گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » پخوانی دودونه اودنن پرمختګونه
پخوانی دودونه اودنن پرمختګونه

پخوانی دودونه اودنن پرمختګونه

هاغه پخوانی دودونه اوس د تاریخ په پاڼو کې ثبت شوی دی. مونږ اوس د جګړو له برکته ډیر پرمختګونه کړی دی. هو! مونږ په یویشتمه پیړئ کې د خورا زیاتو لاسته راوړنو ویاړ لرو .سمه ده چې څلور لسیزې وړاندې حکومت پیاوړى وو، خو بیا یې هم له ولس سره ګوزاره کوله، عدالت تأمین وه، کار تر ډیره اهل ته سپارل شوى مجازات او مکافات شتون درلود. له نړۍ سره په هسکه غاړه د متقابل احترام په کچه ژوند تیرول معمول وه.اوس مونږ ډیر پرمختګ کړى دى. ارګ له دوه دریو کسو پرته ټول ملت د خیرک ادې هم نه ګڼی.

طالبان خو ځانونه پتنګان ګڼی. د ولس په غم کې ځانونه نه شریکوی. قانون په کمزوری پلى کیږی. فساد ښه وده کړې ده، په خپلمنځ کې ښه سره وژنو، کار نااهلو ته سپارل شوى دى او له نړیوالو سره د خیرات خورو په توګه ثبت یو.پخوا به حکومت د هرچا مور او پلار بلل کیده، د حاکم  د شفقت او ولس د اطاعت روحیه پیاوړې وه. که په پښتون میشتو سیمو کې به حکومت په هیڅ ډول شتون نه درلوده، نو بیا به هم د افغانی دود په اډانه کې د جنایتونو  مخنیوى کیده.اوس د حکومت او ولس ترمنځ ستر واټن موجود دى. چارواکی د شفقت او ولس د اطاعت مادې نه پیژنی. جنایتکاران او مفسدین توپکوال شوى دی. ګناهکار له بیګناه تورن څخه ژر له محبس څخه راوزى.پخوا به که جرم صورت ونیوه نو په جرګه کې د فساد تصور هم محال کار وو. د سترو جرمونو مرتکبینو ته ټولنیز دود دومره سخته سزا ورکوله چې مجرم به د سزا د دروند بار په پورته کولو له زیاتو ستونځو سره مخ کیده. د جرم پور به یې پریکاوه او یا به هم شپه په شپه له ټول فامیل سره سیمه پریښوده چې بیا به یې هم  ټول ژوند د مفرور  په نوم تیراوه.د ژوند په ټولو کړو وړو کې هر ډول اخلاقی انحرافات  حتى بیځایه ناسته ولاړه بی ادبه خبره سپک حرکات په ټولنیز دود کې جرم ګڼل کېده او سزا یې درلوده. له ټولو مهم دا چې د دغو سزاګانو مخالفت د شرم  خبره وه، ځکه چې د حاکم او رعیت مشر او کشر ترمنځ  ترحم، احترام او د درنښت دود شتون درلوده.اوس نو که څوک جنایات ترسره کول غواړی نو له جنګی اړخونو سره ملګری کیږی او همدغه ملګرتیا ورته د جنایت جواز هم ده.که پخوا به د قومونو ترمنځ جګړه ونښته نو یوه ښځه د جنګی ډلو منځته راوته. پلو به یې دواړو خواو ته خپور کړ، پړونئ به یې وغوړاوه او یا به کوم سید، پیر یا ملا د جګړې ډګر ځان را ورساوه، نو بیا ډز کول د بی غیرتی خبره وه.اوس نو جګړو ډیر پرمختګ کړى دى که ټوله نړئ هم راشی مونږ سره وژنو د جنګ بندی دود زمونږ په قاموس کې شتون نلری.که دښمنی پالل او د کسات اخیستلو دود هم شتون درلود خو د سپک تیری په مقابل بالمثل عمل د شرم لامل بلکې په ځینو مواردو کې جنایت ګڼل کیده. یعنې که  کوم سړی به د چا خور او لور ته په سپک نظر وکتل نو له مجرم سره د انتقام په توګه بالمثل عمل جنایت او د نه بښنې عمل ګڼل کېده. دښمن د خلکو د ګڼې ګوڼې له ځایه لرې وژل کیده، د وژل شوی دښمن سترګې او خوله پټول ورباندې څادر غوړول او د څادر په څنډو د کاڼی ایښودل دود او د شهامت نښه وه. اوس د وژونکی لپاره هیڅ مانع شتون نلری. هر څوک په هر ځاى او هر وخت وژلاى شی.په مسجد هدیره جنازه او عمومی غونډو کې د دښمن وژل، په مخ باندې د دښمن ویشتل، د وژل شوی دښمن د جسد سپکاوى د شرم او پیغور خبره وه او پور یې درلوده.اوس خو مونږ ډیر پرمختګ کړى دى. رب ته په سجده نسکور انسان ، په محراب کې ولاړ امام او په منبر باندې ناست خطیب هم وژنو، د ښځو او ماشومانو وژل او توجیه هیڅ ستونځه نه ده. وژل شوی دښمن ته له اور اچولو او بى عزتی کولو وروسته هم هسکه غاړه ګرزو. مونږ اوس اتلان یو.خدایداد اکا یو سپین ږیرى کوچى وو. د جمعې د لمانځه لپاره به یې زمونږ کلی ته درې ساعت پیاده لاره وهله. شپه به یې زمونږ په کور وه. زمونږ د ماما خپل وو. زمونږ مورکئ ته به یې د پخوانیو دښمنیو کیسې کولې. واى پنځلس کاله د ورور په قاتل پسې وګرزیدم، خو مناسب ځاى کې لاس ته نه راته. یوه ورځ چا راته وویل چې نن له ځاځیو څخه د سرکی کنډو په لاره راځی. په سرکی کنډو کې پټ ورته کیناستم. کله یې چې سر راښکاره شو ډیر خوشاله شوم خو هغه مهال مې په سترګو توره شپه راغله او له ځانه سره مې وویل چې خدایداده! په خوله دې خاورې واوښتې چې کله مې د دښمن تر شا ښځه ولیده چې ورسره را روانه وه.د تیرو څو لسیزو جګړو په اوږدو کې مو قومی مخور، د جرګو او مرکو مشران ووژل شول او یا مړه شول. قومی څلی مو مات شول. قومی پریکړې اوس نه کیږې. هغه ویاړلی دودونه مو له لاسه ووتل. که د افغانی دود د ختمولو په لاملونو غور کوو او یا هم د بیرته را ژوندی کولو هڅه کوو نو وژل کیږو.اوس زمونږ ټولنه پاشل شوې ده. مونږ د یوه متحد ملت اړتیاوې او ځانګړتیاوې نشو پوره کولاى. اوس مونږ له نړئ سیالی نشو کولاى. اوس مونږ نړیوالو مرسته محتاجه ملت یو. اوس زمونږ د الوت وزرونه مات شوی دی، اوس مونږ د خپل ورور وژل ویاړ ګڼو، اوس مونږ د هوا په نیلی سپاره کله هم حساب نکوو چې څوک مو وواژه، څو مو بوره کړه، کونډه او یتیمان څوک دی او اوس مونږ نه په مړو او نه هم په ژوندیو کې حسابیږو.هغه پخوانى ملی یووالئ مو نشته. چا په ژبو  چا په سمتونو، چا په شیعه او سنی او اوسنیو خو په قومونو، جنس او قشرونو سره وویشلو. د تیرو څلورو لسیزو یرغلونو او خپلمنځی جګړو له امله زمونږ ګډ ملی ارزښتونه له منځه تللی، مشترکات مو ورک شوی، د جنایتونو ګراف لوړ شوى دى. د راټولیدو مرکزیت مو ختم شوى د حاکمیت څلی مو نړیدلی، د اولى الأمر د اطاعت د مشرانو د شفقت او د کشرانو د درنښت دودونه مو له پاسه څخه ښکته او له ښکته څخه پورته له منځه تللی دی.ټولنه مو د راشه درشه په دودونو کې د معنوی اړخونو پر ځای د مادیاتو پربنسټ ولاړه ده. د دوستی اشنایی خپلوی حتى د ورورولی معیارونو معنویت له لاسه ورکړى دى. د ژور تأسف ځاى دى چې مونږ له غرب څخه د علم پوهې تیکنالوژی او د یووالی لپاره د تاکتیکونو د زده کولو پرځاى یوازې په مادی اړخ باندې د تکیه کولو کلتور خپل کړى دى. د معنویت او مادیت ترمنځ اړین انډول مو د مادیت په ګټه دروند شوى او متأسفانه د معنوی اړخ د بایللو له امله مو ټولنیز حیثیت ختم شوى دى.له چا څخه پوښتنه وکړم چې نن ولې د پښتون تاجک هزاره ازبک ترکمن سادات عرب وغیره نومونو باندې ویشلى ولس یو؟

ولې د جنس، قشر او نورو مختلفو عنوانونو باندې سره ویشلى او پاشلى ملت ګرزیدلی یو؟نن سبا د سیاست په مارکیټ کې تازه رنګونه د جمهوریت او امارت دی. د دواړو رنګونو د پلویانو ترمنځ د مشترکاتو د لټون پرځاى هره ډله د پیوستون پرځاى د بیلتون، د تفاهم پرځاى د تقابل او د ژغورلو پرځاى د یو بل د وژلو لورئ نیسی؟  څو لسیزې تېرې شوې چې زمونږ ترمنځ د جګړو کورنی اړخونه  د خپلمنځی سولې لپاره د پلان په جوړولو کې پاتی دی، خو د حیرانتیا خبره داده چې د جګړو لپاره خورا پیچلی پلانونه جوړولاى شی.پوښتنه داده چې که جګړه نه وی، اسلامی نظام مخه به څوک ونیسی؟ د قانون پلئ کیدل به څه ستونځه ولری؟ که قانون پلى شی نو د فساد مخنیوى، کار اهل کار ته سپارل، د جرم د مرتکب تعقیب،  له قانون څخه اود معافیت کلتور ته د پاى ټکى ایښودل ناشونى کاردى؟دلته روانې جګړې ډیروقانون ماتوونکو ته له عدلی او قضایی تعقیب څخه معافیت ورکوی. جګړه په  نظام  او طالبانو په لیکو کې د ننه او بهر خورا پیاوړی ریښې لری. که پخوانی افتخارات ترلاسه کول غواړو نو د زغم تحمل له دښمن سره د ګډ ژوند او کارکولو لپاره پیاوړی اراده، مضبوط عزم اوغیرمتزلزل هوډ ته اړتیا ده.هغه څه چې مونږ یې داوس لپاره په خپله ټولنه کې نه وینو.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا