گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » په خوست کی دپاکستانیو کلدارو پرځای د افغانیو د کارولو پریکړه!
په خوست کی دپاکستانیو کلدارو پرځای د افغانیو د کارولو پریکړه!

په خوست کی دپاکستانیو کلدارو پرځای د افغانیو د کارولو پریکړه!

په خوست کې د یو شمېر مدنی فعالانو او ځوانانو د پرلپسې هڅو او کوښښونو وروسته بالاخره د یاد ولایت په اداری مجلس کې پرېکړه وشوه، چې تر دې وروسته به پدې ولایت کې د بهرنیو اسعارو پر ځای په افغانۍ راکړه ورکړه کیږی.چارواکو یاده پرېکړه نن د شنبې ورځې په مازدیګر د یوې خبرې ناستې له لارې رسنیو سره شریکه کړه.

خوست امنیه قوماندان مل پاسوال اخترمحمد نورزوی وویل، د امنیتی او کشفی ادارو له لوری به د هغو کسانو او کاروباریانو پر وړاندې قانونی چلند وشی، چې لدې پرېکړې سرغړونه وکړی او د بهرنۍ کرنسۍ په کارونې ونیول شی.ده وویل، په اول ګام کې باید ټول پوځی منسوبین او دولتی مامورین راکړه ورکړه افغانیو ته واړوی او بیا وروسته مدنی ټولنې او عام خلک دا کار وکړی.نوموړی زیاته کړه:​((زما اوله توقوع داده چې په اول کې نظامیان او دولتی مامورین افغانۍ وکاروی، بیا مدنی ټولنې او بیا د ټول خوستی ولس د خپل ملی اقتدارو د ثابتولو په خاطر افغانۍ له ځانه سره ولری او خپلو ټولو معاملاتو کې دې له هغې نه استفاده وکړی.»۲۷ کاله مخکې کله چې خوست د مجاهدینو لخوا ونیول شو، د هغه وخته بیا تر اوسه پدې ولایت کې راکړه ورکړه په پاکستانۍ کلداره کیږی او د خلکو سرمایه هم په کلدارو ده.لدې مخکې څو ځلې حکومتی ادارو هڅه کړې، چې د بهرنیو اسعارو پرځای په خوست کې افغانۍ دود کړی،

خو تر دې مهاله په بشپړ ډول پدې کار نه دی بریالی شوی.په خبری ناسته کې خوست ښاروال انجینر عبدالبصیر محمدزی د دې پوښتنې په ځواب کې، چې دا ځل د افغانیو د دودولو لپاره کوم تضمین شته، په اړه یې وویل، چې په تېر کې د افغانیو کارونه د دولت غوښتنه وه، خو دا ځل ولس او کاربار یانو دا تصمیم نیولی دی.خوست ښاروال وړاندې وویل، د دې ولایت د خلکو سرمایه په کلدارو ده، خو د ډالر پر وړاندې په پرلپسې توګه د پاکستانۍ کرنسۍ د نرخ په ښکته کیدو خلک ډېر زیانمن شوی دی.ده زیاته کړه:​((چا چې د کلدارو سرمایه یې درلوده، هغوی په تشویش کې دی، چې موږ تاوان کوو،که چا پرون لس لکه سرمایه درلوده، اوس یې که ډالرو نرخ ته مقایسه کړې د هغې ارزښت پنځو لکو ته راټیټ شوی، نو دا ددې لامل شو چې اوس ځوانان مدنی ټولنې او هغه کاروباریان چې ډېر کارو بار لری، هغوی په تشویش کې دی، نو دا ځل موږ انشاالله پوره باور لرو، چې د ولس په ملاتړ به افغانۍ رواجوو.))په خوست کې عموماً د کورونو، مارکیټونو، دوکانونو، رستورانتونو او کابل ته د چلیدونکو ګاډو کرایه په افغانیو ده، او دولتی ټکسونه هم په افغانیو اخیستل کیږی، خو په ښار کې راکړه ورکړه په کلدارو ده.په خبری ناسته کې د خوست د اقتصاد رئیس انجینر حمیدشاه وویل، که په پیل کې د افغانیو په چلښت کې یو څه زیان هم وی، د هېواد په خیر تمامیږی.

د ده په وینا افغانیو سره نه یو ځای د هېواد هویت ثابت ساتل کیږی، بلکې څومره چې افغانۍ په دوران کې لویږی، هغومره یې ارزښت ساتل کیږی.انجینر حمیدشاه وویل:​((نو بناءً دا مې د ټولو خوست میشتو، دکاندارنو، سوداګرو او صرافانو څخه او ولسونو څخه دا هیله ده، چې د افغانۍ او خپل هویت په ترویج کې د هغوی په معرفی کې زموږ همکار واوسی او دوی خپله دا کار وکړی.))د افغانیو د کارونې د کمپاین لپاره د شنبې په ورځ یو شمېر خوستی ځوانانو او مدنی فعالان د ښار په کوڅو او واټونوکې هم وګرځیدل

او د یکشنبې په ورځ یې یوه پراخه ولسی راټولیدنه هم رابللې ده. همدا شانی د یکشنبې په ورځ خوست ولایت جرګو تالار کې د افغانیو د رایجولو په موخه ولسی غونډه تر سره شوه، چې تر څنګ یې قومی مشرانو، ښاروالۍ ریاست مسؤلینو، ښاری اصنافو ، مدنی ټولنو، ژورنالیستانو، ځوانانو او ګڼ شمیر ښاریانو پکې برخه لرله.په پیل کې کمین محمد انوری د افغانیو ترویج په تړاو خبرې وکړې.

ده زیاتوله چې افغانۍ زمونږ ملی هویت تر څنګ ملی ارزښت دی له ټولو ګډونوالو یې غوښتنه وکړه، چې پردیو اسعارو پر ځای خپله ملی کرنسی باندې راکړه ورکړه وکړی. هغه وویل چې خپلې مبارزې ته به تر هغې دوام ورکوی، څو یې په خوست کې په بشپړ ډول افغانۍ ترویج کړی نه وی.همدا شان خوست ښاروال افغانیو د ترویج په تړاو خبرې وکړی او افغانۍ یې نه یوازې ملی کرنسی یاده کړه بلکې د یو ملی او اقتصادی ارزښت په توګه یې د هغې ترویج ته د ملی او سیاسی لومړیتوب نوم ورکړ.

هغه زیاته کړه: « تیره ورځ مو هم ولایتی ادارې سره یو ځای د افغانیو ترویج په موخه مطبوعاتی کنفرانس ورکړ، دا دی نن هم درسره یوو او له خپله اړخه خوستوالو ته د هر راز همکاری ډاډ ورکوو. زما په شمول به د ښاروالۍ ټول ټیم تر هغې درسره وی، تر څو چې افغانۍ په بشپړ ډول عامه شوې نه وی.»

د مشال رادیو ، د ژورنالیست او لیکوال نجیب الله الوخیل ، عبیدالله فروتن او اسد الله تأثیر څخه په مننه

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا