گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » په خلاصـــو غــوږونـــو واورئ!
په خلاصـــو غــوږونـــو واورئ!

په خلاصـــو غــوږونـــو واورئ!

متاسفانه زمونږ هیواد او ویاړلی دودونه له څلورو لسیزو راپدیخوا  د پردیو یرغلونو، د واک سیالیو ، کمزوری سیاسی مشرتابه، او د دولتی سرچینو ناببره وېش له امله په جګړه کې ویجاړ شوى دى. هر حاکم له ځان سره پردی دودونه راوړل او زمونږ په عنعنوی ټولنه باندی یې د تپلو هڅه وکړه. پایله یې داسې شوه چې خپل ویاړلی کلتور او دودونه مو له لاسه ورکړل، خو پردی مو هم خپل نه کړاى شو.ولسمشر غنی د پراختیایی پروژو د پلان،  مدیریت او د هیواد اقتصادی ودې لپاره له غوره علمی وړتیاو  سربیره ، د دې ظرفیت هم لری چې خپل لیدلورئ او موخې په اغیزمنه توګه نړیوالو غونډو ته وړاندې کړی ، مګر نوموړئ د خپلو خلکو د غوښتنو په درک کولو، د هغوى په ژورو مذهبی ریښو باندی د پوهیدلو  او د افغانانو له  کلتوری ارزښتونو سره د بلدتیا په برخه کې مطلقاً پاتې راغلى دى.  د واک د خوندیتوب په شرط هر ډول قربانی ورکولو ته چمتوالى د ارګ لیدلورى جوړوی.به کار خو داوه چې له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتلو اعلان ددې لامل شوې واى چې طالبانو، حکومت او سیاسی  ګوندونو د اویایمې لسیزې د ناکامیو په هکله بیاکتنه کړی واى، د هغه وخت د فاجعې په تړاو یې بیا بیا دقیقه او کره محاسبه کړی واى، د ملی ګټو په محور راڅرخیدلی واى په خپلو لومړیتوبونو یې له سره غور کړى واى او تر تړلو مهمه دا ده چې د  امتیازاتو ترلاسه کولو پرځاى یې سولې ته د رسېدو لپاره د قیمت اداکولو په تړاو هوکړه شوې وای، خو داسې هیڅ ډول هڅې شتون نلری.افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور ده. ستونځه  زورواکانو او په لوړو پوستونو ګمارل شویو دوه تابعیته اشخاصو جوړه کړې ده.  تر هغو چې دلته جګړه وی دغو دواړو ډلو ته د عیاشی ټول امکانات برابر دی او د سولې مخه ډب ده. کله چې دغه دواړه ډلو پورې تړلې افراد په فساد او ملی خیانت تورن شی نو زورواکان ولسمشر غنی ته ګواښونه پیل کړی. پوهیږی چې غنی یوازې زور ته سرښکته کوی او دوه تابعیته حشرات دوهم کور ته منډه اخلی. استثنا شته خو په مجموع کې په بهر کې لوى شوی ځوانان چې زیات یې په پیراشوټی توګه په لوړو پوستونو باندې راښکته کړاى شوی دی،  دولس کلتوری او ټولنیز ارزښتونه نه پیژنی،  روزنیزې او اخلاقی ستونځې لری، د نظام د بدنامی او له ملت سره د حکومت د واټن د زیاتیدو لامل ګرزی.  په فکری لحاظ له غربی ټولنو سره تړلی دی. زمونږ او د غرب کلتوری ارزښتونه په ځینو مواردو کې په تقابل کې قرار لری.متأسفانه ولسمشر د همدغو مافیا ډوله کړیو د مشورو پربنسټ ملی پریکړې کوی. دغه اشخاص ممکن د کار خلک وی، خو باید په داسې دندو باندی وګمارل شی چې زده کړې یې پکې کړی وی. کار اهل کار ته د سپارلو فلسفه هم همدغه ده،  موجوده حکومت د مطلق اکثریت ګمارنې د وړتیاو پرځاى سلیقوی، له مافیایی کړیو سره د تړون او یا هم د روابطو پربنسټ دی.اشرف غنی  هغه ښځې او ځوانان نه وینی چې هره ورځ د جګړې په لیکو هدفی وژنو او انفجارونو کې په وژل شویو خپلوانو ماتمونه کوی. ځکه چې هغوى د نیکټایی تړل او د پروپوزل جوړول زده نه دی، خو له غرب څخه را وارد شوی اشخاص د هیواد د ټولو ښځو او ځوانانو په استازیتوب په لوړو دالری معاشونو باندی ګماری. دا په داسې حال کې چې زمونږ لسګونه زره زده کړی ځوانان د یوه ګوله ډوډۍ موندلو لپاره په ډیرو خطرناکو لارو بهر ته تښتی. زمونږ په مشرانو کې به داسې څوک نه وی چې زوى یا لور یې د جګړو په لیکو کې دنده ترسره کوی. پوښتنه دا ده چې په جګړو کې د مشرانو اولادونه ولې په جګړه کې د ګډون له نعمت الهی څخه بې برخې پاتې شوی دی؟نیوکې د عقدې  بربنسټ نه کوم تعصب او عقده نه پیژنم. دغه خاوره راباندی قرضونه لری. که د چارواکو توجه په جلبولو کې بریالى شم،  ددغه هېواد او ولس د ستر قرض یوه وړوکې برخه  به مې ادا کړی وی او که خداى مکړه له اوس څخه له بدتر وضعیت سره مخ کیږو نو خپل ایمان او وجدان ته به ځان راته پړ نه ښکاری. زورواکان خو دومره مکار شوی دی چې امریکا ته، ایران ته پاکستان او ترکیې ته د نیرنګ بدلولو لپاره ځانګړی پوستینونه لری او دوه تابعیته یاران خو د تیښتې لپاره ټکټونه هم تیار لرپ، خو مونږ یوازی افغانان یو. نه غواړو بیا له هیواد څخه تیښتې ته اړشو.مونږ مقدسات د سیاسی ګټو لپاره وکارول. په خپل هیواد کې له خپلو هیوادوالو سره جګړه که مجبوری هم وی خو سپیڅلی نه ده او د ویاړ هیڅ ځاى نشته. زمونږ سیاستوال ملی ریښې نلری، د جګړو محصول او یا هم له بهر څخه راباندې تپل شوی دی. چا په دین پورې ځان وتاړه، چا د هیواد او خاورې د دفاع شعار پورته کړ او چا د ژبې او قوم لمنه ونیوله تر څو ساده خلک وغولوی او ګټه پورته کړی.که امریکا له طالبانو سره د سولی د خبرو په پروسه کې ستره غلطی وکړه چې د افغانستان حکومت یې عمداً له پامه وغورځاوه او حکومت یې په پلى کولو کې هیڅ مسئولیت نه منی، خو حکومت باید پوه شی چې د ولس د خوندیتوب دنده په غاړه لری او مکلف دى چې د خپل ولس ژوند، نظام  او هیواد له نړیدو وژغوری.اقلاً د سولې او حقونو ورکولو په نوم د حکومت اوسنى تګلاره په غلطو محاسبوولاړه ده، د حکومت اومیشتو پرګنو ترمنځ دنفرت لامل ګرځی. که له بهرڅخه راوارد شوی اشخاص په لوړو پوستونو ګمارل کیږی، نودملی اردولیکو ته ولې نه استول کېږی اود شهیدانو وارثان ولې د دغوخلکو غوندې دندې نشی ترلاسه کولاى؟بله ستونځه چې نن ورباندی خبره کول غواړم. مونږ ټول د علم الیقین په کچه پوهیږو چې پاکستان یو له هغو هېوادونو څخه ده چې زمونږ په هیواد کې جګړو ته لمن وهی زمونږ په کورنیو چارو کې هر ډول بربنډه منفی لاس وهنه کوی، خو یوازنى هیواد نه ده چې دغه کار کوی.  روانه جګړه کورنی او بهرنی بعدونه او ریښې لری. زمونږ نیمګړتیا له پاکستان سره د هغوى د زیاتو مداخلو په تړاو د کره سنجول شویو انډولیزو او اغیزمنو تګلارو نشتون ده.کله مو ولسمشر  د رسمی پروتوکول په خلاف  په لار کې ولاړ د پاکستان د صدراعظم د راتلولاره څاری. کله ورته زارئ کوو چې طالبان خبرو ته اماده کړی.کله بیا لوڅ ورکینو،سپکې سپورې اوښکنځل پیل کړو. که څوک وغواړی له ځان څخه مصنوعی اتل جوړکړی، پاکستان ته ښکنځل پیل کړی، نوزمونږ احساساتی ولس د ستونځوعمق ته د تلو پرځاى په شعارونو ښه غولیږی. بس پاکستان ته ښکنځل پیل کړی.چیغې جوړې شی؛ چې مشرله پاکستان څخه لاره ورکه کړې ده.تر هغو چې افغانان له یو بل سره په جګړه کې ښکېل وی او د یو بل وژل افتخار ګڼی، نه طالب، نه هم حکومت او نه هم بل افغان له هیڅ پردی څخه لاره ورکولاى شى. په خبرو او ښکنځلو د هیڅ رنځ درملنه نه کیږی. د هغوى په شان کار او ابتکار کولو ته اړتیا ده.د سولې په هکله زمونږ د حکومت او طالبانو په لیدلوریو کې د انعطاف وړ نښې نه لیدل کېږی. داوړه خواوې په دې باور دی چې د هغوى تر منځ واټن خورا پراخ دی ، نو له بده مرغه دواړه خواوې سولې ته د چانس ورکولو پر ځای سختې جګړې ته چمتووالی نیسی. ارګ د لوړو پخو سیمټی دیوالونو ترشا اوسیږی او د طالبانو مشران ښه خوندی ژوند لری خو عام افغانان لاهم هره ورځ د هغوى ترمنځ د واک په سر جګړه کې خپل ژوند له لاسه ورکوی. دواړه اړخونه د سولې نه کولو په صورت کې د احتمالی ناورین  په اړه غیر واقعی حسابونه لری.زمونږ په هیواد کې جګړه او سوله داخلی او بهرنی اړخونه لری.  امریکا چین روسیه ایران او پاکستان زمونږ په ستونځو کې خپل خپل رول لری .  د دې لپاره چې زمونږ د سولې غوښتلو سپیڅلی داعیه پیاوړی شی ، موږ باید هیڅ یو اړخ له پامه ونه غورځوو.  په افغانستان کې د سولې  لپاره  سیمه ایزې او نړیوالې اجماع ته سخته اړتیا لرو. موږ په افغانستان کې د سولې لپاره د غځېدلې ټرویکا جوړښت د ستونځې د حل په لور په زړه پورې پرمختګ ګڼو.د افغانستان له ستونځمن تاریخ څخه باید زده کړه وکړو او ټول ذیدخله اړخونه له ځان سره ملګری کړو.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا