گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » په خوست کی دښوونځیو جوړول او داولس له علم سره د مینی تنده !
په خوست کی دښوونځیو جوړول او داولس له علم سره د مینی تنده !

په خوست کی دښوونځیو جوړول او داولس له علم سره د مینی تنده !

د جولای پر ۲۵مه په خوست کې د ولسی تړون د اقراء برنامې په چوکاټ کې د سلو ښوونځیو لپاره د ودانیو دجوړولو کار پیل شو.پدې ودانیو چې ۵۴۷ میلیونه افغانۍ لګښت راځی، ودانیزې چارې به د شپږو میاشتو په موده کې سرته ورسیږی.

د خوست د پوهنې ریاست د چارواکو په وینا چې د یادو ښوونځیو لپاره د ودانیو په جوړیدو سره به په دې ولایت کې د اویا سلنه ښوونځیو د ودانیو د کمښت یا نشتون ستونزه هواره شی.چارواکی زیاتوی، دوی ښوونځیو لپاره د ودانیو د جوړولو په برخه کې هغو سیمو او ولسوالیو ته لومړیتوب ورکوی، چې نجونې یې له زده کړو بې برخې پاتې شوې دی.په خوست کې د سلو ښوونځیو د ودانیو د جوړولو د کار د پیلیدو لپاره مراسم د یاد ولایت د لکڼو په سرحدی سیمه کې نیول شوی ول.چارواکو وویل، چې د سلو ښوونځیو لپاره د ودانیو د جوړولو کار یې د افغانستان د خپلواکۍ سلمې کالیزې په مناسبت پیل کړ او د همدې ورځې په ویاړ د یو شمېر نورو لویو او وړو پروژو پیلیدل هم په پام کې لری.د خوست د پوهنې رئیس نصیر احمد روښان د همدې مراسمو په څنډه کې  ته وویل، چې په یاد ولایت کې یوازې۴۰ سلنه ښوونځی ودانۍ لری، چې د دې سلو ودانیو په جوړیدو سره به دېرش سلنه نور ښوونځی هم له اساسی ودانیو برخمن شی.نوموړی وایی، د دوی ډېر تمرکز په هغو سیمو دی، چې د ښوونځیو د ودانیو د نشتون له کبله یې نجونې ښوونځیو ته نه ځی او د دې برنامې له لارې به هغوی ته د زده کړو زمینې برابرې شی.   د خوست د کلیو پراختیا او بیارغونې رییس عاشق الله اخلاصیار وایی، د یادو ښوونځیو ودانۍ د ولسی تړون د اقراء برنامې په چوکاټ کې جوړیږی او نورو پاتو ښوونځیو ته د ودانیو جوړول یې هم په پلان کې دی.اخلاصیار زیاته کړه: د اقراء برنامې په چوکاټ کې د سلو ښوونځیو د جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه،

پدې ښوونځیو مجموعاً ۵۴۷ میلیونه افغانۍ لګښت راځی، انشاالله د شپږو میاشتو په جریان کې به بشپړ شی او هغه ښوونځی چې تر اوسه پاتې دی، هغه هم په پلان کې شامل دی. د محمد روف په نوم د لکڼو د لیسې یو ښوونکی هم وایی، چې مخکې به یې زده کوونکو د ونو او دیوالونو سیوری ته درسونه ویل، خو پدې سره به د زده کوونکو لپاره د سرپناه ستونزه څه نا څه حل شی.د سید ابدر په نوم یو زده کوونکی بیا د ودانیو تر څنګ د درسی کتابونو کمښت، د منظم لابراتواراو کتابتون نشتون هم د زده کوونکو له مهمو ستونزو څخه بولی.خوست والی محمد حلیم فدایی وایی، د خوست هوا ګرمه ده، ګرمی، باد او باران لری چې دا حالت کله نا کله د زده کړو بهیر له ستونزو سره مخامخوی، نو د ښوونځیو لپاره د معیاری ودانیو په جوړولو سره د ښوونیز بهیر کیفیت ښه کیږی.

په خوست کې داسې مهال سلو ښوونځیو لپاره د ودانیو د جوړولو کارونه عملاً پیلیږی، چې لدې یوه ورځ مخکې د مرکز اړوند د ورغه کلی د ښوونکو په ښارګوټی کې نږدې دوه نیم سوه ښوونکو لپاره د ځمکو د وېش بهیر پیل شو.

نو اندیشی دتل په څیر ددغه راپور په برابرولو کی دتکړه ژورنالیست او لیکوال نجیب الله الوخیل ، د مشال رادیو او دخوست ولایت درسنیو له دفتره مننه کوی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا