گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » په افغانستان کی له امریکا پاتی وسلی اودګاونډیانو پرضداستعمال:
په افغانستان کی له امریکا پاتی وسلی اودګاونډیانو پرضداستعمال:

په افغانستان کی له امریکا پاتی وسلی اودګاونډیانو پرضداستعمال:

د روانی سپتمبر  میاشتی په دریمه نیټه د پاکستان لنډمهاله لومړی وزیر انورالحق کاکړ د پاکستانی تکړه ژورنالیست او د جیو تلویزیونی شبکی د جرګه نومی خپرونی مجری سلیم صافی سره د یوی مرکی په ترځ کی وویل چی په افغانستان کی  دامریکا او انډیوالانو لخوا پریښودل شوی وسلی او مهمات د پاکستان او نورو ګاونډیویو هیوادونو په وړاندی یو څرګند ګواښ دی چی په پاکستان کی یی آغیزی د طالبانو د واکمنی راپه دی خوا لیدلی شو او نور ګاونډیان هم تری آغیزمن کیدای شی .له هم هغه ورځی څرګنده وه کله چی طالبانو اسامه بن لادن د امریکا د یولسم سپتمبر د پیښو تر ټولو غټ تورن امریکا متحدو ایالاتو ته ونه سپاره او امریکایانو د ځینو افغان ټباره امریکایانو په مرسته او د ملګرو ملتونو له لاری لومړی د بن غونډه جوړه او دهغی له مخی یی له افغانی تمدن او ارزښتونو سره په ټکر کی یوه داسی دلاری نقشه برابره کړه چی هیڅکله هم په افغانستان کی دعدالت اوآزادی ضمانت نه شو ورکولای نو پر افغانستان یی یرغل وکړ .داسی چی د افغانستان د آبادۍ او پرمختګ په لاره کی تر ټولو غټ خنډ هغه  نړی لید ؤ چی خرافات او د نورو حقوق په پام کی نه نیول یی د مذهب تر نامه لاندی د تاریخ په زیاته موده کی  نه یوازی په افغانستان کی له پامه غورځیدلی ؤ بلکه پرزیاتره اسلامی هیوادونویی هم آغیزدرلود .

عجیبه دا وه چی ګاونډیو هیوادونو هم که له یوی خوا په ظاهره  د امریکا په مشری دتروریزم پر وړاندی د نړیوال ائتلاف ننګه کوله خو بل لورته یی ددغه ائتلاف پروړاندی دمخالفوځواکونوپرروزنه اوپالنه هم پیل وکړکه څه هم دغه روزنه  اوپالنه پر زیاتو مالی لګښتونو ولاړه وه خو د ګاونډیانو په ځانګړی توګه د پاکستان ریأ کارانه او پر دروغو ولاړه استراتیژی ددی سبب شوه چی دتروریزم سره د مبارزی په نوم سلګونه میلیونه ډالری مرستی ترلاسه او د تروریزم د ودی او  بقأ په لاره کی یی ولګوی .تر ټولو زیاته حیرانؤنکی سیاسی لوبه هغه وخت رامینځ ته شوه چی له طالبانو او نورو وسله والو مخالفینو سره یی دخبرو اترو په موخه په قطر کی دطالبانو دسیاسی دفتر په نوم داسی خونه رامینځ ته کړه  چی له تروریزم سره دمبارزی د نړیوال ائتلاف څخه یی په سلګونه میلیونه ډالر ترلاسه کول او په خواشینی سره چی دا لړې اوس هم دوام لری او ددی سره سره چی د پاکستان د پخوانی لومړی وزیر عمران خان د واکمنی پر مهال په افغانستان کی د پاکستان اوسیمی هیوادونو لپاره مطلوبه د غلبی طالبانی واکمنی رامینځته  شویده خوپه قطر هیواد کی هم هغه له طالبانو سره دمذاکراتو دفترطالبانو ته دهم هغه پخوانیو امتیازاتو په ورکولو تراوسه پرانیسته پاته دی . عمران خان د پاکستان پخوانی لومړی وزیر چی ګمان کاوه چی په ظاهری بڼه کله چی په پاکستان کی د اساسی قانون له مخی لومړی وزیر د پاکستان د پوځ د سر لښکر او د پوځ د اطلاعاتی سازمان ISI دټاکلو او ګمارلو واک لری نه کولای به شی د پاکستان په استراتیژیک عمق کی لاس وهنه وکړی چی په همدی موخه یی له ګاونډیو هیوادونو سره له  استخباراتی سلا او مشوری پرته ټولی تروریستی ډلی او ټپلی چی د روسانو پر ضد د افغانستان د تاریخی  جهاد له مهاله د پاکستان په ځینو سیمو کی ځای پر ځای شوی وی افغانستان ته راولیږدول شول او له امریکا او ناتو څخه پاته امکانات ورته وسپارل شول چی باید د پاکستان لنډ مهاله لومړی وزیر ته وویل شی چی دا ستاسو کرلې تخم دی چی نن یی افغانستان او ټوله سیمه په سر آخیستی ده . داد فارسی ژبی د مشهور متل مصداق دی چی وایی : خود کرده را نه درد است و نه درمان !

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا