گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » په تـــوپان کــــې بــــه هـــــم د هیــــلو ډېـــــوِی بلـــــی ســــاتــــو!
په تـــوپان کــــې بــــه هـــــم د هیــــلو ډېـــــوِی بلـــــی ســــاتــــو!

په تـــوپان کــــې بــــه هـــــم د هیــــلو ډېـــــوِی بلـــــی ســــاتــــو!

که څه هم تحولات دومره په تیزی سره راغلل چې ولس یې توقع نه درلوده، خو عینی شرائطو او د بین الافغانی مذاکراتو په میز باندې د دواړو اړخونو دریزونو ته په کتو له اوسنی حالت سره زمونږ مخکیدل د وړاندوینې وړ وو. د سوله ایز حل لپاره راټوکیدلې د هیلو غوټۍ مو ګلئ ورژولې. طالبان یو ځل بیا ارګ ته د بین الافغانی هوکړې پر بنسټ نه بلکې د مټو په زور ننوتل. مګر مونږ  هیڅ وخت لاس تر زنې نه کینو او د خپلو هیلو ډېوه بله ساتو.

هغه د ایرانیانو اصطلاح ګذشته را صلوات!  اوس مخکې ګورو چې څه کول اړین دی.بدبختانه لکه شل کاله وړاندې چې طالبان ایستل شوی وو، د پرمختګونو په روانه پیړئ کې هم زمونږ یو بل ولسمشر  یو ځل بیا په درنښت، احترام او له بشپړو تشریفاتو سره د رخصتولو پرځاى  له ارګ څخه پټ وووت. دا هغه ستونځه ده چې مونږ له پیړیو راپدېخوا ورسره بیا بیا مخ کیږو او د حل لاره نشو ورته موندلى.البته د خوښی ځاى دى چې زمونږ په هیواد کې له څو ورځو راهیسې د افغان په لاس بل افغان نه دى وژل شوى. هیڅ افغانه مورکئ په جګړه کې د وژل شوی زوى په جسد باندی ساندې نه دی ویلی او هیڅ ماشوم د واک د هوس په جګړه کې نه دى یتیم شوى.اوس نه غواړو وخت په دې ضائع کړو چې کوم اړخ کومې غلطیانې وکړې، خو دومره وایو چې سولې ته هیڅ اړخ خپلې  ژمنې پوره نشواى کړاى.

مونږ یو ځل بیا ثابته کړه چې د نړولو او نسکورولو وړتیا لرو، خو د سمون او بدلون په برخه کې مطلقاً ناکام ملت یو. مونږ یو ځل بیا نړیوالو ته وښودله چې جګړه ګټلاى شو خو د سیاست په ډګر کې د ګټلو لپاره که ډیر فرصتونه هم ولرو، ورڅخه د ګټې اخیستنې ظرفیت نلرو.اصل خبره داده چې طالبان اوس په هیواد باندی حاکم دی. هغوى طبعاً په مختلفو برخو کې ستونځې لری.  باید له ټولو ملاحظاتو او له هر ډول امتیاز غوښتنې پرته طالب چارواکو ته داسې سلا مشوره ورکړل شی چې د اسلامی نظام په اډانه کې د هیواد ملی ګټې او ولسی هیلې انعکاس ومومی. ترڅو د افغانانو ترمنځ د واک په سر د جګړې کولو غمجنه لړئ د تل لپاره ختمه شی.طالبان به کیداى شی پوهیږی چی جنګ اسانه خو د افغانستان اداره کول ستونځې لری. ځینې ډلې ټپلې بیا د مقاومت په نوم د پردیو اجندا پرمخ وړی او غواړی جګړه پیل کړی. ستونځه ایجادولاى شی. که لګښتونه او بهرنى ملاتړ شتون ولری په افغانستان کې جنګی خلک پیدا کول مشکل کار نه دى.بله ستونځه داده چې له بهرنى نړۍ په ځانګړی ډول له امریکا سره اقلاً د نورمالو اړیکو له ساتلو پرته متأسفانه زمونږ هیواد ته جدی ستونځې پیدا کیږی. د لمړی ګام په توګه د امریکا حکومت د نوموړی هیواد په بانکونو کې د افغانستان پانګه کنګال کړه او ددغه هېواد شپږ زره عسکر اوس هم د حامد کرزی په نړیوال هوایی ډګر کې میشت دی. مونږ یې د شتون په اړه اندېښنې لرو او نه پوهېږو چې د هغوى الوتکې ټوله شپه پروازونه کوی څه وړی او څوک وړی.ولس مو اوس د هیڅ چارواکی په خبرو باور نه کوی، کړنې یې څاری او د راتلونکی دروند مسئولیت د ادا کولو لپاره ورڅخه په لوړه کچه توقعات لرى.  طالبان له جنګی برخې څخه د مدیریت او ولسی برخې ته راغلل. هغوى ته د نظام جوړول، د ولس د هیلو پوره کول، د ډیرو ناخوالو سمول، د امنیتی ځواکونو ترتیبول، د کډوالو بیرته راستنول، د افغانانو د فقر لوږې او بیکاری غم خوړل او دغو ټولو ستونځو ته د لګښتونو برابرول د ننګونو په توګه مخته پراته مسئولیتونه دی.د کابل له نیولو وروسته که څه هم د اندیښنو سره سره لله الحمد په غټه پیمانه چور چپاول او بی نظمی ونشوه، خو  په ځینو سیمو کې د خلکو د ځورولو او د ناوړه چلن پیښې رامنځته شوې دی.  په داسې وختونو کې د ناخوالو پېښېدل معمول ده، خو زمونږ د هیواد عینی شرایطو او له طالبانو سره د ښار میشتو خلکو کلتوری توپیر او یا هم په بل عبارت حساسیتونه بوږنوونکې پایلې درلودلاى شی.که طالبان نه غواړی له ولس سره واټن پیدا کړی او د پخوانیو ناکامو حکومتونو په نوملړ کې راشی، نو د یو واقعی افغان شموله اسلامی حکومت جوړولو ته حیاتی اړتیا لیدل کېږی. دا چې طالبانو د ولسمشر غنی د حکومت له نسکورېدو مخته ونشو کړاى د نړیوالو په منځګړیتوب او ملاتړ له افغانانو سره د سولې تړون لاسلیک کړی د تأسف مقام دى، چې زیانونه یې لا اوس محسوسیږی، خو اوس هم د افغان شموله حکومت جوړول ناشونئ کار نه دى.اوس باید خپلې سهوې وارزول شی. ولس ولې د طالبانو په خبرو باور نکوی؟ افغانان په ځانګړی ډول د ښارونو خلک ولې ناهیلى شوى دی؟ د کابل په هوایی ډګر کې له هیواد څخه د تېښتې په موخه د زرګونو خلکو د هجوم له امله د ټولو افغانانو د برم او ملی غرور جنازه ولې پورته شوه؟ علمی کادرونه، پانګه وال او مسلکی فراد ولې هیواد پریږدی؟ څنګه کیداى شی چې په اوسنیو حالاتو کې د ولس باور ترلاسه کړو؟ پورتنیو پوښتنو ته ځواب موندل عملی اقدامات غواړی.چاپلوسان او غوړه مالان هر وخت  په هر دفتر او دربار کې تر ټولو بد مخلوق وی. هغوى مشران خطا کوی. په غلط ډول یې ذهنونه جوړوی. حقائق ورته مسخه کوی او د تاریخ مستقیم خط ته بدلون ورکوی.  طالب چارواکی باید دغه ستونځه له اوس څخه جدی ونیسی. د تیر حکومت د ماتې ستر لامل د غنی په شااوخوا د چاپلوسی او فاسدې کړئ شتون وو.شک نشته چې مونږ ستر بدلون ته سخته اړتیا درلوده خو کاش چې دغه بدلون د تفاهم سولې او ورورولی په فضا کې راغلى واى. مونږ یو ځل بیا د نړیوالو په نظرونو کې ښکته راغلو او له تمدن څخه عاری ملت ورته ښکاره شو. هیله ده چې طالب مشران  په بشپړ نبوی اخلاقی چوکاټ کې له خپل ولس سره د چلن هنر ورته وښیی.خورا څرګند حقیقت دى چې د طالبانو وروستۍ جنګی پرمختګونه که د پخوانی ولسمشر غنی د ناوړه تګلارو محصول هم ومنو او د مجبوریت په چوکاټ کې ورته مشروعیت هم ولټوو، خو داهم تر لمر روښانه ده چې شرائط داسې راغلل چې د طالبانو جنګی بریا محسوسیده. حکومت پاشلى وو. فساد غرغړې وهلې ارګ بدنام شو او له ملت سره په ستر واټن کې یې قرار درلوده. په دغه ډول چاپیریال کې د طالبانو نظامی پرمختګونه نه معجزه وه او نه یې هم د ویاړونو وړتیا درلوده ځکه چې جګړه د افغانانو ترمنځ وه او داسې جګړه په ویاړلو نه ارزی.د ولسمشر غنی د حکومت د داخلی اختلافاتو او کمزوری دیپلوماسی له کبله، طالبانو  د سیاست په ډګر کې پراخ امکانات، سرچینې او ملګری درلودل چې حکومت یې انعطاف ته مجبور کړى واى. د حکومت په داخل کې یې ملګری پیدا کولاى شول او د ملی اجماع د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره یې ډیر کار کولاى شواى. د ملت ملاتړ او نړیوال اعتبار ترلاسه کولو ورته ستونځه نه درلوده . که پیاوړى مدیریت واى، نو طالبانو کولاى شواى له مشروع لارې یې واک  ترلاسه کړى واى. ولسمشر غنی یې له ټولو نیمګړتیاو سره په درنښت رخصت کړى واى، خو متأسفانه داسې ونشو او اوس ورباندی بحث

ګټه هم تلی.زما په اند ملی بیرغ حساسه موضوع ده. په دغه تړاو عجولانه ګام پورته کول حساسیتونه را پارولاى شی. په اوسنی ترینګلی سیاسی وضعیت کې دغه کار که اړین هم وی نو باید د یوه بین الافغانی تفاهم له لارې شوى واى. سابقه بیرغ او اوسنى بیرغ یوازې په رنګونو کې توپیر لری. مونږ ډیرې جدی ستونځې مخته پرتې لرو.دلته داسې افواهات وو او په ځینو مواردو کې نښو نښانو هم شتون درلوده چې کیداى ځینې پردۍ استخباراتی ادارې د خپلو اجیرانو په لاس ګډوډی جوړه کړی. چور چپاول قتلونه او کوڅه په کوڅه جګړه وشی خو لله الحمد داسې ونشو او طالبانو ښار ته د ننوتلو په موخه پروخت ګام پورته او د سترې فاجعې مخه ونیول شوه.که طالبان واقعاً د یوه پراخ بنسټه ټول شموله اسلامی حکومت د بنسټ کیښودلو لپاره هوډ لری، نو زما په اند اړینه ده چې دغه مهم نوښت او ستر ملی ارمان په کور د ننه پراخ ملاتړ او غیرمتزلزل نړیوال حمایت په ترلاسه کولو خپل حکومت ته مشروعیت ورکړی. دغه ملاتړ او حمایت ترلاسه کول وخت غواړی. پراخو مشورو، رغنده دریز، وسیع لرلید، د  ملی مشارکت روحیه درلودلو، قربانی، ارزونو او څیړنو ته اړتیا ده، یکه تازی او د واک انحصار فکر ناکامه تګلاره ده چې پخوانی ټول حکومتونه یې له ستونځو او ناکامی سره مخ کړل.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا