گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » په پیژندپاڼه کی دمور نوم دښځو حقوق دی که دیوی بلی ډرامی پیل؟
په پیژندپاڼه کی دمور نوم دښځو حقوق دی که دیوی بلی ډرامی پیل؟

په پیژندپاڼه کی دمور نوم دښځو حقوق دی که دیوی بلی ډرامی پیل؟

دنواندیشی یادونه : لکه چی ټولو ته جوته او د لمر په څیر یو روښانه حقیقت دی چی زموږ ګران هیواد افغانستان دڅو لسزیزوجګړووروسته هم د ټولوصنعتی او پرخطرناکو وسلو سمبال هیوادونو د استخباراتی کړیواوشبکو لپاره د مسابقی اویوی خونړۍ سیالی پرتاوده ډګرآؤښتی دی. زموږ ټولنه چی د یوه لرغونی فرهنګ او مدنیت درلودونکی وه وګړو یی له هیواد اوخپلی غریبانه جونګړی څخه ددفاع توان درلود او په دی ډول یی د خپلی خاوری څخه ددفاع او سرښندنی ویاړمن تاریخ جوړ کړی دی . ویلی شو چی له هیواد څخه ددفاع اوسرښندنی په لاره کی نه یوازی ددغه فقیرانه جونګړې نارینه بچیانو ګډون درلود بلکی ددغه خاوری غیرتی میرمنوهم ترټولو لویه ونډه درلوده او دهیواد په تاریخ کی یی نومونه په داسی زرینو کرښو لیکل شوی چی زموږ دهیواد دټولو پیړیو او نسلونو که نارینه دی او که ښځینه لپاره یی د آزادۍ او خپلواکۍ مشعلونه تل روښانه ساتلی دی. دافغانی ټولنی ټولو نارینه او ښځینه پرګنوپه ګډه د تمدن اوپرمختګ لاره وهلی اوپه دی برخه کی یی هم د نړیوالو سره په سیالې کی د پام وړبرخه آخیستی ده.خوددی سره سره له کله نه چی پردیواستعماری ځواکونو پر  خپل لرغونی  ښکیلاک د مکر او فریب کالی ورواغوستل او ځینی داسی ذهنی او د عمومی پر مختګ پروړاندی مرموزی خو خونړۍ پروژی یی د امتیازاتو او مادیاتو په مټو د افغانستان په غیرتی خاوره کی د آزمایښت پر څلور لاری کی کیښودی او په دا شان پروژو چی  د انسانی فطرت سره هیڅ شانی ډډه نه لګوی او په ټوله کی د پرمختګ ، علم او مدنیت پروړاندی د خنډ لوی عامل بللی شی زموږ ځوان کهول په ځانګړی توګه  پیغلی او میرمنی چی زموږ دټولنی د تاریخی او معنوی هیلو د بڼ نا سپړلی غوټۍ بللی شی د امتیازاتو په مټ دداسی  شعارونو په ورکولوتیر باسی چی د هغوی اجرأ او عملی کول له هرډول علم او پرمختګ سره ډده نه لګوی .د تابعت تذکرو یا پیژندپاڼو کی د مور نوم ځای په ځای کول او هغی ته بیا د ښځو د حقوقو نوم ورکول هغه پروژه ده چی نه یوازی د نړی په هیوادونو کی ساری نلری بلکی دداسی پروژو دافغانستان په څیر جګړه ځپلو ټولنو کی د پلی کیدو هڅی اصولأ د ټولنیزاو اقتصادی  پرمختګ سره هم په ښکاره دښمنی بللی شی . موږ له دی زیات او پخوا نور  اولویتونه لرو چی باید د یوی جګړه ځپلی ټولنی د ښځینه او نارینه وګړو  په توګه یی پر نښـــه کړو . خو تر ټولو لویه پوښتنه داده چی آیا په پیژند پاڼه کی د مور نوم ورزیاتول څومره علمی او ضروری خبره ده چی زموږ د ټولنی ویاړ نجونی او ځوانان باید دهغی ته درسیدو په لاره کی قربانی ورکړی ؟  

له شک پرته لکه څنګه چی د نوری پرمختللی نړی په پیژند پاڼو کی چی له کالونو کالونو هلو ځلو وروسته په ټولنه کی د نارینه او ښځینه دواړو هویت په عقلانی توګه په نظر کی نیول شوی دی همدا شان موږ هم که د خپل پرمختګ په لاره کی د مزل وهلو دغه پړاؤ ته ورسیږو په افغانستان کی د یوه مقتدر ښځینه او نارینه  وګړو په توګه د افغانی ټولنی د مصلحت پر بنا د عقل پر بنسټ لاری چاری وسنجوو  چی له دی پرته زموږ پر خاوره کی د ځینو رټل شویو خو په افغانستان کی د ښځو دحقوقو څخه ددفاع په نومونو اونورو لسګونو کړیو د توهوماتو د آزماینی پروژه بللی شی

___________________

په افغانستان کشی ځنو مهمو موضوعاتو ته په قوانینو کی ځای ورکول او بیایی تطبیق کول اړین وی ولی متاسفانه په عمل کی ورته هیڅ توجه نه کیږی مګر بر عکس پر ځنی داسی موضوعاتو د قوانینو په کمیټه کشی بحث یا متاسفانه پریکړه کیږی چی هغه خلکو ته دسهولت پر ځای ستونځی ایجادوی او په لوی لاس غوښتل کیږی چی زمونږ ولسونه له قانونی سهولتونو بی برخی او دخپل حق ترلاسه کول ورته ستونځمن شی لکه په پیژند پا ڼه کشی د مور نوم ور زیاتول دکوم مشکل حل لاره ده بغیر له دی چی زمونږ په سنتی جامعه کشی خصوصا” په محلاتو کشی خلک د هویت پاڼو تر لاسه کولو ته زړه ښه

نکړی او خدای مکړه پدی وجه له خپلو مدنی حقوقو محروم پاتی شی.امیدواریم چی دافغانستان اسلامی جمهوریت د کابینی غونډه د قوانینو د کمیټی دا پریکړه په قاطع ډول رد کړی له ټولو با فهمه هیواد والو غوښتنه کوم چی دا غږ بدرګه کړی ځکه د قوانینو کمیټی پریکړه وروستی نده د کابینی او ملی شورا پریکړی او تصویب ته ضرورت لری

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا