گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » په پاکستانی پوځ کی د بدلونونو پرسردپوځ او ملکی واکمنی تقابل !
په پاکستانی پوځ کی د بدلونونو پرسردپوځ او ملکی واکمنی تقابل !

په پاکستانی پوځ کی د بدلونونو پرسردپوځ او ملکی واکمنی تقابل !

د پاکستان د صدراعظم  عمران خان د سیاسی چارو یو سلاکار ویلی، د کابینې په غونډه کې صدراعظم عمران خان  وویل چې د افغانستان مسله روانه ده د هغه (عمران خان ) خواهش وو، په پاکستان د افغانستان نېغې اغېزې دی او د پاکستان په دغه ټول عمل کې غټ کردار دی، پکار ؤ چی جنرا ل فېض څو میاشتې نوری په دغه څوکۍ پاتې شوی وی.د پاکستان پوځ په شپږم اکتوبر ویلی وو،

د ایی اېس ایی مشر لفټننټ جنرل فېض حمید د پېښور کور کمانډر ټاکل شوی او د هغه په ځای لفټننټ جنرل ندیم احمد انجم د ایی اېس ایی نوی مشر ټاکل شوی دی.خو د جنرل ندیم احمد انجم د ټاکنې په اعلامیه تراوسه وزیراعظم عمران خان لاسلیک نه دی کړی.پرون د سه شنبې په ورځ (۱۲ اکتوبر) د صدراعظم په مشرۍ د کابینې غونډه شوې او د غونډې وروسته د اطلاعاتو وزیر فواد چودری ویلی وو د ایی اېس ایی د نوی مشر ټاکنه به د قانون ترمخه کیږی.

د صدراعظم عمران خان د سیاسی چارو سلاکار عامر ډوګر تیره شپه د سما ټی وی په پروګرام کې د کابینې په غونډه کې د شوو خبرو په اړه وویل، اوس به د دفاع وزارت درې یا پینځه نور نومونه ورکوی او وزیراعظم به په هغو کې د یو نوم د ایی اېس ایی د مشر په حېث ټاکی.ډوګر او فواد چودری دواړو ویلی د وزیراعظم عمران خان او د پوځ د مشر جنرل قمر جاوېد باجوه دواړو د یو بل سره ښې اړیکې دی او په وروستیو کې یې تفصیلی لیدنه شوې او د ایی اېس ایی د مشر په ټاکنه یې بحث شوی دی.د پاکستان وزیراعظم د افغانستان حالاتو ته په کتو د ایی اېس ایی د بدل کړی شوی مشر جنرل فېض د څو نورو میاشتو دپاره په دغه څوکۍ د پاتې کېدو خبره په داسې حال کې کړې چې طالبانو په ۱۵ اګست کابل نیولی او بیا د طالبانو د کابینې اعلانولو نه وړاندې جنرل فېض حمید په څلورم ستمبر د کابل سفر کړی وو.د افغانستان خبری رسنیو د جنرل فېض د سفر په اړه ویلی وو، د کابل په سفر کې د پاکستان د استخباراتی ادارې مشر د حزب اسلامی د مشر ګلبدین حکمتیار سره لیدلی او ورسره یې په افغانستان کې د یو ټولشموله حکومت د جوړیدو په څرنګوالی خبرې کړې وې.جنرل فېض حمید په کابل کې خبریالانو ته یواځې دومره ویلی وو چې “د پرېشانۍ هیڅ خبره نشته هر څه به ټیک وی”.او بیا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د جنرل فېض د کابل د سفر په اړه پوښتنې ته په ځواب کې ویلی وو،”د پاکستان امنیتی کسان کابل ته راغلی وو یو هېت یې راغلی وو خپلې هغه اندېښنې یې زمونږ سره شریکې کړې چې دوی یې په دروازو (چمن او تورخم) کې لری څو مسلې یې یادولې، یو دا چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې زندانونو خلاص شوی دی د دوی د تشوېش (اندېښنې) وړ خلک د زندانونو نه باندې راوتلی دی نو هغه د پاکستان خاورې ته زیان رسوی نو په دې خاطر دوی دروازه تړلې ده او طالبانو ورته ډاډ ورکړو چې د افغانستان خاوره به د هیچا پرضد نه کاریږی”.

سرچینه : د امریکا غږ ډیوه رادیو

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا