گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » په خوګیاڼیــــو ولسوالې کـــی دطالبانو پرضددبغاوت نوی ډرامه!
په خوګیاڼیــــو ولسوالې کـــی دطالبانو پرضددبغاوت نوی ډرامه!

په خوګیاڼیــــو ولسوالې کـــی دطالبانو پرضددبغاوت نوی ډرامه!

بس الله دی طالبانو ته هم انصاف ورکړی چی اوس هرڅوګ راځی اوځان داولس استازۍ ګڼی او د اسلامی اوملی توروپه ورزیاتولواود فراری متفکربابا په څیرد بی خونده کلیماتو په پیل سره ځان پیشوا جوړوی اوزموږجګړه ځپلی اولس څخه مینځ څخه راپورته اومعتبر استازۍ ګڼی .تا ته دی وویل شی چی دا ښه خبره ده چې دافغانی خاوری پرمخ دمرګ له ګواښ سره مخامخ اولس د نجات په فکرکی موږ

ټول باید چی واؤسو خو پوښتنه داده چی آیا د وروسته حال لپاره هم کوم پروګرام او کړنلاره لرو او که نه ؟ آیا دغه سپیڅلی کلیمات چی د خپلی راتلونکی اجنډا د بیان په مقدمه کی مو په یوه له اشتباه ډکو الفاظو بین کړل څومره زموږ پر وجود کی پر اخلاقو او ایمان آؤښتی دی .؟که څه هم په افغانی او خارجی خبری رسنیو او میډیا کی د هغه غورځنګ مشر چی د طالبانو په وړاندی یی دافغانستان ملی اسلامی خپلواک تحریک بنسټ ایښی دی د یوه پخوانی جنرال خالد عزیزنوم یاد شوی دی خو د نواندیشی پلټنو او څیړنو دا وښوده چی کیدای شی خالد عزیز به د جنرال عبدالمتین سلیمانخیل مستعار نوم وی خو دغه دغه کس چی ځان پخوانی جنرال عبدالمتین سلیمانخیل بولی د څو تنوڅخه جوړه شوی خونړی ډلګی د را نسکور شوی او له هیواده تښتیدلی ؤلس مشر اشرف خان غنی د خوبونو ددنیاګۍ یوپه خوب ویده لاروی دی چی نه پوهیږو د ژویو او غوا ګانو له کومی طویلې څخه را تښتیدلی دی ؟راځی دهغه مبارک دپوځی دندی پرمهال امت ته دداهیانه وینا واوروچی د تیرژوند په یوه برخه کی اورولی ده
خوهیڅوګ هم نه پوهیږی په داسی حال کی چی نوموړی د تیرراپرځیدلی رژیم  یو غښتلی فکری او نظامی سرتیرې بولی او دخپل غورځنګ شجره مبارکه د طالبانو له واکمنې سره همزولی بولی څنګه او ولی اوس چی د هغه واکمنی څخه له شپږو میاشتو زیاتی تیریږی د بهرنیو او داخلی رسنیو پر مخ را ښکاره شوه ؟ځینو بهرنیو خبری رسنیو چی د جګړه ځپلی افغانستان حالات له غرض او مرضه ډک لید څاری خبر ورکوی چی د ننګرهارولایت دخوګیاڼیو ولسوالی په یوه کلی کی چی ویل کیږی پخواهلته د اسلامی په نوم د طالبانو په وړاندی د مسلحانه یوه خونړی ځواک واکمنی وه د افغانستان ملی ، اسلامی خپلواکی غورځنګ را څرګند شو او اولس یی له دغه تحریک سره یو ځای کیدو ته راؤباله .

تا سواوری او ګورې  چی څنګه وینا کونکی چی په عراق کی دداعش دراڅرګندیدو د مهال په څیرد صدام حسین د ړنګ شوی رژیم منصب دارانو اوسر تیرو د داعش د مشر او امیر ابوبکرابراهیم سره د بیعت او لوړی د مراسمو په ترسره کولوپه پټو مخونو  او ټوپکونه په لاس ولاړ حالت کی له اولس څخه له داعش سره د ملاتړ غوښتنه کوله همدا ډول دوی هم په ډیر کم توپیر د لوړی اودعوت مراسم سرته رسوی ؟

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا