گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » په مزارشریف که دایرانی دیپلماتانو دوژنی انګیزه اولنــډه تبصــره!
په مزارشریف که دایرانی دیپلماتانو دوژنی انګیزه اولنــډه تبصــره!

په مزارشریف که دایرانی دیپلماتانو دوژنی انګیزه اولنــډه تبصــره!

په داسی حال کی چی داسلام دمقدس دین د صریحو احکامو له مخی دیوه انسان وژنه دټول بشریت وژنه بللی شی په ۹۰ مه لسیزه کی کله چی له یو لړ زیاتو استخباراتی هڅو وروسته طالبانو وکولای شول د افغانستان د جغرافیاوی مؤقیعت پر زیاتره برخه خپله ؤلکه ټینګه کړی نو وار دی واره یی دبلخ ولایت پر مرکز مزارشریف چی هغه مهال د استاد برهان الدین په مشرې د واکمنی یو لوی مرکز ګڼل کیده له څلورو خواؤ بریدونه پیل کړل اوددی خونړیو بریدونو په ترځ کی دزیاتو ګنهاګارو او بی ګناه انسانانو وینی هم توی شوی .ددغه خونړیو بریدونو په پایله کی یوازی دایران د اسلامی جمهوریت د کونسلگرې په دننه کی د نهو تنو دیپلماتانواو دایرنا د خبری آژانس د مشرمحمود صارمی په ګډون ظالمانه وژنه هغه خونړې پیښه ده چی تر ننه یی زموږ دهیواد دتاریخ یو تریخ باب جوړ کړیدی لنډه داچی که څه هم په ایران کی حکومتونه د ایران د مذهبی مشر آیت الله خامنه ایی در لارښونی لاندی بدلیږی او رابدلیږی خوهرکال او د ایران داسلامی جمهوریت په تاریخ کی چی ددغه خونړی پیښی یاد را تازه کیږی نو ددغو وژل شویو دیپلماتانوتورداغ زموږ دهیواد د تاریخ پر لمن هم ښکاری .څو ورځی وړاندی مو چی د طالبانو او ایران تر مینځ د اړیکو د تاریخی پس منظر په هکله د افغانستان انترنشنل تلویزیونی شبکی له لوری د جوړی شوی پروګرام په یوه برخه کی د سیاسی چارو د څیړونکی ښاغلی بلال احمد فاطمی د هغه پیښی د څرنګوالی په باب پر نا سم ډول انځور وړاندی کړ ښاغلی بلال فاطمی د پروګرام د چلؤونکی د پوښتنوپه درشل کی وویل : …

.ستاسو په راپور کی یوه ایرانی چارواکی ویلی ؤ چی موږنه غواړو د مزار شریف پیښه دوباره تکرار شی هغه نه تنه دیپلوماتانو ته یی اشاره وه که موږاوتاسو کله چی په ۱۹۹۸ کی چی مزارشریف ونیول شو  ..هغه نه تنه ایرانیان طالبانو نه ووژلی هغه نه تنه په خپله د جبهی مقاؤمت کسانو د مسعود(احمد شاه مسعود) کسانو وژلی ؤ لپاره ددی کله چی مزار شریف یی تخلیه کاوه او له مزار څخه وتل نو هغوی داکار وکړ ترڅو طالبان او ایرانیان سره دشمنی کی واچوی مګر کله چی طالبانو مزار شریف ونیو نو مولوی عبدالوکیل متوکل چی اوس ژوندی دی کابل کی ناست دی تاسو کولای شی چی له هغی نه دا سوال وکړی هغه په هغه وخت کی وزیر خارجه ؤ ډیر ژر یی یوهیأت یی تشکیل کړ او ایران ته یی ولیږلو او ایرانیانو ته یی دا قناعت ورکړ چی دا وژنه مو ږ نه ده کړی دا وژنه دبل چا په لاس ترسره شوی ده موږ داسی وژنوته ضرورت نه درلود موږولایت نیوه چی زموږ خپله خاوره وه لهذا ډیرمسائیل دی چی د استخباراتی او پروپاګند له لاری په میډیا ګانو کی ویل کیږی خودهغوی وضاحت نه کیږی . دهغی وضاحت پکار ده چی باید سړی وکړی اوتاریخی حقائیق په خپل ځای باندی کیږدی …..که څه هم ددغه پیښی ريښې او جرړی د روسانو په وړاندی د افغانستان د اولس جهاد او مبارزی ته رسیږی خو په لنډه توګه ویلای شو دغه پیښه په جنوب غربی آسیا کی د سعودی عربستان او پاکستان ترمینځ دګډو ګټو پرسر دیوی مشترکی پالیسی زیږنده بللی شی . دسعودی عربستان خیریه اواستخباراتی بنسټونوپه پاکستان کی  له افغان مجاهدینو او مهاجرینو سره نیغ په نیغه مرستی په دی شرط تر سره کولای شوی چی دعربستان مرستی به په پاکستان کی ګڼ شمیر مذهبی مدرسی هم تر سیوری لاندی نیسی او دهغوی لپاره به هم خواړه ، لباس او نور ضروری شیان پوره کوی . چی په توګه د هیئة الا غاثه ، هلال احمرالسعودی  او نوروراز راز نومونو سعودی عربستان پوری تړلیو د مرستود بنسټونو لخوا د سلفی فکر خپروؤنکو مدرسو ته هم ورکول کیدی . په سیاسی ډګر کی هم د سعودی عربستان اوپاکستان ګډی ګټی چی زیاتره د روسانو په وړاندی د افغانستان د مجاهدینو پر پاللو را څرخیدی د پاکستان او عربستان په اړیکوکی لیدل کیدی .

دحیرانتیا وړ خبره داوه چی دجهاد او ساړه جنګ پر مهال به په پاکستان کی د عربستان په ظاهره خیره بنسټونو په آزاد لاس خپلی مرستی په مساوی توګه د افغانستان د مهاجرو او پاکستانی د سلفی فکر په تعلیمی مرکزونو کی ویشلی شوی اوپه دی توګه په پاکستان اوافغانستان دواړو هیوادونو کی د مذهبی افراطیت نیالګې را زرغون او عربستان په مرستو اوبه کیده . تردی چی په مزارشریف یی د طالبانو د کنترول پر مهال هم خپل دغه نفوذ د پاکستانی هغو مدرسو په واسطه چی عربستان به ورته خواړه او آذوقه برابروله په سیمه کی د خپل پخوانی سیــال دایران اسلامی جمــهوریت موخی په کامل دقت او غـورسره په نښــه کولی

او د پاکستانی  طالبانو چی زیاتره یی د پاکستان د پنجاب ایالت سره تړلی ؤ په وسیله یی دغه موخی له مینځه وړی . چی په مزارشریف کی د ایران پر کونسلګری برید او په هغی کی د نه تنو وژل چی په ظاهره یی دیپلوماتیک حیثیت درلوده خو په واقیعت کی دهغوی زیاتره شمیرهم د ایران د سپاه پاسداران پیژندل شوی غړی ؤ . یوازی په افغانستان کی د ایران د خبری آژانس ایرنا مشر محمود صارمی چی یو ځوان خبریال او ژورنالیست ؤ له څو نورو په ګوتو شمیر کسانو سره دایران له خوا په ملکی برخه کی دنده ترسره کوله .خو هیڅوګ نه پوهیږی چی د ښاغلی بلال احمد فاطمی تور چی ګنی دا نه تنه ایرانی دیپلوماتان په مزارشریف کی د احمد شاه مسعود کسانو وژلی دی څنګه او پر کومو مستنداتو ولاړ دی ؟خو داجوته ده چی دایران او عربستان ترمینځ استخباراتی پټی جګړی دا وښوده چی په مزارشریف کی د طالبانو لخوا پر ایرانی دیپلوماتانو برید په غیر مستقیم ډول د هغه چا له لوری ترسره شوی ؤ چی د جهاد په اوږده تاریخ کی د عربستان د مرستو څخه ګټه آخیسته نوځکه خو ایرانیان دغه خبره یوازی پر طالبانود فشارراوستوپه موخه دیوی تبلیغاتی حربی په توګه استعمالوی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا