبرحضرت محمد (ص) په مبارک ژوند کی دښځو په برخه کی ښوونی اوروزنی ته داسی ځانګړی مقام ورکړشوی ؤ چی د ژوندانه په سختو شیبو کی هم هغی ته پاملرنه یوه ترټولولوړه فریضه ګڼله او په همدی بنسټ یی د پوهی اوعقلانیت له مرغلروجوړنبوی امیل د اسلامی تمدن پر دروازه را ځوړند کړ . تردی چی دجګړی په مورچلونو کی هغه بندیان  چی په لیک او لوست پوهیدل د څو تنو نا لوستیو نارینه ؤ او ښځینه ؤ ته د لیک او لوست د ورښودلو په بدل کی له بنده آزادول . اوس چی په افغانستان کی د اسلام او داسلام د سپیڅلی پیغمبر په نوم جوړشوی ځواک په توګه  د  افغانستان پر خاوره او اولس باندی د تسلط دعوی لری نو پکار ده چی له ټولو لومړی د بنیادم په ځانګړی ډول د نجونو او هلکانو ښوونی او روزنی ته ځانګړی پام وکړی اود اسلام د ستر پیغمبر محمد مصطفی (ص) د ژوند په څیر داسی وګڼی چی ګنی د جګړی په مورچل کی د ښځو او نارینه ؤ زده کړه یی ترټولو لویه فریضه ده .له نیکه مرغه د خوست د میړنی اولس ښځی او نارینه چی د علم او فرهنګ په ډګر کی  ترټولو نورو هیوادوالو لومړی او زیاتی لاس ته راوړنی  لری موږ هم د خوست ولایت له چارواکو غواړو چی د خوستوالو دغه تنده د اخلاص په اوبو ورماته کړی .

__________________

د نومبر پر ۱۵مه د خوست زده کوونکو نجونو مشال راډیو ته وویل چې د ښوونځیو د تړل کیدو په موده کې خپلې راتلونکې ته اندیښمنې وی او فکر یې کاوه چې ممکن د یو ښه راتلونکې لپاره د دوی هیلې سرته ونه رسیږید بی بی خدیجه لیسې د دولسم ټولګی یوې زده کوونکې رڼا وویل ”
موږ غواړو چې ښوونځی مو نمایشی نه وی او بیا ونه تړل شی، راتلونکی کال کې هم په خپل وخت د ښوونځیو پرانیسته غواړو، د ښځو د تعلیم حق په اسلام کې نارینه او ښځو دواړو ته ورکړل شوی دی، نو موږ هم غواړو چې د هلکانو په شان زده کړې وکړو او خپل هدف ته ورسیږو، موږ چې کله کورونو کې وو، موږ د خپلو لوستونو پیلیدو ته ډېر په اندېښنه کې وو، خو اوس ډېر خوشاله یو چې موږ ته یې یو ځل بیا ښوونځی پرانیستل شوی وروسته له هغه چې طالبانو په افغانستان کې د قدرت واګې په لاس کې واخیستې، په ټولو ولایتونو کې یې له اووم تر ټولګی پورې د نجونو ښوونځی وتړل، چې بیا کرار، کرار یې په څو ولایتونو کې نجونو ته د زده کړو د پیلیدو اجازه ورکړه.طالبانو که څه هم په رسمی توګه څه نه دی ویلی، خو د تیرې شنبې ورځې راهیسې یې په خوست کې هم د نجونو ښوونځیو ته د پرانیستې اجازه ورکړې ده په خوست کې د دولسم ټولګی یوه بله زده کوونکې هیلۍ وایی، طالبانو په دې ولایت کې هم د نجونو زده کوونکو ښوونځی تړلی ول، خو اوس یې پرانیستل، چې دوی ورته خوښې دی.هیلۍ غوښتنه کوی چې دوی لپاره د ښوونځیو پرانیسته دوامداره وی، ځکه نجونې هم د هلکانو په شان د زده کړو د حاصلولو حق لری.یوه بله زده کونکې هوا وایی، یوازې د ښوونځی لوستل یې هدف نه دی، بلکې غواړی پوهنتونونو ته ولاړې شی او د خپلې خوښې برابرو پوهنځیو کې لوړې زده کړې وکړیبل لوری ته طالب چارواکی وایی،د ښوونې روزنې په اړه یې پالیسی څرګنده ده اوهغه دا چې هلکانو اونجونو دواړو ته دزده کړوښه زمینه برابره شی د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس شبیراحمد عثمانی وویل “د افغانستان اسلامی امارت د تعلیم په باره کې روښانه پالیسی لری، انشاالله نجونواوهلکانو دواړوته به د تعلیم زمینه برابریږی، موږ په دې اړه دومره اطمینان درکولای شو، چې په نږدې راتلونکې کې به په دې اړه ښه خبرونه واورو،داسې خبرونه به واورو، چې هغه به د ټولو لخوا استقبال شی.”طالبانو له دې وړاندې ژمنه کړې وه چې نجونو ته به د زده کړوخوندې چاپیریال رامنځته کوی، خو پر افغانستان د طالبانو د بشپړې واکمنۍ درې میاشتې پورا شوې خو په دې اړه لاهم کوم اقدام نه دی شوی، ان تر دې چې د دولت ښځینه کارکونکو ته هم تر دې دمه د کارکولو اجازه نه ده ورکړل شوې

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا