گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » په کابل کی ترهګـــــریزبریدونه او دخپلواک افغانســــتان شـــعارونه !
په کابل کی ترهګـــــریزبریدونه او دخپلواک افغانســــتان شـــعارونه !

په کابل کی ترهګـــــریزبریدونه او دخپلواک افغانســــتان شـــعارونه !

لکه څنګه چی ټول خبر دی تیره اونی  د ۱۴۰۱ کال د لیندی په ۱۱ مه نیټه دکابل ښار په زړه کی دوه لوی زړه خواشینؤنکی ترهه ګریزه عملیات ترسره شول چی په یوه پیښه کی په کابل کی د پاکستانی وایسرا ودانۍ او په ځانګړی توګه ددغه « وایسرأ» چارسنبالئ عبید الرحمان نظامانی چی نوی یی ددغه “وایسرا ” د چارسنبالی دنده په غاړه آخیستی ده په نښه شوی ؤ .

او په ورته وخت کی ددغه سیمی څو کیلو متره  لیری د دارالامان په لاره پراته د حزب اسلامی دمشر ګلبدین حکمتیار پر استوګنځای او دفتر هم برید وشو چی له نیکه مرغه برید شنډ او وژونکی په خپله ووژل شول . که څه هم ددغه برید په هکله د امارت دامنیه قوماندانی ویاند خالد ځدراڼ په خپله ټویټر پاڼه کی داسی لیکی دی چی:نن مازدیګر مهال د پاکستان سفارت پرلور له یوی ودانۍ ډزی وشوی امنیتی ځواکونو په عاجله توګه سیمی ته ځانونه ورورسول او ژر ترژره یی د ډزو مخه ونیوه . او دتصفیوی عملیاتو په ترځ کی یی له دغه ودانې یو شکمن کس نویول شوی دی ….    لکه څنګه چی خبریاست په تیر شل کلن بهرنی نیواک په ترځ کی به هم چی دغسی بریدونه ترسره شول نوله هغه ځایه چی دامنیتی ځواکونو موخی اوهدفونه هم د نړیوالو استخباراتی شبکو له لوری ټاکل کیدل نو طبیعی ده چی په داسی پیښو کی د برید کوؤنکو د مړوجسدونه به هم د کورنیو او بهرنیو استخباراتی ځوکونو لخوا د ژور واودقیقو څیړنو د مخنیوی په موخه د پیښو له ډګره په بیړه سره لیږدول کیدل تر څوعلمی او تخنیکی څیړنی ونه کولای شی د هغوی د هویت په څرګندیدو د خبریالانو پوښتنوته ځواب وویل شی یوازی چارواکو به  به دتل په شانی په مکارانه او غولونکو  شعارونو او د حادثی د شهیدانو او پروژلویا زخمیانوکورنیو ته د شهید لپاره یو لک افغانی او د هر زخمی کورنۍ  ته د پنځوسو زرو افغانیو په

 

 

 ورکولو د پیښی د عاملینو د نیولو او عدالت ته د سپارلو درغجن لوظونه کول چی همدغو ددرواغو او دوه مخی چلند ددی سبب شو چی دهغوی د اقتدار شپی ورلنډی کړی او واک د قدرت دوهم پړاؤ ته چی بیاهم په خواشینۍ سره د اسلام د مقدس دین په نوم او دطالبانود اسلامی امارت په نوم یی دوام پیدا کړ. خو په دی توپیرچی د واک په دی دوهم پړاؤ کی ځینو سیمه ائیزو نیواکګرو د مذهب له سپیڅلی  نامه څخه په ګټه پورته کولوپه لرغونی افغانستان کی د طالبانو په نوم د امارت واکمنی را مینځ ته کړه او د فساد د عواملو سره په نه مبارزه یی د پخوانی مافیاېې نظام ریښی تازه وساتلی او د مشروعیت اوخپلواکی مؤلفه یی هم چی په ټولنه کی د یوی سیاسی واکمنۍ لومړنی شرط ګڼلای شی په زرګونوددینی علمأؤپه نوم راټولو شویو کسانو ته د تطمیع او باج ورکولو سره چی ویل کیږی د لوی جرګی په تالارکی درنیم زره کسانو هر یوه ته د جیب خرڅ په نوم پنځوس زره افغانۍ ورکړای شوی دی

او په همدی غونډه کی د میاشتی یوزر ملیونه افغانې چی لږترلږه د۱۱میلیونو ډالروسره برابر دی د شیخ صاحب ددسترخوان تر نامه لاندی وټاکل شوی . دا هغه پیسی دی چی د نړی په ځانګړی توګه د امریکا د متحده ایالاتو څخه په هره اونی کی د طالبی جنګیالیو د ثروت د خونړۍ غریزی د ساتلو په موخه د افغانستان خاوری ته راځی . او ترټولو حیرانونکی داده چی د همدغو پیسو څخه هره میاشت د قطر ددفتر د هرغړی په نوم هم له دیرشو زرو ډالرو زیاتی پیسی ورکول کیږی او په داسی حال کی چی پر افغانستان د طالبانو له واکمنې نږدي شپاړس میاشتی په تیریدو دی خودباخبره سرچینو له قوله تراوسه هم د قطرددفتر دبندیدو څرک نه لګیږی .او ددی ترڅنګ یی له کله نه چی طالبان واک ته ورسیدل لږ وروسته په پاکستان هیوادکی د بسپنی یا په فقهی ژبه (چندی) په نوم هم ځینی دفترونه خلاص او خپل ځینی مهم غړیی یی هلته د چاندی د مسؤلینو په توګه وګمارل  ترڅو د خلکو څخه د افغانستان لپاره چنده راټوله کړی .همداشان یوه ورځ وروسته چی دغه خونړۍ پیښه ترسره شوه او د افغانستان د سولی لپاره د پاکستان ځانګړۍ استازي محمد صادق خان په خپله ټویټر پاڼه کی ولیکل چی دداعش خراسان ډلی پر پاکستان سفارت دبرید پړه منلی پاکستان به په خپلواکه توګه او د افغانی لوری سره په سلا دا معلومه کړی چی دا څومره رښتیاده ؟…….خود پاکستان پرسفارت  د برید یوه ورځ وړاندی د پاکستانی طالبانو اود پاکستان د  حکومت ترمینځ هغه اوربند چی د افغانی طالبانو په ځانګړی توګه د حقانی شبکی او تحریک طالبان پاکستان TTP تر مینځ رامینځ ته شوی ؤ د پاکستان دتحریک طالبان TTP د ویاند له لوری لغو وګرځول دتحریک طالبان پاکستان TTP له لوری د یوی اعلامی په ترځ کی ویل شوی ؤ چی چې له اسلام آباد سره يې د سولې اوربند پای ته رسولی او خبرداری یې ورکړ چې په ټول هېواد کې به لوی بریدونه وکړي.د ټي ټي پي اود پاکستان حکومت ترمنځ په تېره جون میاشت کې اوربند وشو چې شاوخوا پنځه میاشتې یې دوام وکړاوس له شکه پرته د پاکستان د سفارت پر ودانی برید چی یو تن یی ژوندی نیولشوی دی دا څرګندیږی چی نیول شوی کس به د دتحریک طالبان پاکستان TTP سره اړیکه لری دا ځکه چی ددغه تحریک جنګیالی اوس پرکابل د طالبانو تر واکمنی وروسته په کابل کی ځای په ځای شوی دی او هرکله چی وغواړی کولای شی د پاکستان د حکومت اهداف پر نښه کړی .جوته ده چی اوس د  طالبانو امنیتی ځواکونه هم د تیر مافیاېی حکومت په څیر لکه څنګه چی د دطالبانو د دائیم ویاند ذبیح الله مجاهد په څیر چی ویی ویل یو  برید ګر چی د بهرنی هیواده تبعه دی د ځانګړو امنیتی ځواکونو لخوا نیول شوی دی . خومجاهدداهم ونه ویل چی دغه برید ګر څنګه د پاکستان د سفارت ترڅنګ ځای پر ځای شوی ؤ ؟    گلبدین حکمتیار چی په افغانستان کی د جهادی تاریخ یوه نامتو خو په ورته وخت کی د نورو د زغملو څخه بی برخی څیره ده او تل یی د پردیو یرغلګروپه وړاندی  د افغانانو په سپیڅلی جهادی بهیرونو کی په همدی ډول  د ځان غوښتنی پر کرکټر ځان شهرت رسولی دی او تردي چی ګورو نه دی توانیدلی  نن ورځ هم یوزیات شمیرد افغانستان د اسلامی حزب لوړکادرونه او شخصیتونه هم چی د روسانو پر وړاندی د جهاد نامتو شخصیتونه شمیرل کیدل له ښاغلی ګلبدین حکمتیار څخه  یی لاره جلا کړی ده او له حکمتیار صاحب څخه جلا لوبه کوی .                

         د ښاغلی ګلبدین حکمتیار په مشری اسلامی حزب چی هیڅوګ یی د افغانانو په وړاندی د روسانو د یرغل په مهال  په جهاد او جګړه  کی د سرغندویه رول له درلودوانکار نه شی کولای په خواشینې سره د پاکستانی وژونکواستخباراتی کړیو په خدمت کی پریؤت تر دی چی د پاکستان د پخوانی لومړی وزیر نوازشریف چی دپاکستان د کورنیو چارود وزارت سره تړلی استخباراتی  بنسټونو سره په اړیکه د افغانستان د کنړ او نورستان په غرنیو سیمو کی ځای په ځای شوکیدای شی ښاغلی حکمتیار به داسی انګیرله چی وبه کولای شی پر پاکستانی طالبانو یا تحریک طالبان پاکستان TTP تر سیوری لاندی به چی هلته په کنړ کی یی د پاکستان په وړاندی په ځانګړی توګه د پاکستانی پوځ د استخباراتو یا ISI په وړاندی د اشرف غنی په مشری په کابل کی  د مافیائی  حکومت په ملاتړ جګړه پیل کړی وه دا د ځان ځانئ غریزه ارضأ کړی . نو ځکه خویی د تحریک طالبان پاکستان TTP سره یوځای د داعش یا اسلامی دولت  سره بیعت وکړ او تردی چی ویل کیږی د پاکستان په پیښور کی پرنظامی ښوونځی د فرمان ورکولو په ناسته کی هم د مولوی  فضل الله  په  مشری د پاکستانی طالبانو د مشر سره یوځای حضور درلود او داحضورهغه مهال افشأ او بربنډ شو چی دپاکستانی طالبانو د الاحرارد څانګې مشر قاری احسان الله احسان د پاکستان پوځ په ځانګړی توګه د ISI  لخوا په  تحریک طالبان پاکستان TTP کی د یوی نفوذی مهری په توګه ګمارل شوی ؤ افشأ شو او ویل کیږی چی د نوموړی قاری احسان الله احسان له لوری ټول معلومات او پریکړی به په پیښور کی د ISI مرکزی دفتر ته لیږدیدل .که څه هم کیدای شی  پاکستان د یوی تلویزیونی شبکی  له جیو تلویزیون سره  نامتو خبریال سلیم صافی سره چه دجرګی په نوم یوپروګرام پر مخ بیایی دیوی مرکی په ترځ کی  دغه موضوع ته اشاره کړی وه خو وروسته د افغانستان داسلامی حزب د استخباراتی چارواکو په غوښتنه دغه موضوع له آنتن څخه وغورځیده .                                                               
بیاهم د نواندیشی تربیون  دهمدغه مرکی اصلاح شوی بڼه ترتاسو دررسوی . دویلو وړده له هم هغه ورځی چی ګلبدین حکمتیار د اشرف غنی په مشری د مافیائی حکومت سره د یوځای کیدو اعلام وکړ او د کونړدغرونو یی له شمشاد تلویزیونی شبکی سره د ویدیوېې پیغام له لاری داسی څرګندونی وکړی اود ملا رسول په مشری دداعشی ملیشو له مشر ملا محمد رسول څخه مننه وکړه اوداسی یی  وویل :

دطالبانو هغه غړی چی خپلواک دی او دخپلی عقیدی په حکم جنګیږی د اسلام او خپل ؤلس او هیواد په وړاندی ژمنتیا لری هیله مو داده چی دوی به د سولی د بهیر سره یوځای شی . ملا محمد رسول او ملګریی یی ددغی ډلی ګڼم . توپیر یی له نورو سره جوت دی دوی دیوی اعلامیی له لاری د حزب اسلامی اودولت ترمینځ د معاهدی په محتاطانه توګه اوله ځینوشرائطو سره ملاتړ وکړ. خوبلی ډلی ددی پرضد شدید اوکرکجن تبلیغات وکړل دوی دیوی اعلامیی له لاری د حزب اسلامی او دولت ترمینځ د معاهدی په محتاطانه توګه  او له ځینو شرائطو سره ملاتړ وکړ . خوبلی ډلی ددی پر ضد شدید او کرکجن تبلیغات وکړل .کتونکی اوشنونکی د اسلامی حزب دمشرګلبدین حکمتیارشخصیت ته  په کتنه داسی انګیری او شننه کوی چی هغه لا تراوسه هم  په ځان مین اودنورو حقوقو ته قائل نه دی .دلته لازمه بولو د هغه مرکی یوه برخه چی د پاکستان د وخت دلومړی وزیر عمران خان هغه خبرو یوه کوچنی بیلګه راواخلو چی هغه  د BBC تلویزونی شبکی سره ترسره کړی او دایی په ډاګه کړی وه چی پاکستان بی له شکه چی له ګلبدین حکمتیار څخه ملاتړ کاوه او په هغه ډله کی راځی چی موږ داحمدشاه مسعود په وړاندی تری ملاتړ کاوه . د پاکستان د پخوانی لومړی وزیر (صدراعظم ) چی یو مهال د سیاسی مخالفینو په وړاندی د پاکستانی پوځ په ځانګړی توګه د پوځی اطلاعاتود ریاست ISI له خوا تری ګټه پورته کیده له BBC تلویزونی شبکی سره په داسی بربنډو څرګندونو چی ګنی پاکستان له ګلبدین حکمتیار څخه د احمد شاه مسعود په وړاندی د مخالفت په موخه (هدف )ملاتړ کاوه

دا څرګندیږی چی موږ څومره خوار کړای شوی ملت او اولس یو چی د ګلبدین حکمتیار په څیرنامتو مشر چی  له بدی ورځی ګاونډی هیواد پاکستان ته  په کډه شوی ؤ د هغه چا په وړاندی تری ملاتړ کوی چی شهید احمدشاه مسعود د پاکستان ښکیلاک دغه  مزورانه او خونړۍ څیره کتلی وه چی په پای کی د همدی ژورو خونړیو موخو ته درسیدو په هیله دیوی پیچیده توطئۍ په ترځ کی ووژل شو او دشهادت جام یی په سر راواړؤ .خو کیدای شی  ګلبدین حکمتیار کیدای شی د الزایمریا د هیریدو په ناروغی آخته وی د عصبي ناروغيو په ډله کې “الزایمر” خورا خطرناکه ناروغي ده. پر دې ناروغۍ اخته انسان خپله حافظه له لاسه ورکوي.                                                                                                                         

     دا چې د “الزایمر” درملنه ناشونې ده؛ نو اوس یې هم په اړه څېړنې روانې دي او لا ډېرې پوښتنې شته چې باید ځواب شي. مګر بیا هم ځينې مهم معلومات یې په اړه موندلای شو. موږ په دې لیکنه کې پر همدې ناروغۍ  خبرې کړي دي. الزایمر ناروغی (په انگرېزي: Alzheimer’s disease) د حافظی ورانیدل منځته راولی چی زیاتره معمولا د ۶۵ کلنی عمر وروسته پیښیږی ، خو لدی نه په کښته عمر کی هم لیدل کیږی .
      د ځینو احصائیو له مخی دا مهال نژدی ۷ میلیونه کسان په نړی کی پری اخته دی او اټکل کیږی چی په ۲۰۵۰ کال کی به یی شمیرڅلور برابره لوړشی.ددی ناروغۍ یو له لاملونو څخه په مغز کی د ځینوموادو لکه البومینو راټولیدل او غټۍ کیدل گڼل شویدی                               
       نو ځکه خو د ګلبدین حکمتیار په بدن کی ددغه ناروغې نښې اوعلائیم له ورایه ښکاری او ځان ترټولو پوه بولی اوپرجمعی عقلانیت باور نه لری موږ په زغرده  اروا پوهان واېی چی کله هم دچا په وجود کی دځان غوښتنی دغسی غرائیزرا ژوندی شی نوپه ۲۱ شتمی پیړی کی د بد مرغۍ  په وزرو د یوه موهوم برزخ په لوری الوزی .
وږ په زغرده وویل اوس په ډیره آسانی سره د بریدکونکی هویت او حتی داچی له کومه ځایه راغلی او ځان یی الوزولی دی د DNA  له مخی څرګندیدای شی خو زموږ امنیتی ځواکونه تراوسه هم د بهرنیانو لخوا تمویل او مجهز کیږی .

په ډیره خواشینی سره باید وویل شی  تراوسه هم موږ د افغانستان دخاوری څخه ددفاع مزل په خپلو مټو نه دی وهلی او یوازی ځانونه مو په تشو لافو چی وایو زه یم زمرئ پردی  نړی له ما اتل نشته ، بل کابل نشته ځانونه خوشحاله ؤ

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا