گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » په کوردنــنه او بـهــردمشــترکــاتــو د لــټــون او ســمــون اړتــیـــا!
په کوردنــنه او بـهــردمشــترکــاتــو     د لــټــون او ســمــون اړتــیـــا!

په کوردنــنه او بـهــردمشــترکــاتــو د لــټــون او ســمــون اړتــیـــا!

د سیاسی تړاوونو، شخصی ملحوظاتو او د سلیقوی اړخ په نظر کې نیولو پرته د یوه افغان په توګه چارواکو ته لمن غوړوم چې په اوسنی حالت کې په پراخه کچه ملی او بین المللى کړنلارو او تګلارو کې د مشترکاتو پر بنسټ د سمون او بدلون هڅو ته جدی اړتیا شتون لری. ننګونې او فرصتونه شتون لری. که مو فرصتونه ونشو کارولای، نو د ستر بشری ناورین او بوږنونکې اقتصادی فاجعې د رامنځته کیدو څرک لیدل کېږی. دا به داسې وحشتناکه سناریو وی چې تاسو به یې بیا د مدیریت کولو توان ونلرئ.زموږ د ټولو افغانانو  ترمنځ دود ګرزیدلى دى چې د خپلو ګناهونو او نیمګړتیاو په تړاو  د غور کولو او سمون له خپل ځان څخه د پیلولو پرځاى پړه په بهرنیو لاسوهنو او مخالف لوری اچوو او د نورو خلکو پړه ګڼل موږ ته یو ډول د برائت احساس راکوی،

خو واقعیت دادى چې که بهرنى لاسوهنه ومنو، نو بیا هم د هغوى په غوښتنه بد اعمال موږ ترسره کوو. موږ  خپل وروڼه وژنو، هېواد ورانوو او د پردیو لاسوهنو پروژې عملی کوو.متاسفانه د طالبانو لخوا د ټول هېواد له نیولو وروسته درې میاشتې تیرې شوې چې نه حکومت جوړ شو، نه د ملت غوښتنو ته حل لاره وموندلاى شوه او نه هم له نړیوالو سره د تفاهم لپاره کومه  تګلاره چې د مشترکاتو پر بنسټ ولاړه وی رامنځته شوه.

په عمومی ډول طالبان هم د خپلو کړنو د توجیه لپاره موانع وړاندی کوی او پړه د نړیوالو په غاړه اچوی. فکر کوی چې نړیواله ټولنه نه غواړی اسلامی امارت په خپلو پښو ودریږی. کفار له اسلامی نظام سره ازلی او ابدی دښمنی لری وغیره وغیره.شک نشته چې په نورو باندې د ملامتیا اچولو پرځاى له هغوى سره د خبرو لپاره د مشترکاتو لټون مهم دى. د سمون او بدلون پیل هم په کور د ننه له ولسونه سره د سمون او بدلون لپاره تعمیری هڅو او نوښتونو ته اړتیا لیدل کېږی. زما په اند نړیوال  د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره ځانونه مجبور ګڼی چې د مشترکاتو پربنسټ له طالبانو سره اړیکې نورمال وساتی. اسلامی امارت  پرته له دې چې په اسلامی اصولو باندی معامله وکړی باید له نړئ سره مشترکات لټولی واى او بیا یې د همدغو مشترکاتو په چوکاټ ورسره تعامل کړى واى. که ژمنې له هر چا سره وی، خو ورباندې عمل کول په ټولو ادیانو او مروجه قوانینو کې الزامی اړخ لری. که په لوړ پوړو پوستونو باندې د ګمارنو،  د نجونو د زده کړو نامعلوم صورت حال، په ډیرو ادارو کې په ښځینه کارکونکو باندی د کار بندیزونو ته ځیر شو نو یقیناً پوهیږو چې ستونځه شتون لری.افغانستان اوس هم د نړیوالو د توجه محور جوړوی او د خپلو ګټو د خوندیتوب په موخه له اسلامی امارت سره تعامل ته لېوالتیا لری. د افغانستان د هیرولو  له امله غرب ستر ځانی او مالی زیانونه وګالل، خو د موجوده حکومت لخوا په تګلارو کې  بدلونونو  ته سخته اړتیا لیدل کېږی او اوسنى ستونځه له نړیوالو سره د مشترکاتو په لټون کې د چارواکو پاتی راتلو نتیجه ده.زما په اند د ځینې افغان مشرانو په دغه استدلال کې په عمومی توګه وزن نشته چې کفار داسې شرطونه او غوښتنې لری چې اسلامی امارت ته یې منل له سرو کرښو څخه د اوښتلو مترادف ګڼی. 

دا کلک ایمانی فراست پیاورى استدلال او فعاله دیپلوماتیکه لابی غواړی چې د خبرو اترو په میز باندې د ډیر لږ  انعطاف ښودلو له لارې څومره امتیاز ترلاسه کیداى شی.د نړیوالو لخوا  افغانستان ته د اړتیا لوړ ګراف، امنیتی او اقتصادی رقابتونه او د افغانستان جیو-ایکانومیک او جیو-پولیټیک  موقعیت د افغانستان د چارواکو په لاسونو کې خورا ارزښتناک پواینټونه دی چې د خبرو په میز باندی یې په خپله ګټه وکاروی. دغه موخې هغه مهال ترلاسه کیداى شی چې اوسنى حکومت په ملی او نړیواله کچه متوازنه معتدله او د اسلامی شریعت په رڼا کې یوه منل شوې انډولیزه تګلاره ولری.که ژور فکر وکړو نو دقیقاً پوهیږو چې هیواد به مو د اوسنی حکومت د ځینو سهوو له امله په راتلونکی کې له سختو اقتصادی او سیاسی ستونځو سره مخ شی.  که د نړیوالو بندیزونو له امله ولس له ستونځو سره مخ کیږی، نو په زغرده وایم چې امارت به د ولسی غبرګون  د مدیریت کولو وړتیا ونلری او په افغانستان کې به دینی حلقات د اوږدې مودې لپاره د خلکو ترمنځ د یوه مطلقا ناکام قشر په توګه وپیژندل شی.د توپک په شپیلۍ د کابل له نیولو وروسته یقیناً ویلاى شم چې طالبانو د نفسیاتی برتری له امله د پراخ بنسټه حکومت جوړولو کې ستونځه نه درلوده. د بیان د ازادی د عقایدو په چوکاټ کې اسلامی اصل دى.  په حکومت کې د ولسی ګډون اصل باید په نظر کې ونیول شی. د مټو په زور د واک ترلاسه کولو مطلب قطعاً دا نه دى چې دولتی بنسټونه وسائط او شتمنی شخصی ملکیت وګڼل شی. کار د کار اهل ته سپارل قرانی حکم دى او موږ یې وینو چې په دغه مورد کې د امارت د چارواکو لخوا تخطی کیږی.دا دریز موجه نه دى چې څوک ووایی چې طالبانو ولایتونو او کابل په ناببره توګه په دومره تیزی ونیول چې د نظام جوړولو ته یې وخت نه ومونده. ایا تیر شل کاله مبارزه د دې لپاره نه وه چې یوه ورځ به راځی چې هغوى به ارګ ته د بیا حکومت کولو له هوډ سره ننوزی؟اوس هم لا وخت شته چې اسلامی امارت خپل لومړیتوبونه درک کړی، په عاجلو حالاتو د عاجلو پریکړو نوښت وشی.  کورنى او بهرنى تګلاره ترتیب او ولس یې په هکله په اعتماد کې واخیستل شی.  نړیواله سوداګری ژر تر ژره پیل شی. د خوراکی او سون د توکو قحط مخه ونیول شی. اقتصادی راکد حالت ته د پاى ټکى کیښودل شی. د نجونو او هلکانو ښونځی او دولتی پوهنتونونه پرانستل شی. اصلاحات په تدریجی ډول، د شرائطو په پام کې نیولو او د امکاناتو له ترلاسه کولو وروسته پیل شی. د ملی پراختیا پروژې پیل شی. له پاروونکو څرګندونو او اختلافی مسائلو راسپړلو څخه ډډه وشی. د بنسټونو د فعالولو لپاره ځینې عاجل ګامونه واخیستل شی.اوس داسې ښکاری چې طالبان په فرعی او جزوی مسایلو کې نښتی دی، غیر ضروری مسائل راسپړی او د خپلمنځی نظری اختلافاتو په پټولو باندې تمرکز کوی. هغوى فکر کوی چې نړئ د هغوى د اختلافاتو را پارولو باندې پانګونه کوی.د نجونو د زده کړو او د ښځو کار ستونځه دومره ستر ستونځه نه ده چې د اسلامی امارت او  نړیوالو ترمنځ تقابل ته خبره لاړه شی. زه منم چې د نجونو د زده کړو او د ښځو کارى چاپیریال باید له هر ډول ګواښ څخه خوندی وی. دغه ډول خوندیتوب له نړیوالو سره د خبرو په ترڅ کې د حل وړ دى.شته ستونځو ته سمه حل لاره پیدا کول د حکومت د بریا ضمانت دى. که داسې ونشی، نو ستونځې د ونو په شان نه وی چې له بیخه په ایستلو یې چاره وشی بلکې غر ورڅخه جوړیږی چې ختمول به یې پیړئ وخت اخلی او یا به هم ناشونې وی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا