گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » په ټولنه کی خپل چاری ؤپیژنۍ!
په ټولنه کی خپل چاری ؤپیژنۍ!

په ټولنه کی خپل چاری ؤپیژنۍ!

نن مې وروسته له یوې اوږدې دمې دا دی بیا دلوی استاد ( استاد خادم بابا) دټولنیزو سلو مقالو ددرانده اثرڅخه دا عنوان ( په ټولنه کې خپل چاری ) را غوره کړی او به ادبی مینه یی له تاسی سره شرییکوم هیله ده چی خوښ مو شی اوادبی خوند تری واخلۍ ، داهم تاسی او لیکنه . 

دغه خلک چی مونږ ورسره ګذاره لرو یا داچی یوتربله سره ژوندون کوی ، په څلورډوله دی .

۱ـ خپل چاری

۲ـ غافلان

۳ـسوداګران

۴ـ نیکان

خپل چار هغه خلک دی چی دوی هرچا ا وهر څیز ته د استفادی او استثماراو د ګټې آخیستلوپه سترګه ګوری، دوی وایی چی باید سړی له هرڅیزه ، هرې موقع او هرچانه ګټه وکړی د دوی په نزد خپلوی دوستی ، مینه محبت ، ورکړه راکړه ، آمریت اماموریت، وطن قام ،دین مذهب ، بلکه دنیا ا وما فیها هر څه د دې دپاره دی چې سړی یې استعمال کړی خوند اومزه ورنه واخلی ، کټه تری وکړی اود خپل غرض دباره یی ولوبوی په دغه تیپ خلکو کی عالی افکاراو د دوی په دماغونو کی دلویو مرامونودباره آرزوګانې جلوه نه کوی .

دوی کی صمیمیت ، وفا، رښتینولی اوصدق هیڅکله نه میندل کیږی ، دروغ وایی ، چل کوی ، لوټه په سیند کی کښیږدی ا وپری تیریږی د دوی کار دغرض او چل وی دا کاردهر چاسره کوی که څه هم د دوی زوی پلار، ښځه ملګری محسن ،آمر او بیثر استاذ ولی نه وی! ددغو کسانو که درته څه اړه وه نو ډیر پاسته ، خواږه اوشرین به وی خو چی کاریی وشو ، بیا به داسی وی چی ته به وایی په یو جماعت کی یې درسره مونځ نه دی کړی .دغه شان خپل چاری خلک که لږ ساده اوکم عقل وی سړی یی زر پیژندی شی اوځان ورنه ساتل شی ممکن دی لیکن که زیرک او هوشیاروی نو بنا په خدای ! د دوی له دامه خلاصیدلډیر مشکل دی خپل چاری خلک اغلبا چالاکه ، تر زبانه او زرنګ وی دوی دشرم شرافت اوساهوتوب په معنی نه پوهیږی هلت هبه درسره دروغ ا وخیانت وکړی وبه دی غولوی تیربه د باسی ، ته به پوه هم شی ورنه به ګیله هم وکړی ،  چی بیایی درته کار پیدا شو، په چالاکۍ درته بل دام غوړوی ، ا وپکښې د ی رانیسی .

ولی کله هم دغه ټیپ خلک دومره عمیق ، ژور، درانده ا ومرموزوی چی خپل اغراض د علم ، ادب ، فلسفی ، دین ا ووطنپرستۍ په جامه کی پټوی ، دومره خود دار ا وپه ځان قابو لرونکی وی ، چی بس کاله ګذران به ورسره وکړی خو چی د تجربی وخت ا ود مطلب فرصت راغلی نه وی، وبه یی نه پیژنی ، دغسی کسان په دی پیژند ل کیږی چی د دوی محیط ، دوستان ، ویناوی ا واعمال ، سوانح اوکارنامی معلومی کړای شی ا ومرتبا سرپه سر کښیښودی شی ، که نا همواری ا وبد آهنګی پکښې موجوده وه ، صورت اوسیرت ، دوستی ا واخلاقو کی یی د هر وخت اوزمان سره تغیر ا وتبدیل کړی ؤ اوپه ثابته ا ومستقیمه لار نه وه تللی ،نودا خلک خپل چاری دی . پام کوی د دوی په دغو فلسفواوګرموویناوو،زاهدانه اوپرهیزګارانه اوضاعوزړه بای نه لئ، دغه خلک خپل چاری دی. وګورئ اودقت وکړی د دوی ظاهر به یو رنګ ا وباطن به یی بل رنګ وی .

دا دی خیر خلک نه دی چی پری غلط نشئ ! هو داسی هم کیږی چی ددغسی خلکو څخه ښه خبره ، ښه کار ، ښه مضمون ا وښه اثر ، ولیدی شی ، یا کله درسره کمک او مرسته وکړی ، ډوډئ درکړی ا وحمایه دی وکړی ، خو دا ټول کارونه په جدی صورت نه کوی ، دا فقط هغه دانه ده چی ښکاری یی په دام آچوی دوی هیڅکله هغه یوه پیسه نه لګوی چی د زرو روپو تمه پکښې نه لری . په داسی اعمالو د غه کسان یا مقابل اغفال کوی، یایی دخپل نفوذ ا وتاثیر لاندی راولی ا ویا ورنه زیاته ګټه کول غواړی . په دی خلکو کی لوی نقص دا دی چی لوی عزاېم نه لری . دلویو عزائمو د ا معنی نه دی چی لوی رتبی ا ومنصبونه ا وجاه ومکنت نه غواړی. بلکه د اټول غواړی ا وترنورو ښه ورسیدای هم شی ، خو دا هرڅه دځان دپاره غواړی. په دغو خلکو کی د ایثار ، فداکارئ ، رښتینولی ، حمیت ا واجتماعی خیر ماده نه وی ، بلکه د ډیری خود غرضئ څخه اکثرا دسپږی دباره پوستین اورته اچوی ا ود خپل لږ منفعت دباره جامعه قوم ا وملت تباهۍ ته ورکوی.د اځکه چی دوی په انسانی شرافت ایمان نلری. خپل چاری خلک ډارن هم وی . ځکه چی شجاعت د ایمان خاصه ده ا وهیڅکله په صراحت خبری نشی کوالای ته به وایی چی د ژبی لاندیئ غوزنیولی دی .دا دی هغه خلک چی تری ډار په کار دی !!! 

انتخاب او خوښوونه ، ټایب او تنظیم کوونکی

نیټه : د دفبروی شپږمه ۲۰۱۹ سکاربرو، آنتاریو.کاناډا

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا