گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » په راتلونکی نــــظام کې د علماوؤ د فــــعــال ګـــډون غــــوښتــــنه !
په راتلونکی نــــظام کې د علماوؤ  د فــــعــال ګـــډون غــــوښتــــنه !

په راتلونکی نــــظام کې د علماوؤ د فــــعــال ګـــډون غــــوښتــــنه !

په هیواد کې د روان سیاسی کړکیچ پای ته رسولو، وروستیو تحولاتو او د سولې د پروسې په اړه تیره ورځ  چهارشنبه ۱۳۹۹د ثور۲۴ د حرکت انقلاب اسلامی مردم افغانستان ګوند په مرکزی دفتر کې د دغه ګوند له خوا رسنیزکنفرانس دایرشو. په دغه کنفرانس کې د یاد ګوند رهبری شوراغړو او مشرانو تر څنګ د ولسی جرګې او مشرانو جرګې غړو هم ګډون کړی وو.د قرآنکریم د مبارکو ایتونو له تلاوت وروسته د حرکت رهبرۍ شورا غړی محمد مجاهد د وروستیو بریدونو په تړاو په خپل لنډه وینا کې یاد بریدونه وغندل همدارنګه یې یادونه یې وکړه چې په دې وروستیو کلونو کې د حرکت زیات شمیر مشران او علماء په زنځیره یی ډول ووژل شول چې حکومت یې باید په اړه پلټنې وکړی او عاملین یې په سزا ورسوی.ورپسې د حرکت انقلاب اسلامی مردم افغانستان ګوند د سیاسی کمیټې مشر. او سرپرست محترم عبدالوحید وحید دحاضرینو اورسنیو په وړاندې پریکړه لیک ولوسته چې په کې راغلی وو.

زمونږ هیواد د وژونکې کرونا، ځپونکی جګړې او بوږنونکې سیاسی کړکیچ له امله له مختلفو زاویو څخه د خپل تاریخ له خورا حساسو شېبو څخه تیریږی.متاسفانه چې زمونږ په هیواد کې روانه جګړه د وحشتونو له سرو کرښو اوښتې ده. د نظام ستنې مو د بن له لمړنۍ غونډې څخه راپدېخوا د قوم او ژبې پربنسټ کږې ایښودل شوې دی، ټولنه مو ویشل شوې او ملی یووالی مو له سختو کورنیو او بهرنیو ګواښونو لاندې ده.اوسنی وبا مو د ولس په ستونی کې لکه د مرګونو خپڅکې پنجې ښخې کړې دی. په دغه شان حالاتو کې په نظام کې د ننه سیاسی کړکېچ یقیناً ولس له اندېښنو سره مخ کړئ ده.له نیکه مرغه د هیواد ځینو نامتو، مخورو او په هیواد کې د ممکنه ناورین په تړاو د ولس له دردونو او اندېښنو څخه د درک او درد درلودونکو مشرانو د مسلسلو او متواترو هڅو په پایله کې داسې څرک لګیږی چې د هیواد روان سیاسی کړکېچ ته به د پاى ټکئ کیښودل شی.باید ومنو چې دینی علما د هیواد یوازنى قشر ده چې د ولس، هیواد، خاورې او ملی مصلحتونو په موخه د نظام د پیاوړتیا او بقا لپاره د هیواد په ښارونو، لرې پرتو سیمو کلیو او بانډو کې له سختو شرایطو لاندی مبارزه کوی.د ژور تأسف مقام ده چې دغه ډله د بې شمیره قربانیو او شهادتونو سره سره له تیرو دوو لسیزو راهیسې په لوړو پوستونو باندې د ګمارنو او نورو امتیازاتو څخه په پرله پسې توګه بی برخې ساتل شوې او په حقونو باندې یې سترګې پټې شوې دی.پورتنیو ستونزو ته په کتو حرکت انقلاب اسلامی په دواړو ډاکټر صاحبانو باندې غږ کوی چې د تېر په څېر د علماو د محرومیت لړۍ ته دوام ورکول د دغه ګوند لپاره قطعاً د منلو وړ نه ده. راتلونکی حکومت باید په هیواد کې د دینی او ملی ارزښتونو، نزاکتونو او حساسیتونو په پام کې نیولو سره په لوړو پوستونو، سوله او په نظام کې د سمون او بدلون په هڅو کې د علماو لپاره د وړتیاو، علمی پوهې او ټولنیز اغیزمنتوب د اصل په پام کې نیولو سره پیاوړی او بارز رول وسپاری. تر څو نظام په دینی او ملی برخو کې له اړین مشروعیت او ولسی ملاتړ څخه برخمن واوسی.د الهی امر، ولسی غوښتنو او ملی احساس پر اساس حرکت انقلاب اسلامی له حکومت او طالبانو څخه په کلکه غواړی چې د تاریخ له سخت قضاوت څخه د نجات لپاره د وخت او شرایطو حساسیت په درک کولو، د خپل ولس او نړیوالو غوښتنو ته د مثبت او بامسئولیته ځواب ورکولو په موخه د کرونا تر ختمېدو پورې او یا هم اقلاً د روژې او کوچنی اختر په مبارکو شپو ورځو کې اوربند ته غاړه کېږدی. بین الافغانی مذاکرات پیل او د یوه معقول مهالویش په چوکاټ کې هوکړې ته د رسیدو لپاره همدا اوس عملاً لاس په کار شی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا